د افغان کريکټ ټيم د برياليتوب په وياړ د روهي ويب پاڼې پيغام

ډیر د خوشحالی ځای دی چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په تنزانیه کې د۲۰۱۱ کال د نړیوالو سیالیو د غوراوی په څلورم پړاو کې د پرله پسی بریاوو په ترلاسه کولو ددې لوبو اتل شو .
روهی ویب پاڼه او ټول همکاران یې ددغې ویښوونکي بریالتوب له امله ټولو هیوادوالو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوی ، خدای ج دې همداسې افغانان په ټوله نړۍ کې تل سرلوړي او ویاړلي لري .
په اخر کې د افغانستان له دولت نه هیله مند یو چې دغه بریالتوب په جشنونو ولمانځي ، دا ځکه چې افغان کرکټ لوبډله په ډیر لږ وخت کې په نړی واله کچه وځلیده .
ویاړ دافغان کرکټ په ځوانانو چې خپله میړانه یې وښودله .
دروهي ویب پاڼی اداره .\"\"