په بانک کې

يو ولس بجې او ۴۵ دقیقې وې چې د لندن د يوه بانک لوی سالون ته يوه د منځني عمر لرونکې ښځه راننوته، هغې د يوې ځانېخواته غرفې کړکۍ ته ځان ورساوو هماسې په چوپتيا سره یې صراف ته کاغذ ورکړ په کاغذ کې ليکلې ول:
«يو څه پیسې راکړه کنې فير کوم» صراف بې له دې چې وارخطا شي ورو يې د هغې تر جملې لاندې وليکل «په سترګو بس ډز مه کوه» ښځې په پټه خوله بل کاغذ هغه ته ورکړ په کاغذ کې ليکلي و:
«ډېر ښه فير نه کوم خو ژر.»
په بانک کې چو پتيا خوره وه  ،ټول په کار او راکړه ورکړه بوخت ول .د بانک د دروازې مخې ته پوليس په چورتونو کې لاهوو.
صراف ښځې ته کاغذ ورنږدې کړ پکې ليکلي ول:
«ډېر وخت نه وې راغلې خيرت و؟»
ښځې پخپل جېب کې تومانچه له لاسه پرېښوده له دستکول څخه يې کتابچه راوايسته ،يوه پاڼه يې ترې پرې کړه ،په پاڼه يې وليکل: «کلي ته د خپلو خويندوکره تللې وم.» يولس بجې او ۴۹ دقيقې صراف بل کاغذ دهغې مخې ته ور وړاندې کړ  پکې ليکلي ول: «نن تاسې ډېره ښکلې ښکارئ.»
ښځې ترې لاندې وليکل: «مننه مهربانی کوئ.»
صراف بيا وليکل: «لمسه کيان دې څنګه دي.»
ښځې وليکل: «مننه ښه دي.»
دغه ليک ليکل او جوړ په خير څو دقيقې نور هم روان ول هغوی يو بل ته وليکل او ځواب يې واخيست.
په پای کې ښځې خپله تومانچه په دستکول کې کېښوده له بانکه ووته کله چې هغه له لويې دروازې ووته د دروازې پوليس هغه صراف ته ځان را ورساوو، ويې ويل:
• هغه ښځه بيا راغلې وه؟
• هو
• څه يې ويل؟
• د تل غوندې دق  شوې وه غوښتل يې له چاسره خبرې وکړي او د زړه خواله وکړي.
ليکوال: ديورد ميکيش ( هنګری )
ژباړن  : علم ګل سحر