ملګرو ملتونو په نوم د ويښ ځوانانو پريکړه ليک Declaration

سيپتمبر د ملګرو ملتونو له خوا په ټوله نړۍ كې د سولې د نړيوالې ورځې په نوم نومول شوې، څو د نړۍ ټول وګړي په يو غږ د سولې په نوم شخړو او دښمنيو ته د پاى ټكى كېږدي. ويښ ځوانانو په همدې موخه د سولې په نړيواله ورځ د يو ستر سوله ييز لاريون تابيا كړې، چې په افغانستان كې د سولې راوستو په هيله، دوې سترې او پر ځاى غوښتنې كوي: 
  ١-   افغان وژنې ته دې د پاى ټكى كېښودل شي. ٢ -  2010  كال دې د باچا خان په نوم ونومول شي . 
  موږ د يادو شويو غوښتنو د عملي كولو لپاره په لاندې ډول د خپل سوله ييز لاريون پرېكړه ليك وړاندې كوو. 
  1- افغان وژنې ته دې د پاى ټكى كېښودل شي ·         څرنګه چې بهرني ځواکونه افغانستان ته د سولې په نامه راغلي ، موږ له دوی څخه غوښتنه کوو چې ، له ټولو هغوکړنو څخه چې په هغې کې د ملکي وګړو د وژنو او نورو زيانونو ګواښ وي ، په کلکه ډډه وکړي او د افغان ولس د اسلامي او کلتوري ارزښتونو درناوی وکړي . ·         له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه كوو چې په افغانستان كې  د هر ډول بهرنيو لاس وهنو مخنيوى وكړي او پر داسې يوه طرح كار وكړي چې له مخې يې د افغانستان د سياسي، امنيتي او اقتصادي چارو واك په رښتيني توګه افغان ولس ته وركړل شي. ·         په افغانستان كې دجګړې له ټولوښكېلو اړخونو څخه غوښتنه كوو چې د ستونزو د حل لپاره د جګړې پر ځاى د سولې لاره غوره كړي ، سمدستي دې اوربند اعلان كړي او د سولې يوې داسې جرګې ته ، چې په جنګ كې دټولو ښكېلو اړخونو استازيتوب وكړاى شي، د روغې جوړې واک ورکړي. ·         له افغان ولس څخه زموږ هيله داده ،چې د سولې لپاره يو بل ته لاسونه وركړي او جګړې، جګړه مارانو او بهرنيو لاس وهنو ته په يوه غږ  نه ووايي .  
  2- 2010 كال دې د باچا خان په نوم ونومول شي افغانان په دوديزډول سوله غوښتونکي خلک دي،خو له بده مرغه دادرې لسيزې په بېلابېلو نومونو جګړه پرې تپل شوې ده . موږ د خپل هېواد په  تاريخ كې د فخر افغان خان عبدالغفار خان (باچاحان)په څېرداسې سترې سوله ييزې نړيوالې څېرې لرو چې ټول ژوند يې د سولې  لپاره مبارزه كړې ده. باچاخان د تېرې سليزې په لومړيو كې د ټول انسانيت لپاره د عدم تشدد تر شعار لاندې د خدايي خدمتګارانو په نوم د افغان ولس يو ستر بې وسلې پوځ جوړ كړى و، چې هرې ستونزې ته يې د جنګ پر ځاى د سولې له لارې حل پيدا كاوه. نړيوال د همدې مبارزې له امله باچا خان د يو ستر سوله پال افغان په نوم پېژني. نو د دې لپاره چې د افغانانو په اړه اوسنی غلط تصويراصلاح شي او همداراز دپاچا خان د سولې پيغام يوځل بيا دنړيوالواو ټول افغان ولس غوږو ته ورسول شي  ،موږ : 
  - له ملګر وملتونوڅخه غواړو،چې زموږ (( 2010 كال دې دباچا خان په نوم ونومول شي.)) غوښتنې ته د هو ځواب ووايي او د عدم تشدد د فلسفې د ژوندي كولو په موخه بېلا بېل اكاډميك مركزونه جوړ كړي. 
