
ما ويل کله چې زما ورځ راشي نو اسمانونه به زما وي ستوري به زما وي سپوږمۍ به زما وي نو دواړه به چيرته لرې د مينې د وزرونو سره اسمانونو ته والوځو او دارمان ستورو سره به ولوبيږو او بيا به د سپوږمۍ له ګريوانه د خوښيو او نيکمرغيو مرغلرې غلا کړو او هغه به د لمر په وړانګو وپييو او بيا به د ستورو په ښاخونو کې ځانته زانګو واچوو او دمينې او صفا په غيږ کې به وزنګيږو خو افسوس ! نن چې زما ورځ ده اسمانونه زما دي ستوري زما دي سپوږمۍ زما ده ته زما نه يې !!!