د مينې کاروان

د عشق په مذهب کــــې راته پير او مير مالوم شو د زړه په ﻻس کې ماته مــــريدی زنځير مالوم شو چا درد کړلو ياد او څـــــــــوک د مينې زخم خوالي عشق ما ته ژړيده چـــــــې مې د يار نظر مالوم شو د ســـــــترګو په کتو کې دې دا څــــــه پيغمبري وه چــــې ماته پکې دين او ايمان واړه هير مالوم شو د مــــــــينې جنازه چې څـــــــاروان مخته کړه روانه مجنون شو هر عاشق راته په غم او وير مالوم شو مـــــــــطربه راشه مــــــــــــا ته نن دمينې غــــزل وايه رباب کې ستا نن مــــــا ته د مين تقدير مالوم شو ګريوان ولې بيا څيرې ګرځوې د يار په عشق کې کـاروان چـــــې رحيمې درته دمينې تيرمالوم شو