
په خوست ولايت كې د دوه ويشت كيلو متره اوږد سړك د پخولو چارې پيل شوې، دا سړك چې له خوست ښارسره د دغه ولايت د موسی خېلو او قلندر دوې ليرې پرتې ولسوالۍ نښلوي په جوړولو به يې دوه سوه څلوويښت مليونه افغانۍ ولګول شي، چې په خوست كې د ولايتي بيارغونې ډلې لخوا وركول كيږي.
دا سړك د خوست ولايت له مركز نه د منګلو موسى خيلو او قلندر ولسواليو ته غځيدلى دى او اوس پرې د پخولوکار پيل شو، په همدې اړه جوړو مراسمو كې خوست والي وويل چې دغه دوويشت كيلو متره اوږد سړك د دوه سوه څلوېښت مېليونه افغانيو په لګښت د ولايتي بيارغونې ډلې په مالي مرسته جوړيږي او چارې به يې د راتلونكي يو كال په اوږدوكې بشپړې شي.
ځايي مسوولين وايي چې تېركال په خوست كې يو سلو شل كيلو متره سړكونه په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي نو ځكه خوست د سړكونوپه برخه كې له ډېرو ولايتونو وړاندې دى.
د خوست چاركوپرځينو كليدي وزارتونو نيوكه وكړه چې له خوست سره د مرستو په برخه كې د مور او ميرې چلند كوي، په غونډه كې قومي مشرانو هم وويل چې يوشمېر وزارتونه، نه يواځې داچې خوست ته توجه نه كوي بلكې فكر كيږي چې خوست پيژني هم نه ، كه د دوى په وينا همدلته په خپلو هڅو پيسې پيدا نه شي، ښايي دوى په كلونوكلونو كې هم په خوست كې پروژه ونه لري.
د منګلو يو تن قومي مشروويل چې د دې سړك جوړونه د منګلو قوم يوه ستره غوښتنه او لومړنۍ اړتيا وه، ده زياته كړه دوى به د دې پروژې په ساتنه او پلې كولو كې پوره مرسته وكړي.
د يادولو ده چې په خوست كې د يو شمېر جوړ شويو سړكونو پر څرنګوالي سيمه وال نيوكې كوي او وايي چې له وخته وړاندې يې ځينې برخې بېرته ويجاړې شوې دي.