ژمنه

لیکوال: خالد خان صافی

اسلو، ناروی

اکتوبر ۲۰۰۸

درې نیم کلنه مونا په ژړا د خپل پلار څنګ ته لاړه، «اوګوره بابا نانزکه می ماته شوه!» دواړه لاسونه یې خپل پلار ته ونیول. په یو لاس کې یې پلاستیکي نانزکه وه او په بل کې یې د نانزکې مات شوې لاس و.

پلاریې له خپل ملګري سره په څه خبره خندل. د مونا پر سر يې لاس کش کړ. فکر يې اوس هم خپلو خبرو ته و، او غوښتل يې چې مونا ترینه ژر بیرته لاړه شي، ورته ويې ویل:

«ځه خیر لور جانې. زه به درته بله نانزکه واخلم، همداسې نانزکه. اوس دی زه له کاکا سره خبرې کوم او بیا مونږ وروسته ګډ بهر ته ځو، زه به درته په دوکان کې یوه ښایسته نانزکه واخلم.» او بیا يې له شونډو نه داسې غږ و باسه لکه ښکل چې یې کړي.

د مونا سترګې لندې وې خو له خوشحالې نه په خندا شوه او خپلې ګوټې ته یې منډه کړه. په کوټه کې يې خپله نانزکه په توشک کینوله یو بالښت ته يې تکیا کړه او مات لاس يې ورته څنګ ته کیښود. خپله ورته مخامخ په بل توشک کیناسته. یو څو شیبې یې ورته وکتل بیا پاڅیده، د خپلې مور زړوکې یې قات، قات کړ او خپلې نانزکې ته يې ترې نه یو وړوکې توشک جوړ کړ. هغه یې پرې واچوله، او لاس یې ورته هم خواته کیښود. پخلي ځاې ته ولاړله، هلته يې مور لګیا وه کوم څه یې مینځل. مونا د المارئ له سر نه یو دستمال پټ کړ او بیا يې بیرته خپلې کوټې ته منډه کړه. دستمال يې په خپله نانزکه خپور کړ او ورته یې په ټیټ غږ وویل:

«ته اوس ناروغه يې. په تا باندې تبه ده، زکه چې ستا لاس مات شوی دی. ته دلته اوده شه، ښه!»

خپله کڼکئ ته وختله او کیناستله. له پاس نه يې د کوڅې ننداره کوله. دا ننداره د مونا لپاره تل په زړه پورې وه. یوه سندره يې پیل کړه، او هغه داسې وه:

«بابا مې په کوټه کې د کاکا سره ناست دی خبرې کوي او سګرت  څکوي او چاې څښي! چې خبرې یې خلاصې شوې بیا بهر ته ځي او ماته یوه نانزکه راوړي. هغه به د دې نانزکې خور شي نو. هغه به ددې نانزکې مشره خور شې. ددې خو لاس مات دې هغه به ورته ټول کار کوي نو!»

هره کلمه یې اوږده، اوږده اداه کوله او پدې توګه یې ترینه سندره جوړوله، خو لفظونه يې د ځان په څیر واړه، واړه تلفظ کول، د بیلګې په توګه، «سګرټ» ته يې «تګلت» ویل «خور» ته يې «کول» ویل او «لاس» ته يې «لات» ویل. بیا یې له کڼکئ نه خپلې نانزکې ته وکتل. هغه د دستمال لاندې داسې پرته وه لکه ویده چې وي. له کنکئ نه را کوزه شوه، د کوټې نه بهر لاړله او یوه شیبه وروسته بیرته راغله. په لاس کې یې یوه قلمي بتري وه او یو د اورلګید تیلې و. خو د مونا لپاره اوس قلمې بتري د تبې شربت و او د اورلګید تیلې کاشوغه وه چې شربت یې پرې خپلې نانزکې ته ورکاوه. د نانزکې له سر نه ېې دستمال لږ پورته کړ. د نانزکې سترګې پرانیستې وې او شونډې یې موسکئ وې. مونا له ځان سره وپسیده، «تر اوسه پورې ویده ده!» دسمال يې بیرته ورباندې واچو او لاړه په کڼکئ کې کیناستله. بیا يې سندرې پیل کړې:

«زما د نانزکې لاس مات شوې دې نو...هغه ناروغه ده... تبه لری! خو زه ورته پیچکاري نه کوم زکه چې بیا خوږیږي. زه ورته شربت وکوم!»

