د افغان کلتوري ټولنو د جرګې روزنیز ورکشاپ


ترتیب: د تیرې پنجشنبې په ورځ د روان ۱۳۸۷ هجري لمریز کال د وږي له اوومې او د ۲۰۰۸ میلادي کال د آګست له ۲۸ نیټې سره سمون خوري د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطبوعاتو په نړویوال تالار کې د افغان کلتوري ټولنې د جرګې د اداري پلاوي له خوا یو ورځنی روزنیز ورکشاپ د خپلې کارډلې د غړو لپاره رابلل شوی وو چې د کارډلې لسګونو کسانو په هغه کې ګډون کړی وو. د دې  روزنیز ورکشاپ د ښاغلي ډاکتر محمد ابراهیم شینواري له خوا د اداري نظم په هکله د یوه اغیزمن پریزنټشن په ورکولو سره سره د ښاغلي ډاکتر خوشحال روهي هم خپله وینا واوروله چې د جرګې په کړنو، سر ته رسول شوو چارو او راتلونکیو پلانونو په هکله یې په لنډه توګه رڼا واچوله. پر دې سربیره نوموړی ورکشاف د ګډونوالو له خوا د خپل کاري بهیر د ښه والي لپاره په ګڼو وړاندیزونو بدرګه شو چې تاسو ته یې د لوستلو بلنه درکوو. د غونډې پيل
غونډه د ګل آغا احمدي وردګ له خوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پرانیستل شوه. پيلیزه وینا
 محترم عبدالغفور لیوال د پیلیزې وینا په توګه وویل:
ننی ورکشاپ د لاندې چارو د غوره سر ته رسولو په موخه جوړ شوی دی:
• د فرهنګیانو د کارونو د تنوع او ډیروالي له کبله
• په ځینو مواردو کې د تشو د ډیروالي او د نوموړو تشو د ډکولو په موخه
• د کمیسیونونو او کمیټو د چارو د سمون په موخه
• د داخلي نظم، اصولو او بنسټونو د جوړیدو په موخه
• د کاري غونډو د دایریدو او د شوو فیصلو د عملي کیدو په موخه
 نو مخکې لدې چې د اداري نظم په اړه ښاغلی ډاکتر محمد ابراهیم شینواری خپل پریزینټشن وړاندې کړي ښاغلي ډاکتر صاحب خوشحال روهي ته بلنه ورکوم چې د افغان کلتوري ټولنو د جرګې په ترسره شوو چارو یو ځغلنده نظر واچوي چې څه شوي څنګه شوي دي او څه باید وشي؟ د محترم ډاکتر صاحب خوشحال روهي وینا
دا چې محترم لیوال صاحب وویل چې زه به په دې هکله خبرې کوم چې څه شوي دي، څنګه شوي دي او څه باید وشي؟ خو ماته په دې دریواړو کې تر ټولو مهمه خبره دا ده چې موږ په دې فکر وکړو چې څه باید وشي او څنګه باید وشي؟ سره لدې زه به باید یادونه وکړم چې د افغان کلتوري ټولنو جرګې د خپل یوه کلن بهیر په ترځ کې څه کړي او په څه ډول یې سر ته رسولي دي؟
لومړی باید ووایم چې د افغان کلتوري ټولنو د جرګې د جوړیدو اساسي موخه په یوه محور باندې  په افغانستان کې د بیلو بیلو او خورو ورو کلتوري ټولنو راټولول او همغږي کول، د همدې موخې لپاره د ګډې پالیسۍ رامنځه کول او تعقیب، لویو هدفونو ته رسیدل او لویو چلنجونو ته غوره ځواب موندل د دې جرګې له بنسټیزو موخو څخه ګڼل کیږي.
