راغلـــــې ما ته په تيارو کې لکـــــه وحې د اســــمان يې د خوښيو سـتر رويبار يې د ژوندون لوی ارمــــغان يې ته رنګينه زمزمه شـــــوې د غزل مســــتو نغــــــــــمو کې ته انځورمې په ليمو کــــې انځورګر او غـــزل خوان يې د ژوندون بهار مې هسې د خـــــــــزان څپيړو زيــــړ کــــړ خلاص کړه ماله مړاووګلو ته مې خوږ بادد خــــزان يې ته سپيڅلی لکه روح يې ستا درشل ته زړه هوس کړي تـــــــــــــقدس او پاکي تا کې ته بيلګه د مسلمـــــــان يې ســــتا له جارنه سپيلنۍ شم او قـــــربان نه د لوګۍ شم خدايږو مه پوښته چې ولې ما نه ته داسې قـــــربان يې د خوښۍاوښکې مې راغلـــــې نهيلۍ د هـــــرې لورې ته کــــــاروان زما د اوښکو ته منزل ددې کــــاروان يې ته ستوري په شان ماته کهکشان کې راښکاره شـوې رحيمې په زړه وريږې چيرته اوښــــکه د اسمـــــان يې
وروستي