  - دا چې فخر افغان باچا خان ټول عمر د افغان ولس د سولې لپاره مبارزه كړې نو له افغان دولت او په ځانګړې توګه پوهنې وزارت څخه غوښتنه كوو چې دده پېژندنې ته دې په تعليمي نصاب كې ځاى وركړل شي. 
  -  همداراز له افغان دولت څخه غوښتنه كوو چې د باچا خان په نوم دې په هېواد كې يو پوهتنون جوړ كړاى شي. 
  - له اطلاعات و فرهنګ او په ځانګړې توګه د ملي راديو تلويزون له مسولينو څخه غوښتنه كوو چې د باچا خان د لا پېژندنې په موخه دې بېلا بېلې خپرونې پيل كړي. 
  - له  افغان دولت، مشرانو جرګې او ولسي جرګې څخه غوښتنه كوو چې د باچا خان په نوم د 2010 كال په نومولو كې دې، زموږ هر اړخيزه ملتيا وكړي.   
 
 
   
  ٢١ سپتمبر از طرف ملل متحد به نام روز جهانى صلح در تمام جهان مثمى گرديده است ، تا اينکه تمام مردم جهان با يک صدا به نام صلح به درگيرها و دشمنى ها پايان ببخشند . ويښ ځوانان در نظر دارند تا به همين هدف در روز بين المللى صلح يک راه پيمايى مسالمت آميز به راه بياندازند ، که آنها به آرزوى آوردن صلح در افغانستان خواسته هاى به جا و بزرگ دارند :  
  ١- به افغان کشى پايان داده شود ٢- سال ٢٠١٠ به نام با چا خان مثمى گردد .  
  ما براى عملى شدن خواسته هاى فوق قرار ذيل قطع نامه راه پيمايى مسالمت آميز خود را اعلام ميداريم .  
  ١- به افغان کشى پايان داده شود . ·         از آنجائيکه نيروهاى خارجى به نام تحکيم صلح به افغانستان آمده اند ، ما از آنها ميخواهيم تا از تمام اعماليکه در آن افغانها به مرگ و يا خسارات ديگر تهديد شوند ، شديداً اجتناب نمايند و به ارزشهاى اسلامى و فرهنگى مردم افغان احترام نمايند . ·         از ملل متحد ميخواهيم تا جلو هر نوع مداخلات خارجى در افغانستان را بگيرد و بالاى طرحى کار کند که به اساس آن تمام اختيارات سياسى ، امنيتى و اقتصادى به مردم افغانستان سپرده شود . ·         از تمام جوانب درگيرى در افغانستان خواهش ميکنيم تا براى حل مشکلات عوض جنگ راه صلح را اختيار نموده ، آتش بس اعلان نمايند و اختيار مذاکرات را به يک جرگه ايکه از تمام جوانب درگير نماينده گى نموده بتواند ، بدهند .  ·         توقع ما از ملت افغان اينست تا به هدف تحکيم صلح با همديگر دست داده و براى جنگ ، جنگجويان و مداخلات خارجى با يک صدا نه بگويند .  
  ٢- سال ٢٠١٠ ميلادى به نام باچاخان مثمى گردد. افغانها مردم صلح خواه اند ، اما بدبختانه سه دهه جنگ به نامهاى مختلف بالاى آنها تحميل گرديده است . ما در تاريخ کشور خود چهره هاى جهانى بزرگ صلح دوست مانند فخر افغان خان عبدالغفار خان ( باچاخان ) را داريم ، که تمام در تمام زنده گى براى صلح مبارزه نموده است . باچان در اوايل قرن گذشته براى تمام بشريت تحت شعار عدم تشدد يک ارتش غير مسلح بزرگ مردم افغان به نام خدمتگاران خدايى ايجاد نموده بود ، که براى هر مشکل به عوض جنگ از طريق صلح راه حل پيدا ميکرد . مردم جهان به علت همين مبارزه باچاخان را به حيث يک افغان صلح دوست ميشناسند . براى اينکه تصوير غلط در مورد افغانها اصلاح گردد و همچنان پيام صلح باچاخان يک بار ديگر به گوشهاى جهانيان و مردم افغانستان رسانده شود، ما : از ملل متحد ميخواهيم خواسته ( سال ٢٠١٠ ميلادى به نام باچان مثمى گردد. ) ما را بپذيرد و به هدف زنده ساختن فلسفه عدم تشدد مراکز مختلف اکادميک ايجاد نمايند .  