موږ د خپل کار په جریان کې په دې بریالي شوو چې په ۲۵ ولایتونو کې د افغان کلتوري ټولنې د جرګې لپاره منتخب غړي ولرو په ۹ ولایتونو کې د غړو د انتخاب او د کلتوري ټولنو د جرګې د غړو د ټاکل کیدو وعده راسره شوې ده چې له دې جملې څخه نیمروز، کاپیسا او پروان د یادولو وړ دي چې کار پرې روان دی. خو یوازې ۵ ولایتونه پاتې کیږي او په هغه کې ستاسو خوښه چې موږ هلته هم د کلتوري ټولنو د جوړولو په هڅه کې شو او که نه؟
د خوښۍ خبره خو دا ده چې په هغو سیمو کې چې موږ دومره تمه نه کوله هلته د کلتوري ټولنو جوړیدل او د غړو ټاکل په ډیر بریالي انداز سره تر سره شول لکه د افغانستان لودیځه سیمه هرات، فراه، نیمروز او داسې نور. اوس مهال موږ په نوموړې سیمه کې د ملالۍ، سپینې ادې او تورغونډۍ په نامه باندې کلتوري ټولنې لرو او همدارنګه په فراه کې سږ کال د عناب ګل په نامه مشاعره او په هرات کې د تورغونډۍ په نامه مشاعره جوړه شوې ده چې زموږ لپاره د ویاړ ځای دی. همدارنګه په هرات کې د ستر غازي امان الله خان د درناوي غونډه یو بل مثال دی چې زموږ له اتلانو څخه د دفاع په لاره کې په دې سیمه کې جوړه شوې ده.
بله لویه لاسته راوړنه موږ په شمالي ولایتونو کې لرو چې له بغلان او کندز څخه نیولي آن تر مزار شریف، فاریاب، تخار او جوزجان پورې دغه ټوله سیمه په بر کې نیسي او هلته زموږ د جرګې غړي ډیر فعال دي چې په ۱۳۸۷ کال کې د ریدي ګل شانداره مشاعره یې یوه ښه بیلګه ده.
موږ د ۱۳۸۶ د زمري دمیاشتې په ۲۶ نیټه د افغان کلتوري ټولنو د جرګې لومړنۍ لویه غونډه درلوده چې په هغه کې ولایتي استازي معرفي شول، ولایتي استازو د خپلو خپلو ولایتونو کلتوري راپورونه وړاندې کړل، د غونډې کړنلاره اعلان شوه، کارډله و ټاکل شوه او د لارښودې شوری په ترکیب باندې توافق وشو. پر دې سربیره د کارونو د غوره سمون لپاره د کارډلې او ولایتي استازو تر منځ په ګڼو مسایلو ګټورې پریکړې وشوې او د هیواد د کلتور د بڼ ګلانو له یو بل سره و پيژندل. همدارنګه د جرګې له لومړنۍ لویې غونډې وروسته سمدلاسه د کارونو د سمون لپاره مختلفو کمیټو په کار پيل وکړ چې په هغه کې سکرتریت، د اړیکو کمیټه، مالي کمیټه، د خپرنیزو چارو کمیټه، د مورنۍ ژبې کمیټه او تخنیکي کمیټه شاملې دي چې د کار ډلې غړي په هغه کې عضویت لري او د چارو د سمون په برخه کې یې کار کوي. په دې هکله د ټولو دوستانو کار د قدر وړ دی خو له ښاغلي استاد محمد آصف صمیم څخه په ځانګړې توګه مننه کوو چې له موږ سره یې په ټولو ولایتي سفرونو کې ګډون کړی او د غونډې په بریالي جوړیدو کې یې خپل اغیزمن رول لوبولی دی.
بله لویه غونډه د ژباړې سیمنار وو چې د ۱۳۸۶ د لیندۍ یا قوس د میاشتې په لومړۍ نیټه په بریالۍ توګه تر سره شو او د هغه په لړ کې له موږ سره د مختلفو لوریو او فرهنګي شخصیتونو له خوا د ۳۵ ټوکه کتابونو د چاپ ژمنې وشوې. موږ وکولای شول چې له ژمنه شوو کتابونو څخه ۸ نسخې چاپ کړو، په ۶ نسخو باندې همدا اوس کار روان دی او د یو شمیر نورو کتابونو د چاپ لړۍ هم په خوځیدو راغلې ده چې په تدریج سره به چاپیږي او په دې ورځو کې باید کار ورباندې چټک کړو. حتی خبره تر دې حده را رسیدلې ده چې زه په بکس کې هم یو کتاب لرم چې کار پرې روان دی. همدارنګه د افغان کلتوري ټولنو د جرګې د ژباړې له بهیر سره په مسکو کې د میشتو افغانانو له خوا ۴۵۰۰ امریکايي ډالره مرسته اعلان شوه. په همدې توګه  یو شمیر دوستانو وړاندیز وکړ چې د ژباړې یو انستتیوت دې رامنځته شي چې د همدې موخې لپاره هم یو شمیر دوستانو او مشرانو د نغدي مرستې ژمنه اعلان وکړ.
