
زما اوښکې چې د باران د څاڅکو په شان تړمې تړمې وريدې تا به مرغلرې بللې او په هرې مرغلرې به دې د خدای نوم ليکه او دهغې نه به دې د عبادت مرغلينې تسبيح جوړولې هغه تسبيح چې تا پکې زما د مينې بې روحه نغمه محسوسوله زما اوښکې چې کله به ستا د ګوتو په سرو وڅڅيدې نو داسې به ښکاريدې لکه د لمر وړانګو ته چې روح ورشي او هغه به ستا د ﻻس په ورغوي کې وغوړيدې او په دم شيبه کې به پناه شوې زما هغه اوښکې څه شوې ؟ زما ورکې او مرورې اوښکې زما مړې اوښکې زما اوښکې !!!