دکرکټ د ملی ټیم د بریالیتوب په ویاړ د سولی کاروان د مبارکی بیغام

د ویاړ او سرلوړی ځای دی چی د افغانستان د کرکټ ځوان او تکړه ټیم په تنزانیا هیواد کې د پرلاپسی بریالیتوبونو وروسته ددې لوبو د قهرمانی کپ وګاټه ، د افغانستان د سولی کاروان ټولو هیوادوالو ته ددی بریالیتوب له امله مبارکی وړاندی کوی او د لوی خدای ج له درباره افغان ولس ته د نورو بریالیتوبونو غوښتنه کوی .
په داسی حال چی اوس هم زمونږ ډیر شمیر هیوادوال د جګړو او ناخوالو په اور کې سوځیږی او ډیر شمیر افغانان لا اوس هم په مهاجرت کې شپی ورځی سبا کوی د افغانستان د سولی کاروان د افغان ولس د سعادت او افغان ځوانانو  ته په ټولو برخو کې د ښه چوپړ په موخه به هلی ځلی وکړی او د لوی خدای ج له درباره یو ځل بیا د ارامی سولی او سوکالی غوښتنه کوو   ویاړ د اقغانستان د کرکټ په ملی لوبډلی  .
په ډیر خورا درنښت
حاجی عبدالظاهر قدیر
دسولی د کاروان مشر