د ژباړې د چارو په هکله له ګڼو بریاوو سره یو شمیر نیمګړتیاوې هم وې چې موږ د خپل کار په بهیر کې ورسره مخ وو چې د هغه له جملې څخه کیدای شي په دې هکله د نورو غونډو د عدم تدویر موضوع یاده کړو چې باید وخت پر وخت نورې مسلکي غونډې شوې وای او د ژباړې چارو ته یې مناسب سمون وربخښلی وی.
همدارنګه د جرګې ویب سایټ په مناسب او وړ شکل بډای نه شو او نه هم د ژباړې لپاره په هغه کې مناسب ځای و ټاکل شو چې د ژباړل شوو کتابونو لیست وړاندې کړي څو له تکرار څخه یې مخه و نیول شي.
د جرګې بله پروژه د شهید مصور خپرنیز بنسټ دی چې د ماشومانو لپاره د پښتو کتابونو او آثارو چاپ ته ځانګړی شوی دی او د ۱۳۸۶ کال د وږي د میاشتې په ۳۰ نیټه یې په کار پيل کړی دی. باید ووایم چې شهید محمد هاشم مصور د پکتیا له ولایت څخه د جرګې فعال او ژمن غړی وو چې د یوې ناوړه پیښې په ترځ کې په شهادت ورسیده او د دې قدرمن شهید کورنۍ یو څه پانګه د افغان کلتوري ټولنو د جرګې په اختیار کې ورکړه چې د شهید مصور په نامه باندې یو خپرنیز بنسټ رامنځته شو. د نوموړي بنسټ اساسي دنده د افغان ماشومانو لپاره د کتابونو د چاپ لړۍ ته ځانګړې شوېده  چې په دې لړ کې مو هم ۴ کتابونه چاپ کړي او دوه نور تر چاپ لاندې دي.
د پلازمینې کابل په تعلیمي موسساتو کې په  مورنۍ ژبه باندې د زده کړې په لارو چارو کې هم د افغان کلتوري ټولنو جرګه فعال رول لري او د یوې فعالې او موثرې کمیټې په وسیله دغه چارو ته سمون ورکوي او کارونه یې په مناسب ډول تعقیب کیږي. د افغان کلتوري ټولنو جرګې د  ۱۳۸۶ کال د کب د میاشتې په ۳ نیټه د لویې جرګې په خیمه کې یوه لویه غونډه را وبلله چې په مورنۍ ژبه باندې د زده کړې اهمیت یې څرګنداوه چې له هغه وروسته د پوهنې وزارت بشپړې همکارۍ ته چمتو کول د افغان کلتوري ټولنې د جرګې له نوښتونو څخه دي چې د خپل جوړښت څخه وروسته یې تر سره کړ. همدا اوس طوطاخیل صاحب د پوهنې په وزارت کې زموږ استازی دی چې د کابل په تعلیمي موسساتو کې په مورنۍ ژبه باندې د تدریس چارې څاري، ښووونکي ورته پیدا کوي او د کتابونو د توزیع په هکله ورسره مرسته کوي. همدارنګه د هغه لویه دنده دا ده چې په دې هکله هغه ذهنونه برابر او روښانه کړي چې پښتانه دي او په پښتو ژبه باندې د تدریس سره چندان علاقه نه لري یا د دې بهیر په اهمیت نه خبر نه دي.
زموږ بله لویه بریا چې د جرګې د جوړیدو وروسته مو ترلاسه کړه په داسې یوه جنجالي دور کې د دوو کلونو لپاره د سرشمیرنې ځنډول وو چې تاوان یې په اوسنیو حالاتو کې یوازې پښتنو ته رسیږي. موږ په دې هکله د روان ۱۳۸۷ کال د غوايي د میاشتې په ۲۶ نیټه  د کابل په کانټننټل هوټل کې د یوه لوی سیمنار د جوړولو تابیا وکړه چې د افغان کلتوري ټولنو دجرګې د غړو په شمول د ولسي جرګې زیات شمیر غړو، مسلکي کسانو او ګڼ شمیر کارپوهانو نوموړې موضوع له هراړخیزه پلوه و ارزوله او په روان وخت کې یې د داسې یوې لویې او مهمې ملي کړنې ترسره کول ناشوني وګڼل. د هماغه سیمنار په بنسټ د وزیرانو شوری پریکړه وکړه چې دغه بهیر دې د دوو نورو کلونو لپاره و ځنډیږي. خو په دې هکله زموږ کار لا پای ته نه دی رسیدلی او اړینه ده چې د سرشمیرنې په ریاست کې بنسټیز بدلونونه راوستل شي څو په ملي بڼه سمبال او په راتلونکي کې د هر ډول درغلیو مخه و نیول شي.
