
هغه مراسم چې دخوست شيخ زايد پوهنتون دغونډو په خونه کې جوړشوي وو، دخوست پرمرستيال والي طاهرخان صبري سربيره دشيخ زايدپوهنتون ريس دوکتورګل حسن وليزي د بيلا يبلو ادارو مشرانو دکلتوري اومدني ټولنواستازودخوست شيخ زايدپوهنتون استادانواومحصلينوګډون کړي و
په سرکې دپاک قران دڅومبارکواياتونوترتلاوت وروسته مراسم دملي سرودپه غږولوسره رسماٌ پيل شول وروسته دخوست شيخ زايدپوهنتون ريس دوکتورګل حسن وليزي ويناوکړه دارواښاد استادحکيم تڼـيوال دژونداوچاروپه هکله يې ګډنوالوته مفصل مالومات وړاندي کړل اوويې ويل چې استادهغه څوک و،چې تل يې دخپلوخلکودخدمت اودهيوادابادۍ لپاره نه ستړيکيدونکي هلې ځلې کړي اودبې وزلوخلکو سره يې دهر رازستونزو په هواري کې لاسنيوی کړی، دی دسترې حوصلې څښتن و اوهر کار به يې دفکر اوشعور پر بنياد ترسره کاوه هيڅ وخت يې داحساساتو په مټ فيصلې نه دي کړی .دده کارنامې به دتل لپاره دتاريخ په ځليدونکي پاڼه راتلونکي نسل ته پاتې وي.
اوبيا مرستيال والي طاهرخان صبري ويناوکړه ده وويل چې دخوشالۍ ځاي دی چې خوستيان اودخوست شيخ زايدپوهنتون استادان اومحصلين ددغه سترعلمي شخصيت ددوهم تلين لمانځنه کوو ده زياتوله چې استادحکيم تڼيوال هغه تن وچې خوست ته يې دافغان پوهنتون په را انتقال کې زياتي منډې ترړې کړي همداشان ارواښاد استادحکيم تڼيوال هغه شخص و چې په خوست کې ددولتي حاکميت ريښې يې ټينګې کړي او خوست يې دخپلسرو وسلوالو او دانارشۍ څخه وژغورو او دخوستيانو لپاره يې دامن فضا رامينځ ته کړه دقومونواوخلکوترمينځ يي دورورلۍ رسۍ ټينګه کړه .ورپسې د خوست شيخ زايدپوهنتون دطب پوهنځی استاددوکتورمحمدعثمان دسوداګرۍ داطاقونوريس نواب اميرزي ،دشيخ زايدپوهنتون داستادانوپه استازيتوب پوهنمل استادشرافت ،دخوست علمي اوفرهنګي مرکزيامډيوټيک مشرزاهدشاه انګار،دشيخ زايدپوهنتون دمحصلينوپه نماينده ګۍ نصيراحمدروښان اودشهيداستادحکيم تڼيوال کورنۍ غړوپه نماينده ګۍ ډاکترګل ولي دحقوقواوشرعياتوپوهنځي ريس استادصافي اونوروخبري وکړي دوي ټولوداستادحکيم تڼيوال په هکله خپلي ترتيب کړي مقالي اوشعرونه ولوستل اودخپلو مقالو او وينا په لړ کې يې غوښتنه وکړه چې دده په نوم دې دخوست په شيخ زايدپوهتنون کې يوعلمي اواکاډيميک مرکزجوړاودده تلين د هر وخت وړاندې ديوه پراخ پروګرام له لارې په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شي .
ديادولو ده چې ارواښاد استاد حکيم تڼيوال دژوند په اوږدوکې په يو شمير نورو دندواوکړيو خدمتونو سربيره دجهاد په دوران کې په پيښورکي دافغانستان دټولوپوهنتونونو داتحاديي مشر او دافغانستان دازادو ليکوالو ټولنې ريس ،په کابل پوهنتون کې داستاد،دخوست والي، دمعدن او صنايعو او کار ټولنيزو چارو وزيراو دژوند په وروستيو شپو اوورځوکې دپکتيادوالي په صفت دندې ترسره کړي .