  اينکه فخر افغان باچا خان در تمام زنده گى خود براى صلح مردم افغان مبارزه نموده است از مردم افغان مخصوصاً او وزارت معارف ميخواهيم تا براى شناخت وى در نصاب تعليمى جا داده شود .  
  همچنان از دولت افغان ميخواهيم تا در کشوربه نام باچاخان  يک پوهنتون تاسيس نمايد .  
  از مسؤولين وزارت اطلاعات و فرهنگ مخصوصاً از مسؤولين راديو تلويزيون ملى ميخواهيم تا براى شناخت هر چه بهتر باچاخان برنامه هاى مختلف را به دست نشر بسپارد .   
  از دولت افغان ، مشرانو جرگه او ولسى جرگه ميخواهيم تا در مثمى نمودن سال ٢٠١٠ به نام باچاخان ، از ما حمايت همه جانبه نمايد .  
 
 
 
   
  The UN has marked the September 21st as the International Day of Peace, to bring an endpoint to violence and enmity. Awakened Youth Association plans to arrange a grand peaceful rally on 21st September, 2008. We have two key demands for brining peace to the war wrecked country of Afghanistan. 1.      Afghanicide must be stopped. 2.      The year 2010 must be named the year of Bacha Khan. We present a statement for implementation of our key demands as below: 1.      Afghanicide must be stopped. ·         The foreign soldiers that have come to our country for bringing peace to the war wrecked country, we demand from them not to repeat any activity that will cause killing and harming of civilians, and to respect Islamic and national values of Afghan civilians. ·         We demand from UN to stop any foreign interference in our country, and we want UN to make a plan in which charge of political, economical and security should be honestly transferred to Afghans.  
  ·         We urge all involved in the Afghan conflict to choose a peaceful resolution instead of fighting. They must impose curfew and hold a special Jirga in which all concerned parties can participate in and can present their suggestions. ·         Our suggestion from Afghan nation is to get united and say no to fighting, warlordism and to foreign interference.  
  2.      The year 2010 must be named the year of Bacha Khan.  
  Afghan are traditionally peace loving people but unfortunately since last three decades war has been imposed on them. We in our country have personalities like Khan Abdul Ghaffar Khan, Bacha Khan, who spent his whole life for promotion of peace, fraternity and good will for the whole humanity. Bacha Khan at the advent of the first decade had prepared an unarmed peace force of Khudai Khidmatgars on the philosophy of non-violence. This force strived to solve every conflict through peaceful means and that is why the world today knows Bacha Khan as a great peace personality. So in order to wash away the present wrong concept about Afghans and to bring the peace message of Bacha Khan once again to the ears of Afghans: - We want UN to open academic centers to promote the philosophy of non-violence. - We demand the education ministry to include