بل دا چې په کندز کې د هغه ځای د میشتو فرهنګیانو، لیکوالانو او شاعرانو په مرسته مو د روان ۱۳۸۷ کال د غوايي د میاشتې په ۲۰ نیټه  په نوموړي ولایت کې د ریدي ګل کلنۍ مشاعره جوړه کړه چې د افغانستان د شمالي سیمو په مینه والو سربیره له مرکز او نورو ولایتونو څخه هم یو زیات شمیر لیکوالانو، شاعرانو او مینه والو ګډون پکې کړی او موږ د یوه منظم پروګرام په اساس هلته ورغلو او مثبتې اغیزې به یې په لنډ او اوږده مهال کې هرو مرو څرګندیږي. همدارنګه نوموړی کار د افغانستان د شمالي ولایتونو کې میشتو پښتنو ته د خپلو کلتوري فعالیتونو د غوره سمون په لاره کې یوه روښانه هیله او غوره ډاډ وو چې د افغان کلتوري ټولنې د جرګې له خوا ورسره څرګند شو.
بله لویه بریا چې موږ ترلاسه کړې ده هغه دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر جوړیدل دي چې د روان ۱۳۸۷ کال د غبرګولي د میاشتې په ۱۱ نیټه یې رسما په کار پيل کړی او تر دې مهاله یې دولس منظمې غونډې کړې دي چې په ډیره منظمه توګه تدویر مومي. همدارنګه د میرمن د کلتوري ټولنیز بهیر بله لاسته راوړنه د یوه کتاب چاپ دی (په سترګو کې لیکل شوې افسانه) چې آغلې طوبی ندا ساپۍ لیکلی او د روان ۱۳۸۷ کال د زمري په میاشت کې له چاپ څخه راوتلی او د مینه والو د لوستلو وړ ګرزیدلی دی چې د راتلونکې شنبه په ورځ  یې د میدیوټیک په دفتر کې مخکتنه کیږي او تاسو ټولو ته بلنه درکوو چې په دغه مخکتنه کې ګډون وکړی.
همدارنګه د افغان کلتوري ټولنو د جرګې بله لویه او مهمه لاسته راوړنه د افغان روغتیايي بنسټ جوړیدل دي چې د ۱۳۸۶ د مرغومې د میاشتې په ۷ نیټه د افغان کلتوري ټولنو د غړو او د هیواد د یو شمیر روغتیاپالانو له خوا پرانیستل شوی دی خو لکه څنګه چې لازمه ده د دې بنسټ د ځواکمن کولو په هکله دومره کار نه دی شوی چې د پام وړ لاسته راړونې ولري او په دې لاره کې زیات کار او هڅو ته اړتیا لیدل کیږي.
په همدې ډول په پارلمان کې مو د ملي ترمینالوجۍ څخه دملاتړ په موخه پښتانه او ریښتنې افغان وکیلان پوهولي تر ډیره ځایه پوهولي دي چې د ملي اصطلاحاتو او نوامیسو څخه د ساتلو په لاره کې د دې هیواد د کورنیو او بهرنیو غلیمانو هر راز دسیسې شنډې او په هیڅ ډول یې قبولې نه کړي ځکه که خدای مه کړه غلیمان په خپلو موخو کې کامیابیږي نو ډیرې خطرناکې پایلې به و لري. د ملي ترمینالوجۍ موضوع اوس مهال داسې یوه کمسیون ته سپارل شوې ده چې د ولس مشر له خوا به ټاکل کیږي او دغه مسئله به د اساسي قانون په رڼا کې څیړي.
څلور مهم موضوعات اوس مهال زموږ په مخ کې قرار لري چې ستاسو پاملرنه ورته را اړوم:
لومړی موضوع: د انګور بڼ مشاعره چې د راتلونکې جمعې په ورځ به کیږي تاسو ټولو ته بلنه درکوو چې په هغه کې برخه واخلی.
