
په ژبه دروغ ويل د زړه د كنډو والي په مانا دی، نو د دروغجنو نه په دوستۍ باور په كار دی او نه يې هم په ژمنه، لازمه خو دا ده چې تېښته ترې وشي. زما په اند خو له دروغجن سره ملګري په بستره كې تر بړستن لاندې د سګرېټ څكولو نه هم ډېر خطرناك او بد كار دي.
فيلسوفان او هوښياران وايي، چې دروغ د حقيقت او واقعيت برعكس خبرې دي او دا تعريف ډېر عام او يوه دوديزه بڼه لري، خو لكه څنګه چې په خبرو كې دروغ شته همداسې په كارونو كې هم دروغ شتون لري.
د عقل په بې لارې كولو كې د حق په باطلولو او په ضمير باندې په توبه كولو كې د خبرو دروغ او د كار دروغ بې توپيره او يو ډول دي.
آيا په دې كې څه توپير وينئ، چې يو سړى ووايي:\"زه پوره باوري شخص يم، خيانت له سره نه پېژنم، چل ول مې بېخي نه خوښېږي او تل په ژمنه وفا كوم، نو د مهربانۍ له مخې يو څو روپۍ پور راكړه او ډېرې ژر به يې دركړم\" او يو بل كس د يو ډېر محترم ښاغلي او با ديانته کس په بڼه درته راشي تسبيح یې په لاس کې او هر حركت يې تاته ډاډ او سكون دربښي، ته به وايې چې بس همدا دى، انسانيت، ديانت، وفا او ریښتینولي په همده كې را ټوله شوې، بيا د خپلې اړتيا د پوره كولو لپاره درنه پيسې وغواړي، وروسته څرګنده شي، چې د نوموړي څېره دروغجنه او ته هسې پرې تېروتی وې!
لومړى كس چې د خپلې امانت دارۍ لپاره یې يو لړ قسمونه پاس په پاس كړل او دويم كس چې په دروغجنه څېره يې هر څوك تېر ايستل دواړه یو ډول دي بلكې دا دويم شخص كولاى شي بې شمېره خلك دوكه او تېر باسي، ځكه كه څوك په خبرو كې دروغ ووايي دروغ يې ژر په زبات رسيږي، خپله ژبه يې پرې شاهدي وايي او شهادت پرې قايمېداى شي، خو هغه څوك چې كارونه او چارې يې دروغجنې وي، د هغه چانس ډېر دی او ډېر خلك تېر ايستلى شي.
دروغ څه وړه خبره نده بلكې د هر شر سر او بنسټ دی، منافق دروغجن دی، ځكه په خوله يو څه او په زړه كې يې بل څه وي. كبرجن ځكه دروغجن دی، چې بې ځايه دعواوې کوي، د ځان لپاره د هغې رتبې دعوی كوي، چې نوموړی يې نيمايي ته هم نه رسيږي.
فاسق هم دروغجن دى ځكه چې بېځايه د ايمان او د الله د اطاعت دعوی كوي، چغليګر هم بېخي دروغجن دى ځكه چې په فتنه اچونه كې له الله څخه نه وېرېږي، چاپلوس هم دروغجن دى ځكه چې په ښكاره مرستندوى، خوږ او په پټه كې بيا چينچونكى او تريخ وي.
خلك په دروغو هېڅ باك نه رواړي، يو ريښتينى او صادق ملګرى به وینې، چې دخلكو د خندا او خوشالۍ لپاره څومره بېځايه خبرې جوړوي، ټوكې كوي او د هر حقيقت بڼه بدلوي.
نو د هغه صادق او ريښتيني خوله د سپېره شي، چې په دې دنيا كې نېغه او سيخه لاره نه شي موندلى، هغه دوست دې ورك شي، چې په ژمنه كې خيانت كوي، هغه ملګرى د هم خداى چاته نه ورڅېرمه كوي، چې په دوستۍ او مينه كې دروغجن وي او نه دې خداى په خيانت كوونكي او دروغجن او مستشار او مشوره كوونكي د چا سر كوي.
د هغه ناپوهه او جاهل كس له ملګرتيا څخه خو د خداى هرڅوك وساتي، چې د خلكو پټ رازونه افشا كوي.
هغه عالم خو بېخې د ژوند وړتيا او لياقت نه لري، چې د ناڅيزې ګټې له لامله حق اړولو ته اړم وي او هم د خداى هغه شيخ او پير پوپناه كړي، چې په دروغو سره د كرامت او ولايت دعوی كوي.
د هغه تجار دې هم خاورې پرسر شي، چې په سوداګرۍ كې چل ول كوي، بېځايه قسمونه خوري، هغه ژورنالست، ليكوال او خبريال دې هم خداى دې مرګ كومي ته ورټېله كړي، چې د خلكو په عقلونو سوداګري كوي، په حق سترګې پټوي، شپه او ورځ لګيا وي د خپل ځان، خداى او ټولو خلكو پر وړاندې دروغ وايي.