دا ځواني مې صــــــدقه شه ،خو پياله مې تشه مه شه د زړګي لپه چپه شـــــــه ،خو پياله مې تـــــشه مــــه شه ښـــــــه پوهيږم چې مې وژني دا بربنډې د تاک پيغلې عمره !يو څاڅکی نشه شه ،خو پياله مې تشه مه شه څو يې څـــــــښم نه تماميږي راته څه د زهـرو سين شو دا دژوند وچه چيــــــــنه شه ،خو پياله مې تشه مه شه داد دوه کاڼو دنيا چې دومـــــــره ګرانه پر موږ پلوري لکه دود پر اور خــــوره شه ،خو پياله مې تشه مه شه نه په بر د عــــــــمر خوښ يم ،نه په ګز د ژوند خوشالـه ټول د لوڅو پښو ناره شه ،خو پيالــــه مې تشه مه شه
وروستي