د مــــــــينې ﻻره کــــــې څــــــه بل شان امتحان راځي ړومــــــبی قـــــــدم دهـــــر سړي دلـــــته په ځان راځي د هــــــر يو شړنګ نه يې څــــڅيږي ﻻهوتي سندرې راته الـــــــــهام اوس په بنګړو کــــــې د جانان راځي نور مـــــــونو عشق د رسوايۍ پـــــــــړاو ته ورسيده بــــــــې ارادې مــــــې ،ستا نامه اوس په زبان راځي د زلــــــفو سيوری به په چـــــا وي اوښکې زه څڅوم وريځې په کوم وطن خــــــورې چــــيرته باران راځي هــــــــــــغه به څه دلته د ګــــــرد په قافله کـــــې راشي د چــــــــــــا د ﻻرې په هر ګـــام چــــې کهکشان راځي سالکه خدايزده که څوک ستا غزل ته غوږ ونيسي د حــــــــــسين ښار نـــــــه د سندرو بــه کاروان راځي
وروستي