دپښتانه فرهنگيانوستره بی غوري دسترسياه سنگ په مقابل کې

دروهي ويب پاڼې له ارشيف څخه : ښاغلی سياه سنګ دارواښاد ننګيال دپنځوسمې کليزې په غونډه کې کابل ناتهه، دمحترم ايشورداس په مشری، هغه فرهنگی او اجتماعی ويب پاڼه ده چی په خپل لږ وعمر کې ئې ستر سترفرهنگی کارونه ترسره کړي دي . دبېلګې په توګه د انترنټ له لیاري ، دمرحوم علامه حبیبی او دمرحوم پژواک درناوی، اوپه ژوندیوکې دمحترم داکتر اکرم عثمان ، محترم محمدآصف آهنگ او اوس دستي د محترم ډاکترسیاه سنگ درناوی ترسره شوئ دی، چی له دی بابته موږ محترم ایشورداس ته کور ودانۍ وایو. د کابل ناتهه اوسنۍ درناوی (ویژه نامه) د ډاکتر سیاه سنگ، فرهنگی خدمتونو ته ځانګړه شوئ دی . په دې فرهنگی درناوي کې ګڼ شمیر مقالې ، مصاحبې او پیغامونه چی ټولې تر۶۵ هم زیاتي دي، شاملي دي . منصفانه باید ووایو چی: دا ټولې مقالې اوپیغامونه په ډېره لوړه سطحه کی دبرجسته او نامتولیکوالو لخواڅخه لېکل سوې دي .هرلیکوال د داکټر سیاه سنگ پرمختلفو اړخونو، لکه د ده پرشعری سبک،داستانی خصوصیات، تخلیقی یا تحقیقی اړخونه، یا لرغون پېژندنې ،ترجمې او نوروداسی آثارو باندی ډېرې په زړه پوري لیکنې کړې دي . په رښتیا هم ډاکټر سیاه سنگ په دې ارزي چی د ده څخه په ژوند کی درناوی وشي . ځکه نوموړئ هغه لوی انسان دی چی د ده سره نژادی، قومی ، مذهبی، سمتی او ژبنۍ تعصب نشته ،او ټول انسانان ورته د وروڼو په شان اېسی ،همدا دليل دی چې ډاکتر سياسنگ تر هرڅه دمخه ،د خپل هم ژبو مخی ته دريږی او هغه ليکنی چی دهغه څخه نفاق او دښمنی پورته کیږی په کلکه غندي . دمثال په توګه ، کله چی (عزیزپورپنجشیری)دخپل کتاب (پژوهشی در گسترهء زبان و نقدی بر عوامل نا به سامانی آن در افغانستان) په ترڅ کې پر پښتوژبه باندی تاخت وتاز کوی او نه غواړی چی پښتو کلمات او اصطلاحات لکه :پوهنتون، پوهنځی، ښونځی او داسی نور، پس له دی په افغانستان کی استعمال شی،زموږ پښتانه لیکوالان او حتی دپښتوژبې یوازنی ژب پوه (داکټر زیار) ځانونه ناخبره او چپ ونیول،خو دوه ستر تاجیکان: یو داکټرسیاه سنگ او بل ئی انجنیر خلیل الله معروفی وو چی په ډېر مېړانه او قوی منطق سره دهغه مخی ته ودرېدل او پاخه ځوابونه ئی ورته و لیکل . داکټر سیاه سنگ دخپل دیوه منصفانه نقد په ترڅ کی«گناه پوهنتون و بيگناهی دانشگاه!» تر عنوان لاندی داسی ولیکل:"آقای عزيزپور! آیا گاهی اندیشیده اید که در هفتاد سال زندگی پوهنتون کابل، "زبان و ادبيات" در پوهنتون کابل در بيشتر از٩٩% حالات هميشه يک معنا داشت: زبان و ادبيات فارسی؟... هزاران دانش آموز [پشتو زبان] پوهنتون کابل، هفتاد سال آزگار، آموزش هرچه زودتر فارسی را با جان و دل پذيرفته اند، و شما حتا نام "پوهنتون" را نميپذيريد! گناهش چيست؟ روشن است: "پشتو" بودن! در چشم عزيزپور گناه واژهء "پوهنتون" روشنتر از آفتاب است: "پشتوبودن" و نه "بيگانه بودن". اگر چنين نيست، چرا نميخواهد يا نميتواند با واژه های غيرفارسی زيرين نيز آشتی ناپذير باشد: راديو، تلفون، تلويزيون، ايميل، انترنت، فکس، بانک، موتر و ...؟ شايد بگويند اينها واژه های پرهيزناپذير اند. خيلی خوب! از آنها ميگذريم؛ آيا نامبرده با اين واژه های بيگانه نيز آشتی ناپذير است: عشق، شعر، غزل، مصراع، خطر، حرف، جامعه؟ آنهم هيچ، دور نه نزديک، چرا سالار عزيزپور اين واژه های آشناتر از فارسی ولی غيرفارسی را مانند "بم دستيهای زبان پشتو" از گسترهء زبان و ادبيات فارسی برون نمی اندازد؟ خانم، جنگل، هندوانه، ميز، اتاق، خان و چند هزار واژهء ديگر؟ چرا؟» داکتر سیاه سنگ نه یوازی د افراطی تاجیکو لیکوالانو په مقابل سخت دریدلی دی، بلکی وفارسی ژبو ته د پښتود ادبیاتو او همدارنگه دپښتنوشاعرانو ، ادیبانو او هنرمندانو په معرفی کولو کی ستر خدمتونه کړې دي .آن تر دې حده چی دخپل تاجیکانو له خوا ورته "فاشیست، او بی کلتور" او نور پیغورنه ورکړه سوی دي . مګرهغه بیا هم خپله ملي دنده بولي چې دنفاق مخه ونیسي او دافغانستان دخلکو په مینځ کی ورورگلوی راولي او تعمیم ئی کړي . دا هغه ستر کاردی چی زموږ دپښتنو دلوی لیکوالو په وسعه ندی پوره،او په پټه خوله ځینی تېریږی . زموږدژبې متخصصین حتی دپوهنمل بصیرکامجوځواب هم نشی ورکولای .خو دافسوس ځای دادی چی پدغو۶۵ مقالوکی چی دستر داکټر سیاه سنگ په باره کی لیکل سوی او په کابل ناتهه ویب پاڼه کی نشر سوی دي، یوه کوچنی دپنځوکرښو په اندازه لیکنه هم زموږدپښتنوفرهنگ پالو اولیکوالو له خوا نه ده لیکل سوې . دا ولی؟ او په څه علت زموږپښتانه لیکوالان دومره بی تفاوته دي؟ آیا دا په دې معنا ده چی گواکي داکتر سیاه سنگ تاجیک دی ، پرېږده چې فارسی ژبي خلک دده په باره کي لیکنې وکړي؟ زه فکر نه کوم چی داسي خبره وي ،ځکه درې یا څلور تنه پښتانه فرهنگپالو د ډاکتر سیاسنگ په دې درناوي کي برخه اخیستې ده، خود ددوی لیکنې هم په فارسی ژبه دي، لکه دداکترناشناس، هدایت الله هدایت او زما لیکنې بدبختانه ټولی په فارسی لیکلې سوې دي، منګرخبره خو داده چی باید یوڅو مقالی دپښتنو لیکوالانو لخوا په پښتو ژبه هم د ډاکتر سیاه سنگ په باره کی لیکل سوې واي . ځکه ډاکتر سیاه سنگ پرپښتو او پښتنوباندی خورا زیات حق لری، اوپښتانه خو یو حق شناس قوم دی، اوپښتنو ته نه ښائی چی د ډاکتر سیاسنگ حق هېرکړي . زه دیو پښتون بچی په حیث، دهغه پښتانه څخه چی ځان دپښتنو دژبې، کلتور اوملی هویت ساتندوي ګڼي،لکه : داکتر خوشحال روهی، زرین انخور،معصوم هوتک، باری جهانی، هارون خپل ، رسول باوری ، پوهاندزیار، پوهاند حسن کاکړ،استاد بشیرمومن، پوهنمل نوزادی،استاد یون،استاد صمیم، استاد آصف بهاند،داکترخالق رشید،داکتر زیرکیار، داکتر نبی مصداق،داکتر عبدالروف خپلواک،داکترداود جنبش ،داکتر عبدالحی نیازی، حبیب الله غمخور،نجیب احمدزی او نورفرهنگی پښتنوڅخه دا گیله لرم چی ولی دوي دډاکتر سیاه سنگ په دې درناوی کی برخه وانه خستل؟ دځوانانوڅخه گیله نشته، خو دپښتوژبی او دپښتنو دکلتورمدافعین ولی دومره بی غوره وی چی دخپل دژبی او کلتوریو قوی سنگر، دخپل حمایی څخه بی برخی کړی او په دغه بی غوری او بی پروائی سره پخپل لاسونو کی دغه قوی سنگر ویجاړ او زمینه دې ته برابروی چی بالاخره سیاه سنگ دپشتواوپشتنو سنگر خوشی کړی. زه هغو پښتنولیکوالوته چی د پښتنو ژبې ، کلتور، ملی ښېګنې او پښتونولی ته اعتقاد لري،منګر د ډاکتر سیاه سنک په دې ویاړنه کي ئې برخه نه ده اخیستې، خپل ژورتاسف او تاثر څرگندوم او دمحترم ډاکتر سیاه سنگ څخه دیوپښتون روشنفکر په حیث معذرت غواړم .په درناوی.
 پای ۳۱/ ۸/ ۲۰۰۸ سيستانی