راځـــــــــه چې والــــــــوځو جـــــوړه د اسمانونو غيږ ته
د ســــــــتورو پړک ته د سپوږمۍ د ماښامونو غيږ ته
زه بــــــــه پوړنـــــــي نه در جوړه کـــــــړم د مينې کيږدۍ
بيا به مــــــــــويـــــــــوسي ښاپيری د جــــــنتونو غيږ ته
د مينې بــــــــڼ نه به کـــړو ستوري په لمـــن کې راټول
ورنــــــــــــه به جـــــــوړ کاندو اميل د ګريوانونو غيږ ته
چــــــــــــــيرته به والوځـــــــــي هما د اسمانـــونو په لور
چــــــــــې په وزرونو کې مو يوسي فردوسونو غيږ ته
د لـــــــــمر د وړانګو نه به جــــــــوړه کړو د مينې زانګو
مراندې به يې کلکې کړو د ستورو دښاخونو غيږ ته
ســــــــــــپوږمۍ بزنيږي نن د مينې ښـــــــــــاپيريو سره
ســـــــــــــــتوري دعا کـــــــوي ليږي مو ثوابونو غيږ ته
د ســــــــــــبا دم کې چې د ســــــتورو کاروان کډه کوي
رحـــــــــيمې پاڅيږه اومـــــه ځــــه د خــــــــوبونو غيږ ته
وروستي