
پرون مې تا سره خبرې وشوې
ما ويل چې بس دي
يو مودې لپاره
ټوله شپه ما کړله شوګيره
ستا خيالونو سره
ستا خبرو سره
دسبا دم شو
د خدای د عبادت نه وروسته
ځان راته هسې ښکاريده
چې څه مې ورک دي
چې څه مې نشته
چې مې ښه ځان ته پام شو
زه ومه ډيره تږي
ستا دخبرو تږي
ستا دخوږو خبرو
تندې وم نيولي !!!