بس ده لعلپورواله مينه مه كـــــــــــــوه
نور د خدای د پاره مينه مه كـــــــــــــوه
اوس كه يم غريب نو ياره څه وكـــــــــم
خير خو د مالدارو مينه مه كــــــــــــوه
زه چې ليـــــــونی شــومه يار څه وكــــــړل
بيا خو د بيــكارو مينه مه كـــــــــــــــوه
نن چې وي مــا او سبــــــا تا ســــــــــــره
پريږده بازاريانــــــــــومينه مــه كــــــــــــوه
سم شه اي بهيره پرې ور پيښ به شې
نــــور د ظــالمانــو مينــــه مــه كـــــــــــوه
وروستي