دویمه موضوع: د افغان کلتوري ټولنو د جرګې او یو شمیر نورو ټولنیزو سازمانونو له خوا د جمعې په ورځ د عیدګاه په جومات کې د شینډډ د شهیدانو لپاره دعا کیږي چې تاسو ټولو ته په هغه کې  د ګدون بلنه درکول کیږي.
دریمه موضوع: د روژې څخه وروسته به د جرګې کلنۍ غونډه جوړیږي چې د هغه لپاره د تیاریانو کار روان دی او تاسو به وروسته د هغه د اجندا، د غونډې  د جوړیدو د دقیق ځای او تاریخ په هکله خبر درکول کیږي.
څلورمه موضوع: په مزار کې یوه لویه غونډه او مشاعره جوړیږي چې د ټولو ګډون هلته ضروري دی.
پنځمه موضوع: د افغان کلتوري ټولنو د جرګې په نوښت په هیواد کې د ښوونځیو د سوزولو په ضد یو پراخ کمپاین پيل کیږي چې تاسو ټولو ته به وروسته په دې برخه کې کافي معلومات درکړل شي. د ډ‌اکتر صاحب محمد ابراهیم شینواري معلوماتي پریزنټیشن
ډاکتر صاحب محمد ابراهیم شینواري خپل پریزنټشن وړاندې کړ چې د هغه مهم ټکي په دې ډول وو:
• منظم ګروپ او د بدلون کلی
• تر ټولو ښه نظم لومړی د الهي قانون په عملي کولو کې تمثیل کیږي
• زموږ یو مثبت ټکی (پیاوړې ژمنه) ده خو دوې ستونزې هم لرو: له نظم سره بې مینې توب او د وخت اهمیت ته پاملرنه نه کول یا وخت سره زر نه ګڼل مو لویې ستونزې دي.
• د تاریخي شواهدو او تجربو له مخې ویلای شو چې د ژمنو، وفادارو، فکرمنو او منظمو خلکو یوه کوچنۍ ډله کولای شي چې ټوله نړۍ بدله کړي.
• د هڅونې دوه ډیرې مهمې تیورې ګانې موجودې دي چې یوه یې هڅوونکې او بله یې ساتنیزه تیوري ګڼل کیږي چې بیا هره یوه یې په خپل ځای کې تفصیلات لري.
• د هڅونې د تیورۍ ګانو په اړ کې د اړتیاوو ځنځیر په دې ډول دی: بنسټیزې اړتیاوې، خوندي توب، اړوند، درناوی ـ حرمت او نورې غوښتنې.
• د ښه نظم لپاره اړین ټکي په دې ډول دي: روښانه پالیسي، کړنلاره، تګلاره او موخې. دقیق تشکیلات او د کارونو ښه ویش. د دندو لایحې او د پلان لرل چې پلان موږ په مختلفو ډولونو ویشلای شو خو دلته یې یوازې دغه نمونې را اخلو: ستراتیژیک پلان، کلنی، میاشتنی او د ورځنیو کارونو لیست.
• د هڅونې تیورۍ ګانې: د بریا لپاره اړتیا، د تړاو لپاره اړتیا، د ځواک لپاره اړتیا او د مهم ګڼلو لپاره اړتیا.
• د غوره نظم لپاره اړین ټکي: د ستراتیژیک هدف درلودل چې لاندې مشخصات او څانګې ولري: لیدلوری، د ماموریت لنډیز، لوی هدف، لاس ته راوړونکې موخې، حاصل او نتیجه، د موخو د لاسته راوړلو لپاره د استراتیژۍ او لارو چارو ټاکل او د سرچینو معقول ویش.
• همدارنګه د غوره نظم لپاره پکار دي چې یو سړی د ورځني نظم دمراعات په صورت کې لاندې ټکو ته پاملرنه وکړي: د ورځنیو کیدونکو کارونو لیست ولري، د ځان اداره او تنظیم، د وخت اداره او تنظیم، د ځای اداره او تنظیم، د غونډو اداره او تنظیم. خو تر دې ټولو مهمه خبره دا ده چې له ټاکلي هدف سره لیونۍ مینه موجوده وي.
• کاري پلان، کاري پلان باید دغه ټکي ولري: حاصل، کړنه، وخت، مسوول، منابع او کتنې.
