
ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې په تخار کې د بندي مظلومو پښتنو کډوالو د پاره (چې د سيمه ييزو جنګسالارانو له خوا نه پرېښودل کېږي چې خپلو سيمو ته ستانه شي) ويب پاڼه جوړه شوه. د برېښنا پاڼې پته دا ده: http://www.pashtana.net موږ ټولو هېوادوالو او برېښنا پاڼو څخه غوښتنه کوو چې د تخار په خواجه بهاوالدين کې د هېوادوالو مرستو ته راودانګي. د دې برېښنا پاڼې پته خپره کړي او موږ سره د هېوادوالو او نړيوالو ارګانونو په خبرولو او هېوادوالو ته په انصاف ورکولو کې مرسته وکړي. موږ سره په افغانستان کې په دې شمېره تماس ونیسۍ: 0093772240137 زموږ د برېښنا ليک پته دا ده:pashtana.net@gmail.com