the teachings of Bacha Khan in the text books and similarly demand the Afghan government to open a university in the country with the name of Bacha Khan. - We demand the information and culture ministry to broadcast special programs on the life and struggle of Bacha Khan - We demand Afghan government, Parliament and Masharano Jirga to support us is our demand of declaring 2010 as the year of Bacha Khan. د روان كال په تېره مياشت ( د زمري په ۳۰ مه) ويښ ځوانانو په يوه خبري ناسته كې پر ۲۱ سيپتمبر د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو او په ځينو بهرنيو هېوادونو كې د سولييز لاريون د ترسره كولو خبر وركړ. ويښ ځوانانو له ټولو افغان ځوانانو وغوښتل چې په دغه سولييز لاريون كې ورسره ملتيا وكړي.  ۲۱ سيپتمبر په ۲۰۰۱ كال د ملګرو ملتونو له خوا په ټوله نړۍ كې د سولې د نړيوالې ورځې په نوم نومول شوې ده. دغه ورځ د اوربند او عدم تشدد د رعايت لپاره ځانګړې شوې، چې د نړۍ ټول وګړي په يو غږ د سولې په نوم مخاليفتونو او دښمنيو ته د پاى ټكى كېږدي. نو همدا ده چې په ټوله نړۍ كې ۲۱ سيپتمبر د سولې د نړيوالې ورځې په نوم د سولې راوستو په هيله په بېلا بېلو ډولونو نمانځل كېږي.  له تېرو څو لسيزو را په دې خوا افغانستان په بېلا بېلو ډولونو د جنګ په لومه كې ګېر دى او د همدې جګړې له امله د نړۍ د پرمختګ له كاروان څخه بلا وروسته پاتې او سربېره پر دى د همدې جنګونو لامل دى چې نړيوالو ته د افغانانو انځور غلط وړاندې شوى او دوى يې د ترهګر او جګړه پالو په نوم پېژندلي دي. دا چې په دغه جګړه كې د افغانانو ملامتي څومره ده او څومره د نورو له خوا په كې ښكېل شوي دي، دا يو بېل بحث دى خو دومره ويل اړين بولم چې د دغې جګړې له امله نړيوالو افغانان په يو داسې نامه پېژندلي چې د دوى له اصلي څيرې سره سمون نه خوري، نو لومړى بايد د همدې ستونزې د حل لپاره كار وشي، د افغانانو اصلي څيره نړيوالو ته وښودل شي. له دې سره به د نړۍ د جګړه پالو او جګړه ځپلو ملتونو توپير وشي. نو ويښ ځوانانو په همدې موخه د سولې پر نړيواله ورځ د يو ستر سولييز لاريون تابيا كړې ده او په دغه لاريون كې به په لوى افغانستان كې د سولې راوستو په هيله  د دوه سترو او پر ځاى غوښتنو يادونه كوي. لومړۍ غوښتنه
افغان وژنې ته دې د پاى ټكى كېښودل شي: كه په افغانستان كې روان جنګ له پيله تر دې دمه وڅېړو نو دې نتيجې ته به ورسېږو چې په دغه جګړه كې افغانانو څوك نه دي وژلي بلكې په بېلا بېلو لارو پخپله دوى وژل شوي دي. افغانانو بار بار له جنګ څخه د خلاصون هوډ كړى خو دا چې د پرونۍ جګړو له امله په علمي، اقتصادي او ... پلوه وروسته پاتې نو نن هم په جګړه كې ښكېل پاتې دي او همدا ده چې هماغه پرونۍ افغان وژنه نن هم روانه ده. خو بيا هم د تېرو كلونو په پرتله د ننۍ جګړې تر څنګ دافغانانو او په ځانګړې توګه د افغان ځوانانو علمي كچه يو څه ښه شوې ده او د دې تر څنګ نړيوال هم دې خاورې ته د سولې راوستو په نوم راغلي دي. له همدې وخت څخه د ګټې اخيستنې په موخه ويښ ځوانانو اړينه بللې چې د سولې پر نړيواله ورځ خپله لومړۍ غوښتنه ((افغان وژنې ته دې د پاى ټكى كېښودل شوي)) وړاندې كړي. دويمه غوښتنه