• استراتیژي، څیړنه او ارزونه، دفتر او اغیزمنه رهبري
• د وخت اداره او تنظیم چې دغه ټکي ولري: د وخت ویش، د وخت له ضایع کیدونکو څیزونو څخه مخنیوی، د تیلفوني چارو او موبایل اداره او د بریښنالیک اداره چې ګواکي هرڅه په خپل ټاکلي وخت تر سره شي او مهم کارونه د ورځې په لومړۍ مرحله کې اجرا شي.
• د ورځنیو کیدونکو کارونو لیست په دې ډول: کړنه، وخت، مسوول، لومړیتوب، اجرا شو او که نه.
• د غونډو اداره او تنظیم: غونډې باید د اړتیا له مخې وي، مشخصه اجندا ولري، د ګډونوال تشخیص او پر وخت خبرول، په ټاکلي وخت پیلول او پای ته رسول، د پریکړو اعلان او د غونډې ګډونوالو ته یې لیږل او د پریکړو تعقیب.
• د ځای اداره او تنظیم باید په دې ډول وي: د کار میز پاک ساتل، د راتلونکیو او تلونکیو کاغذونو (صادرې او واردې) تنظیم، د دفتر پاک ساتل او په اغیزمن ډول سره  د دوسیو تنظیم.
• د منظمو او بې نظمو خلکو بیلګې
• پوښتنې او تبصرې د غونډې د ګډونوالو وړاندیزونه
د ښاغلي ډاکتر محمد ابراهیم شینواري له معلوماتي پریزنټشن وروسته د سمینار ګډونوالو د افغان کلتوري ټولنې د جرګې د کار سمون لپاره ګڼ وړاندیزونه وکړل چې لنډیز یې په دې ځای کې ستاسو قدرمنو لوستونکو په وړاندې ږدو:
• د غونډې ځای، تاریخ او وخت باید واضح معلوم وي
• غونډه باید مشخصه اجندا ولري او یوازې په هماغه اجندا خبرې وشي او له حاشیوي خبرو څخه باید ډه ډه وشي.
• د غونډې د پیل او پای وخت باید معلوم وي او په هماغه ټاکلي وخت کې پای ته ورسیږي.
• که څوک د غونډې پر مهال په خبرو کې له مشخصې موضوع او اجندا څخه وزي باید په داسې توګه خبر کړای شي چې نور نو د خبرو لړۍ بیرته اجندا ته راوګرزوي.
• په غونډه کې هر سړی باید د خبرو کولو ټاکلی وخت ولري او له خپل ټاکلي وخت څخه یوه دقیقه د مخه هغه خبر کړای شي چې وخت یې خلاص دی.
• په غونډو کې خبرې باید په نوبت او د مجلس د رئیس یا مشر د اجازې له مخې ترسره شي مانا دا چې نوبت مراعات او د لومړیتوب حق هغو خبرو ته ورکړل شي چې له مشخصې اجندا سره نږدې اړخ لګوي.
• باید د غونډې د وخت تعین په اجندا کې شوی وي او د هرې فقرې د وړاندې کولو لپاره هم ځانګړی وخت وي چې په هیڅ توګه له هغه څخه سرغړونه و نه شي.
• د غونډې اجندا دې د ټولو ګډونوالو ته د ایمیل له لارې او که د ایمیل آسانتیا نه وي د کاغذ له لارې و لیږل شي.
• د افغان کلتوري ټولنو د جرګې د موظفو کمیټو کار دې یوازې په دریو کمیټو کې منحصر شي
• د غونډو په پيل کې باید ټول ګډونوال خپل موبایل تیلفونونه بند کړي.
• د ټولو کمیټو لپاره دې اجنداوې جوړي شي چې کاري غونډې په څه ډول دایروي.
• که د کاري کمیټو غړي په میاشت کې یو ځل غونډه سره وکړي نو ښه به وي
• د موضوع د اهمیت په اړه باید غونډه جوړه شي.
• په یوه غونډه کې باید موضوع روښانه او مشخصه وي او که په یوه غونډه کې یوازې د یوې موضوع په هکله خبرې وشي نو غوره خبره ده.
• د غونډې ګډونوال دې له تکراري خبرو ډه ډه وکړي
• باید ټولې خبرې یوازې او یوازې د مشخصې موضوع په هکله وي
• د جرګې د دارالانشا لپاره دې څو مشخص نفر و ټاکل شي چې د کاري کمیټو لپاره پلانونه جوړ کړي.
