ارزو

کشکی چې نه وای زما او ستا تر منځ دا لوی لوی غرونه کشکې چې نه مو وای سیندونه او ښارونه تر منځ یا مې وزر درلودای او یا مې روح در استولی وای د خېال پر اوږو یوې خبرې لره یوه پیغام دپاره درسره مینه لرم هیر مې نه کې دلته مې زړه ستا د خیالونو سره هلته می روح ستا د خوبونو سره ملګری کړی وای خو ته په خپله د بی پروا ښکلې ماشومې په څیر له هرڅه هر څه بې خبره غوندې زما د ارزو پر چمن ګرځېدﻻی ﻻندې کوﻻی دې نازکې غوټۍ او هیر وﻻی دې زخمي ګلونه