اې زما وطنه د لعلونو خزانی زما!
ستا هره دره کې دي د تورو نښانې زما
زه یم ستا د خاورې ته زما له مینې جوړه یې
ته مې د غیرت او له پښتو رنګینه جوړه یې
ته مې د نیکه او د بابا له مینې جوړه یې
ستا زړه کې اوسیږي ټولې تللی زمانی زما
اې زما وطنه د لعلونو خزانې زما
ستا هره دره کې دي د تورو نښانې زما
سترګې مې لوګی شه ستا دخاورو له کورونو نه
عقل مې ایره شه ستا لپاره له فکرونونو نه
ځار شمه قربان شم ستا له غرونواوسیندونو نه
ستا هره دره کې دي د تور و نښانی زما
اې زما وطنه د لعلونو خزانې زما
ستا هره دره کې دي د تورو نښانی زما
ستا عزت چې نه وي زه به نوم او عزت څه کړمه
ته چې خوار او زار یې زه به خوب او راحت څه کړمه
ستا سر چې وي ټیټ زه به شان او شوکت څه کړمه
مسته به دې خاوره کړم په وینو مستانې زما
اې زما وطنه د لعلونو خزانی زما
ستا هره دره کې دي د تورو نښانې زما
وروستي