په دې کې يې پام د خپل پلار غږ ته واوښت. له کڼکئ نه را کوزه شوه، له کوټې نه ووتله او ورو يې سر د هغې کوټې دروازې ته اوږد کړ چې پلار يې پکې ناست و له خپل ملګري سره يې خبرې کولې. په یوه سترګه يې ولیدل چې هغه اوس هم خندل او خبرې يې کولې. په مخ کې د میز پر سر په یوه ګلاس کې لږ چاې پروت و د ګوتو تر منځ له سګرټ نه یې لوګې پورته کیدو. مونا بیرته منډه کړه په کڼکئ کې کیناستله او په سندرو یې پیل وکړ.

په دې توګه مونا څو څو واره له کڼکئ نه را کوزه شوه او بیرته وختله او نوې نوې سندرې یې وویلې. کله نا کله به مور يې پرې هم غږ وکړ، «مونا څه شې کوې؟»

مونا به جواب ورکړ، «لوبې کوم!»

پدې شان یو څو ګړئ تیرې شوې او بالاخره د مونا پلار له خپل ملګري سره له کوره ووت. مونا له کڼکئ نه په کوڅه کې ولید او خپلې نانزکې ته يې مخ راواړو او ویې ویل:

«بابا لاړ چې بیرته راغې تاته له ځان سره خور راوړي... مشره خور!»

مونا نور نو سندرې نه ویلې. کوڅې ته ځیر وه، سر به یې یوې خواته کړ چې د کوڅې یو سر وویني او بل خواته به يې کړ چې بل سر یې وویني. په دې شان مهال تیریدو. بهر لږه لږه تیاره خپره شوه. په کوڅه کې ځاې ځاې د کورونو مخکې ګروپونه ولګیدل. په کور کې دننه د مونا مور د مونا د کوټې څراغ هم بل کړ، او لږ وروسته يې په زوره بوتله او ډوډې یې پرې وخوړله. هغې ژر ژر ډوډوئ وخوړله او بیرته په منډه کڼکئ کې کیناستله او کوڅې ته يې کتل. په تیارو کې هر سړې مونا ته د خپل پلار په څیر ښکاره کیدو او دا به ورته ځیر شوه، خو چې را نیږدې به شو، بل څوک به و.

د مونا پلار چې کله بیرته کور ته راستنیدو د یوه دوکان مخې ته تم شو. هغې ته خپله ژمنه په یاد وه چې مونا ته به یوه نانزکه اخلي. دوکاندار ته یې وویل چې یوه نانزکه ورکړي. دوکاندار نانزکه ورته په یوه خلته کې واچوله. د مونا پلار چې کله له جوب نه پیسې راویستې ور په یاد شول چې سګرټ يې هم خلاص شوي دي، دوکاندار ته يې وویل چې یو قطئ سګرټ هم ورکړي خو چې پیسې یې ورکولې ويې لیدل چې پیسې ور سره لږې دي. له ځانه سره يې فکر وکړ چې مونا ته به نانزکه سبا واخلم. نانزکه یې بیرته ورکړه او سګرټ یې را واخیستل.

په کور کې مونا لا هماغه شان په کڼکې کې ناسته وه. په کوڅه کې يې بیا یو څوک ولید چې د خپل پلار په څیر ورته ښکاره شو. سړی چې کله ور نیږدې شو، هغه په ریښتیا د مونا پلار و. چیغې یې کړې، «بابا راغې!» او له کڼکئ نه یې ټوپ کړ. پلار يې چې کله د کور په در وازه را ننوت، مونا يې مخکې ولاړه وه او پورته، پورته یې ورته کتل. خوله یې له خندا ډکه وه، او واړه، واړه غاښونه يې ټول څرګند وو.

پلار يې چې مونا ولیده پښیمانه شو چې د نانزکې پر ځاې يې سګرټ اخیستی وو. مونا يې په غیږ کې جګه کړه، په مخ یې ښکل کړه او ورته يې وویل، «مونا جانې زه دوکان ته لاړم خو زما سره پیسې نه وې نو زکه مې درته نانزکه وانه خیستله. زه خير سبا ته به یې در ته واخلم.»

د مونا له څیرې نه موسکا والوته. وریځې یې سره نیږدې شوې او جړغونې شوه. د خپل پلار له غیږې کښته شوه او بیرته خپلې کوټې ته لاړه په کڼکې کې کیناسته تورتم کوڅې ته يې کتل. یو څو شیبې وروسته يې مخ خپلې نانزکې ته واړو، هغه هماغه شان د دستمال لاندې اوده پرته وه. د مونا له یوې سترګې یوه اوښکه خوشې شوه، په واړه اننګي یې وښویده او په ګریوان کې يې جذب شوه.