۲۰۱۰ كال دې د باچا خان په نوم ونومول شي: مخكې مو يادونه وكړه چې نړيوالو ته د افغانانو غلط تصوير وړاندې شوى دى، د نړۍ ډېرى اوسېدونكي افغانان د جګړه پالو په نوم پېژني، خو افغانان جګړه پال نه بلكې جګړه ځپلي دي، دوى جنګ نه بلكې سوله غوښتونكي او سوله خوښونكي خلك دي. موږ د خپل لوى افغانستان په تېر تاريخ كې داسې سترې سولييزې نړيوالې څېرې لرو چې ټول ژوند يې د سولې راوستو لپاره مبارزه كړې ده. همداسې سترو شخصيتونو ټول افغان ولس سولې ته رابللى. ولس يې هم ښه په ميړانه ملاتړ كړى او ځانونه يې نړۍ ته سوله پال ورپېژندلي دي، نو بايد د اوسني غلط تصوير د ړنګولو لپاره همداسې بېلګې نړيوالو ته وړاندې كړو. د لوى افغانستان د سوله پال ولس سوله راوستونكي مشران ور ورپېژنو، چې د همدو له كتاره يو ستر مشر فخر افغان خان عبدالغفار خان (باچاحان) دى. باچاخان د تېرې سليزې په لومړيو كې د ټول انسانيت لپاره د افغان ولس يو ستر پوځ د عدم تشدد د شعار لاندې د خدايي خدمتګارانو په نوم جوړ كړى و. دغه پوځ چې شمېر يې نږدې يو لك ته رسېد، د عدم تشدد پالونكي و او هرې ستونزې ته يې د جنګ پر ځاى د سولې له لارې حل پيدا كوه. د دوى شعار و: ((هر افغان د بل افغان ورور دى او د افغان كار، د انسانيت خدمت كول دي.)) خدايي خدمتګارانو له دومره لوى شمېر سره بيا هم هېڅ ډول وسله نه درلوده او د انسانيت خدمت يې په دې موخه د ځان او سر ښندنې له لارې تر سره كوه چې افغان ولس سوله پال او سوله خوښونكى ولس دى. باچا خان د همدې مبارزې په اوږدو كې د خپل عمر پوره ۳۶ كاله د بېلا بېلو ځورونو تر  څنګ په بند كې تېر كړل، خو بيا هم د خپل افغان ولس د خدايي خدمتګارانو په مرسته او ډاډګيرنه له خپل هوډ څخه وانه وښت او تر مرګه يې د افغان ولس سوله پالنې ته دوام وركړ.  نلسن منډيلا، مارټن لوتركنګ، ګاندي او باچاخان د تېرې پېړۍ د عدم تشدد مخكښان دي، خو د پاچا خان مبارزه په دې ټولو ځكه ارزښتناكه ده چې د د نړۍ هغه قام چې د هرې ستونزې حل يې د زور او ځواك په كارولو كې ليده، عدم تشدد، سولې او خدايي خدمت ته راوبلل.  نوموړي د همدې سوله پال ولس د روڼ راتلونكي په خاطرد ژوند په ورستيو شېبو كې وصيت وكړ چې له مرګه وروسته په خپل اصلي ټاټوبي افغانستان كې خاورو ته وسپارل شي او همداسې وشول. نو دهمدې دليلونو پر بنسټ د لوى افغانستان ويښ ځوانانو د سولې پر نړيواله ورځ د خپل سولييز لاريون لپاره دويمه غوښتنه ((۲۰۱۰ كال دې د باچاخان په نوم ونومول شي)) ټاكلې ده. په ۲۱ سيپتمبر د ويښ ځوانانو ملتيا وكړئ: ويښ ځوانان همدغو سپېڅلو موخو ته د رسېدو په خاطر د هېواد هر ځوان ته اړتيا لري چې په ۲۱ سيپتمبر د سولې ستر لاريون كې ورسره برخه واخلي، تر څو وكړاى شوو د هېواد روڼ راتلونكي لپاره مو نړيوالو ته د افغانانو داسې تصوير ښودلى وي چې پرمختګ ته مو لاره هواره شي.  ويښ ځوانانو د همداسې ځوانانو د راغونډولو او روزلو تكل كړى، چې د لر و بر افغانانو د سوله ييز راتلونكي لپاره به كار كوي. د ويښ ځوانانو ټولنه د ۲۰۰۷ په سيپتمبر كې د افغانستان عدليې وزارت سره ثبت او د افغاني ځوانانو د ويښتيا په موخه يې ټولنيزې هڅې پيل كړې. ويښ ځوانان په دې باور دي چې د لر و بر ستونزې سره شريكې دي، نو پرې دې بنسټ چې افغان هر چېرته وي دوى يې له ټولو اسلامي او بشري حقونو څخه ننګه كوي. همدارنګه د افغان زورونې، افغان وژنې او افغان بېلونې پر وړاندې مبارزه او سرښندنه خپله دنده بولي. دوى افغانيت خپل وياړ، افغانستان خپل وجود او اسلام خپل روح ګڼي.
