کرښې



شپږ مياشتې دمخه مې د مېرمن په غوښتنه د بانک په بخت اکاونټ کې حساب پرانيست . دوه سوه ډالره مې پکې کېښودل. مېرمن مې راته ويل :
-  يوه دې دوه نه شوې ، خلکو په موسسو کې کورونه واخيستل او ستا معاش له يوې مياشتې تر بلې نه رسېږي .
په اوله قرعه کشي کې مې بخت کار ونه کړ . تر بلې مې پيسې را ايستلې وې . موسسه وتړل شوه ، باران مو د کوڅې خواته دېوال ونړاوه . لور مې پيدا شوه خو لاس يې کوږ و . د دېوال وس مې نه درلود . د پلاستيکي شنو بوجيو پرده مې يې پر ځاى ودروله .دروازه مې په لرگو او د نړېدلي ديوال پر خښتو يو څه ټينگه کړه . مېرمن مې راته وويل :
-  د دېوال غم وخوره . سبا به غله رالوېدلي وي ، هغوی څه خبر دي چې په دې ړنگ کور کې هېڅ نشته ، نوم دې تر بلې دنيا رسېدلى چې په لندنۍ موسسې کې دې کار کوي .
د دېوال چاره په تش لاس نه کېده . د غلو ډاراړ کړم چې يا مې مېرمن او يا هم زه خامخا په کور کې واوسو . د شپې به مې هم وېښ ويده خوب کاوه . د ورځې که به مې مېرمن چېرې تله زه په کور پاتېدم .
يولس بجې وې چې مېرمن مې له لور سره ډاکټر ته ولاړه . زه په کور کې يوازې وم . که گورم  دروازه پرانيستل شوه . جوگۍ وه . اوږد شين بالاپوش يې اغوستى و . د بالاپوش گروې يې خلاصې وې . تر لاندې يې گلداره سور بخون کميس و . خړه توبره يې پر ښۍ اوږې اچولې وه . سپينه به وه خو پوست يې لمر وهلى و . سترگې يې شنې وې . سر يې په سره دستمال تړلى و . دستمال يې واړه ژيړ رنگي گلان درلودل .په ونه به دومره جگه نه وه خو اوږده بالاپوش دنگه ښکاروله . راته ويې ويل :
-    خيرات ...
په نورو ټکو يې  پوى نه شوم . تر ژبه لاندې يې وويل .زه غلى پاتې شوم . دې خپل رغوى د خير په هيله راته نيولى و . د سپين رغوي کرښې يې له ورايه ښکارېدې . لکه په واورو پوښلې مځکه کې چې د نرۍ بيالې تورې اوبه ښکاري .د لاس کرښو يې خپل بخت راياد کړ . ورته ومې ويل :
-  فال ليدى شې ؟
دې توبره پر مځکه کېښوده . ځاى پر ځاى کښېناسته . زه هم مخامخ د پښو په گوتو ورته کښېناستم . ښى لاس مې ورمخته کړ .
-  عمر دې ډير اوږد دى . خو له تشويشونو خالي نه دى .د زړۀ کرښه دې روښانه ده . له زړه سخي سړى يې . په غريبانو مهربانه يې . خو وېره درسره ده چې کرياب نه شې . ته به ډېرې پيسې پيدا کړې . واده دې په خپله خوښه نه دى کړى . په کور کې به له يو مشکل سره مخامخ شې خو بېرته به يې حل کړې .
-    واده مې په رښتيا په خپله خوښه نه و کړى .مالي اندېښنې مې يې هم سمې وې . ومې پوښتله :
  - ته څه پوه شوې چې واده مې په خپله خوښه نه دى کړى ؟
   - زه د لاس په کرښو پوهېږمه .
   - د واده کرښه کومه ده ؟
-   ماته يې وويل د ښي لاس گوتې درټولې کړه . له کوچنۍ گوتې سره مې ځينې کرښې جوړې شوې . راته ويې ويل :
  - دغه دوه کرښې گورې په دې کې دا يوه نيمگړې ده ، مانا دا، مين يو ځاى وې کور دې بل ځاى اباد شو .
-   زه مې لاس ته ځير وم . دا غلې شوه . ورته ومې کتل .شنې سترگې يې لکه د راڼه او لوى سمندر له رازونو ډکې راښکاره شوې . ومې پوښتله :
 - دا کرښې دټولو خلکو وي ؟
  - مېرمن دې را وغواړه د هغې لاس به هم وگورم .
 - هغه په کور کې نشته .
  - د هغې د لاس دغه کرښې وگوره درمعلومه به شي .
-    د ښځې دا خبره ښه راباندې ونه لگيده .ځاى پر ځاى ودرېدم . لس افغانۍ مې ورکړې . دا لکه چې د نورو په تمه وه .
-    مېرمن چې مې راغله ، د هغې ښى لاس مې وليد . ورته ومې ويل چې رغوى سره ټول کړي . دې لکه سوک چې وهي لاس ټينگ ونيوه . ما يې له کوچنۍ گوتې سره کرښې وليدې . دوه يې نيمگړې وې يوه يې تر پايه غځېدلې وه . غصه راغله . ورته ومې ويل :
-  په چا مينه وې ؟
-  دا په قهر شوه . لاس يې راڅخه کش کړ .
-   وړې لور مې وژړل . مور يې يوه اړخ ته کښېناسته چې شيدې ورکړي . زه غلى پاتې شوم .