• د غونډې د ګډونوال لیست باید ترتیب شي او نورو ته هم و لیږل شي
• په هره غونډه کې دې د غونډې د ګډنوالو نومونه ثبت، د تیلفون شمیرې او بریښنالیکونه یې هم باید واخیستل شي که څه هم چې مخکې ثبت وي ځکه کیدای شي د تیلفون شمیرې او یا بریښنالیک یې بدلون موندلی وي.
• باید هره غونډه او دهغه اجندا یو غوره پلان هم و لري او په هغه خبرې وشي که د پلان جوړول تخنیکي کسانو ته پریښودل شي نو ښه کار دی
• په کاري کسانو دې بهیروال هم شامل کړل شي او له هغو سره دې تفاهم وشي چې هم د افغان ادبي بهیر غونډه تر سره شي او هم د افغان کلتوري ټولنو د جرګې غونډه پاتې نه شي.
• په جرګه کې مرکزیت وجود نه لري که چیرې لږ تر لږه د یوه سکرتر غم وخوړل شي او د یوه مسوول په توګه کار وکړي نو غوره خبره به وي. سکرتر به مسوولیت ولري څو ټول اړوند کسان په خپل وخت او اغیزمنه توګه له ضروري یادونو خبر کړي.
• کارونه باید وویشل شي او د هرچا مسوولیت مشخص شي د دې خبرې مانا دا ده چې د ټولو کارونو مسوولیت باید یوه شخص ته متوجه نه وي ځکه چې د ورځې په تیریدو سره زموږ د کارونو ونډه درنیږي.
• داسې یو کاري سیستم دې جوړ شی چې راتلونکیو نسلونو ته هم د استفادې او اجرا وړ وي.
• اړیکې باید ډیرې غښتلې شي او د جرګې غړي تشویق شي چې په دې لړ کې له معاصرې تکنالوجۍ، تیلفون او ایمیل څخه زیاته ګټه واخلي.
• غونډو ته باید په خپل وخت حاضر شو او په وخت نه حاضریدل زموږ یوه لویه ستونزه ده
• د هرې سیمې لپاره دې ځانګړی استازی وټاکل شي
• باید چې د غونډې ګډونوال له ټاکلي وخت څخه پنځه دقیقې د مخه غونډې ته تشریف راوړي او که څوک غونډې ته نه شي حاضریدای نو باید مخکې له مخکي مسوول اړخ ته احوال ورکړي.
• باید د غونډې ګډونوال له اضافي او احساساتی خبرو تیر شي او مخامخ په لنډو ټکو کې د موضوع په اړه خبرې وکړي.
• هره کمیټه باید یو ویاند و لري.
• کاري راپورنه دې په میاشتنۍ غونډه کې وویل شي
• باید مسوول ته اړخ ته راپور ورکړل شي چې ګواکي کومې کمیټې غونډه وکړه او کومې فیصلې ته سره ورسیدل.
• په کمیټو کې باید تداخل رامنځته نه شي
• جرګه باید د خپلو کارونو او اجراآتو یو بروشور ترتیب کړي
• د جرګې د غړو تر منځ د هر لیکلي پیغام لیږل باید چې دواړه تاریخونه ولري هم هجري لمریز او هم میلادي څو دغه رواج زموږ د کلتوري کړیو او باسواده وګړو ترمنځ دود او ولس ته هم انتقال شي. همدارنګه د جرګې د تاریخي اسنادو د برابرولو لپاره به دغه راز کار ګڼې ګتې لري. د کاري کمیټو لپاره پلان جوړولو د نوې کاري کمیټې ټاکل:
د اړوندو چارو د غوره تنظیم او د کاري کمیټو لپاره د پلان جوړولو لپاره یوه کمیټه په کار و ګمارل شوه چې د وږي د میاشتې په ۱۵ نیټه به غونډه کوي د دې کمیټې د غړو نومونه په لاندې ډول دي:
محترم عبدالغفور لیوال، ګل آغا احمدي وردګ، محترم زردشت شمس، محترم میرویس کامله وال، محترم ملنګ ابراهیمي، محترم منصور، محترم محمدالله، محترم ډاکتر محمد ابراهیم شینواری او محترم نورآغا احمدزی. د سمینار د تدویر نیټه: ۷/ ۶/ ۱۳۸۷لمریز ۲۸ آګست ۲۰۰۸ میلادي