د بې قراره ژونده سـتا تر مينې يو اسـلام راسره مل دی
لـه ازلـه پـه نـصــيـب کـــې دا پـيـغـام را ســــره مــــــل دی
و دې اغــــــزنـــې ﻻر تــه مــې قـــــدم د اشـــنـــا کـــــــړ ی
په خــيـال کـې دې وصال يو خــوږ انجام راســره مــــل دی
ســتــا د حـوصـــــول پــه دې هــــوډ پــه دی تــــکل کـــــې
يــو هــمـســفــــر صــــادق الـــــهـام راســــــره مـــــــل دی
تـر ســـهاره د تـــورو شـــپـــو یــکـړ مــسـافــر نـه یــــــم
رهـنـمـا د نـــوره جـــوړ شـیـريـن انــدام را سـره مـــــل دی
د تـــــندې د اهــــاړه چـــې تـــیــریـــږم نـــه بــــــیــریــــــږم
د یــار د شــــونـــډو یـــو ســــور جــام راســــره مـــــل دی
پـاڼـه پـاڼـه د ګـلـشـن بــه مــې د یــار پــه نـــنـداره ســــــي
د بهشتـه سه سـتون سوی ښـکلی ګلـفام راســـره مــــل دی
د دې مـــیـنې اســــمـانې صـــــدر لـه جهـانه یو پـټ کــــړي
زریـن پــه ســتورو رومــانــي ښايسته مـاښــام راســره مــل دی
سـتا په دربار کــې زه ګل کیږم ځان پر تا باندې شــیندمــه
ستا و حسن ته سـتا جمال ته لیمه لیمه سلام را سره مل دی
سـمــیع خـالــي ﻻســـونـه نـه درځـي سـتـا و حـضــور تــه
د زړه حــــال او ســــوغـات د دې کـلام را ســـــره مـــل دی
وروستي