دشب قدر دفضیلت بیان

تعالی جل جلاله فرمايي - لیلة القدر خیر من الف شهر - یعني شب قدر بهتر دی تر زرو میاشتو؛ مطلب دادی چي په دغه شپه کښي دعبادت کولو دوندي قدر ثواب دی چي ددې شپې څخه ماسیواچي په نورو ورځو کي که چیري زر میاشتي عبادت وسي بیا هم دوندي ثواب نه لري ، لکه څوندي ثواب چي ددغي یوې شپې په عبادت کولو سره حاصلیږي .
ددې آیت شان نزول امام سیوطی رحمة الله تعالی علیه په لباب النقول کښي داسي نقل کړی دی ؛ چي په تحقیق سره رسول الله صلی الله تعالی علیه واله وسلم ذکر او یا داشت وکړی دیو سړي چي دبني اسرائیلو دقوم څخه وو او ده زر میاشتي دخدای پاک په لار کښي جهاد کړی وو، پس نو تعجب وکړی مسلمانانو پر دې خبره او افسوس یې وکړی چي موږ ته خو دغه نعمت هیڅکله نه رارسیږي - پس نو نازل کړه الله تعالی دغه آیتونه - انا انزلنه في لیلة القدر وماآدراک مالیلة القدر لیلة القدر خیر من الف شهر -- یعني دغه شب قدر غوره ده تر هغو زرو میاشتو چي په هغه کښي هغه سړی د خدای پاک په لار کښي جهاد کړی وو او په بل روایت کښي داسي راغلي دي چي په بني اسرائیلو کښي یو سړی وو چي دشپې یې عبادت کاوی ترسهاره پوري او بیا یې جهاد کاوی یعني جنګېدی ددین ددښمنانو سره په ورځ کي ترماښامه پوري پس نو عمل وکړی ده زر میاشتي (یعني دغه عمل چي دشپي یې عبادت کاوی او دورځي یې جهاد کاوی) پس نو نازل کړی الله تعالی (ایت د لیلة القدر خیر من الف شهر - یعني ترهغو زرو میاشتو چي په هغو کښي هر سړي عبادت او جهاد کړی وو؛ دغه شپه غوره او بهتره ده ؛ اې وروڼو او خوندو ددې مبارکي شپې قدر وکړی په لږ تکلیف کي څوندي ډېر ثواب حاصلیږي او په دغه شپه کښي بیا په خاصه طریقه سره دعا قبلیږي که ټوله شپه وېښ پاته کیدای نه سي نو څوندي چي کولای شي هغوندي قدر په دغه شپه کښي ویښ واوسي داسي مه کوی چي تلتک پرځان راکش کړی او دبي غیرتیا په وجه بالکل بې برخي پاته سئ .
۱:- په حدیث شریف کښي راغلي دي چي دامیاشت یعني روژه پرتاسو راغله او په داکښي یوه داسي شپه ده چي تر زرو (۱۰۰۰) میاشتو غوره او بهتره ده ، هرڅوک چي ددې شپې (دبرکت ، طاعت او عبادت ) څخه محرومه سو، نو دی دټولو نیکیو څخه محرومه سو او نه محرمه کیږي ددې شپې دبرکت څخه مګر محروم - رواه ابن ماجه
یعني چي دداسي بې بها شپې برکت و چاته نه ورسيږي او هیڅ عبادت په دغه شپه کي ونه کړي نو دغسي څوک ډېر غټ محروم دی چي ددوندي غټ نعمت بې برخي پاته سي .
۲: په حدیث شریف کښي راغلي دي که چیري الله پاک ، غوښتلای نو تاسي به یې په شب قدر خبر کړی وای (لیکن دبعضو حکمتونو په وجه یې تاسي بالتعین په خبر کړي نه یاست )
دغه شب قدر دروژې په اخیر ووشپو کښي تلا ش کړی (چي په دغو شپو کي ویښ واوسئ دخدای عبادت کوی ددې د پاره چي شب قدر ستاسي په برخه سي (رواه الحاکم )
۳:- په حدیث شریف کښي راغلي دي چي شب قدر په هره روژه کښي راځي (رواه ابوداود)
۴:- په حدیث شریف کښي راغلي دي چي شب قدر په اووه ویشتمه (۲۷) شپه (دروژې) وي (رواه ابوداود)
ددې شپې په تعین کښي ډېر غټ اختلاف دی مګر مشهور قول دادی چي دروژې داووه ویشتم په شپه دی  ، لیکن ښه داده که چیري همت او قوت وي نو دروژې اخیري (لس) شپې ویښ واوسئ دعبادت لپاره او په دې کښي داضروري نه ده چي یوڅه ووینئ ځکه چي ددې شپې څخه دامقصد نه دی چي یو شی یعني یوعلامه دشب قدر وویني ، بلکې مقصد عبادت او برکت حاصلول دی هغه برکت او عبادت چي ذکر یې وسو ، برابره خبره ده که یو شی ووینئ یا یې نه ووینئ .
 
منبع   : پښتو بهشتي زیور - ۴۱۳ مخ