نو ښكاره ده چې د لوى افغانستان هر افغان دغه هيلې لري نو بايد د پوره كولو لپاره يې د ويښ ځوانانو سره ملګرتيا وكړو او يواځې يې پرې نږدو. نو كه همداسې د يو وجود د غړو په څېر په يو اواز له ملګرو ملتونو څخه د ((افغان وژنې ته دې د پاى ټكى كېښودل شي)) او ((۲۰۱۰ كال دې د باچاخان په نوم ونومول شي)) غوښتنې وكړو نو تاثير به يې زيات وي او ملګري ملتونه به مجبور شي چې په دغو غوښتنو غور وكړي. كه ملګري ملتونه دغو غوښتنو ته د هو ځواب وركړي او ۲۰۱۰ كال د باچاخان په نوم ونومول شي نو په نړۍ كې به د عدم تشدد فلسفه يو ځل بيا را ژوندۍ شي. د افغانانو د سم انځور جوړونې بېلا بېلې هڅې به وشي، افغانان به د سولې په لور يو ستر ګام واخلي او له دې سره به په ټوله نړۍ كې د سولې راوستو يو نوى غورځنګ پيل شي.  ويښ ځوانانو سره په نړيوال سولييز لاريون كې په لاندې پتو برخه واخلى:       -  كابل : info@zwanan.net
            اجمل جبارخېل
            ٠٧٧٧٦٥٤٣٢١       اسرار كريمزى
            ٠٧٠٠٦٤٣٦٤٨
            حبيب توتاخېل
            ٠٧٧٣١٣٩٠٧٩        - پكتيا:
      يارباز
  ٠٧٧٢٨٤٩٩٧٣       - خوست: 
  لعل الدين اريوبي
            ٠٧٩٩٥٦٥٤٣١
            حبيب پښتون
            ٠٧٠٨٢٤٣٤٣٥       - كونړ:
            محمد عارف
            ٠٧٠٠٦٤٢١٢٩       - ننگرهار:
            شريف الله ناصري
            ٠٧٠٠٢٦٨٧٣٩
            عظمت غرنى
            ٠٧٧٧٨٦٨١٦٩       - غزني:
            اشرف غيرت
            ٠٧٧٦٤٢٠٥٩٤       - كندهار:
            غوث الدين فروتن
            ٠٧٠٠٣٠٣٠٥٤       - بلخ:
            ذبيح الله احساس
            ٠٧٩٩٨٣٣٣٣٨             مجيب الرحمن لحاظ
            ۰۷۰۰۵۴۸۷۹۴       - كندوز:
            عزت الله پامير
            ٠٧٩٩٣٩٥٨٥١             گل رحيم نيازمن
            ٠٧۹۹۲۰۶۶۹۶       - وردگ :
            امان الله ايمان:
            ٠٧٧٨٨٧٧٧٣٥       - مردان – پښتونخوا:
            ياسر ترمذي
            ٠٠٩٢٣٣٣٩٨٥١٥٨٣
            yasir_termezi@hotmail.com       - دير – پښتونخوا:
            شفيق الله شاداب
            ٠٠٩٢٣٠١٢٢٢٩٩٢٢       - هالند:
            عبدالله احسان
            ٠٠٣١٦٢٢٣٠٣٦١١
            abdullah.ehsan@gmail.com     عبدالولي برهاني :
            ٠٠٤٩١٧٣٢۷۵۸۸۶۱
            wali.burhani@gmail.com       - انگلستان:
            بازمحمد ابازى
            ٠٠٤٤٧٥٢٥٨٢٠٨٠٦
            sohaill101@yahoo.com             نصير احمد
            ٠٠٤٤١٥٠٩٢٢٧٠٨٣
            engr_nasirahmad@yahoo.com       - كاناډا:
            جهانزېب خان
            ٠٠١٩٠٥٢٩٦٤٦١٢
            pashtuninstitute@yahoo.com       - نيو يارك – امريكا:
            احسان نورزى
            ٠٠١٢٠٢٧٥٨٥٠٧١
            ehsannoorzai@yahoo.com       - تركيه :
            محمد عمر غزنوي
            ٠٠٩٠٥٠٥٨٢٣٤٥٤١
            mh_omar2003@yahoo.com