ماڼۍ او جونګړه


كه څوك له يو چا سره د كوم نعمت له لامله كينه وكړي،  نو زه به د ماڼۍ د خاوند پرځاى د جونګړې له خاوند سره حسد وكړم. كه چېرې د ژوند لوړې ژورې نه واى، نو مسكينانو او بې وزلانو به هېڅكله د شتمنو او مالدارانو پر وړاندې سر نه وو كښته كړى او نه به شتمنو ته ددې فرصت په لاس ورغلى واى، چې په بېوزلانو خپلې مېچنې تاو كړي.
زه هېڅكله د شتمنۍ هيله نه كوم، چې كاشكي د پلاني په څېر شتمن واى! خو کله چې یو شتمن ووینم، چې يو وږي ته یو ګوله ډوډوۍ وركوي، د بې وزله او غريب ستونزه حل كوي، د يتيم پر سر د مهربانۍ لاس را كاږي او د هغې كونډې اوښكه وچه كړي، چې نصيب يې خاوند ورنه اخيستی، د ستونزو په كنده كې لوېدلي انسان ته لاس ور اوږدوي، د غمژن او ويرجن اوښكو ته د مهربانۍ لمن خوروي او خپله بې احسانه مرسته ورسره کوي... بيا نو د زړه له كومې دا هيله كوم، چې كاشكې دا زه واى او يا هم دېته ورته شتمن واى.
له دېنه پرته كله هم د شتمنۍ هيله نه كوم بلكې بده يې ګڼم. داسې شتمن خو مې د خداى بېخي نه كړي، چې د مسكینانو د لاسختۍ په هيله په كمين كې وي، چې لاتنګي پرې راشي او د نوموړي په رګو كې ځان غوښتنه د شيطان په څېر وځغلي، د خپلو پيسو په وسيله يې نور هم وزبېښي او دهغه د هيلو ټولې دروازې پرې بندې كړي. 
داسې شتمن دې هم ورك شي، چې انساني كمال ورته يوازې مال اوشتمني ښكاري، نور نو د شرافت او عزت په كيسه كې نه وي او نه هم د ناروا و او بدګڼو څه پروا لري.
يوازې ځان ويني، كش پوزه يې نيولي وي ځان ته دومره خنتمه وي، چې ته به وايې ټول كاينات نوموړي ته لاس په نامه ولاړ دي او پرټولو وګړو يې هيبت پروت دى!
پر هغه شمتن مې ډېر زړه سوځيږي، چې نور خو پرېږده پرخپل ځان او ماشومانو هم بخل کوي او ټول خپل خپلوان او دوستان ورنه كركه کوی.
خو:
مسكين که پوهه شي په ژوند كې ترټولو نېكمرغه كس دى، روح یې آرامه او د ژوند پېټی يې سپك دی، خو كه – خداى مكړه- جاهل او ناپوه وي سوكالي او هوساينه په مال او دولت كې وينې، شتمن تر ځان لوړ، محترم او ښاغلى بولي، ځان محروم، بدمرغه او له رحمت نه لرې ورته ښكاري، هغه به تل زړه ماتى وي، په زړه كې به يې غمونو او په ذهن كې به يې چورتونو ځالې جوړې کړې وي، بېله پريشانۍ نورهېڅ نه شي كولاى.
خوكه مسكين دغني عقل او هوښيارۍ خاوند وي، په دې خامخا ښه پوهېږي، چې ډېرشتمن دا هيله كوي، چې مسكين دې وای، خو چې خوشاله وای او روح یې آرامه وای او د مسكين په كور كې د چراغ هغه تته او لږه رڼا له خپلو رڼو ګروپونو څخه څو ځله غوره بولي. د مسكين زړه او وړوكې بستره تر خپل ښكلي كټ او پستې بسترې څخه څو برابره غوره ګڼي.
د ډېرو بيا عقل تر ګېډه شوى دى او دومره بېکاره خلك دي، چې شتمن يوازې د هغوى د مال او شتمنۍ لپاره محترم او ښاغلي بولي او د هغوى په مخكې كښته او پورته كېږي، اګر كه هغوى ورته هېڅ هم ور نه كړي.
 د شتمنو مال او شتمني دوى ته دومره هوساينه او سوكالي نه ده وربښلې، څومره یې چې په اندېښنو کې اچولي، دوی تل له خپل مال او شتمنۍ سره سرګردانه، ستړي او نا آرامه وي. كه نور څه نه وي د خپل مال په اړه خو خامخا اندېښنو او چورتونو اخېستې وي او كه چېرې دا ځېنې چاپلوس طبيعته مسكينان نه وای او ددوى پر وړاندې يې د احتراماتو مراتب نه وړاندې كولای، نو ژوند به يې لا ډېر تريخ او وحشتناك وای او دا احساس به یې کاوه، چې مال او شتمني يې د هوسایۍ او سوكالۍ وسيله نه بلكې هغه رسۍ ده، چې ددوی لاس اوپښې پرې تړل شوي، هغه رسۍ ده چې غاړه يې پرې زندۍ شوېده.  په دې به ښه باوري واى، چې د انسان ارزښت د مال په ټولولو كې نه بلكې د ښو او غوره كارونو به ترسره كولو كې دى.
په ټولنيزه توګه لازمه ده، چې د خلكو درناوی د شرافت او وقار پر اساس وي او په دې پوه شي، چې شرافت او وقار په مسكين او شتمن دواړو كې شته او نېكمرغي په جونګړه او ماڼۍ دواړو كې وي، خو چې څوک پرې پوهه شي!