دهغه سړی کیسه ، چې په درواغو یې د ښو خوراکونو دعوه کوله


یو ساده سړی یوه ټوټه وازګه وموندله ، دې چې غریب و دلم دغه ټوټه یې له ځان سره ساتله هر سهار به یې خپل بریتونه پرې غوړ کړل او مجلس ته به راغی او باټې به یې پیل کړې ، چې په خداي داسې غوړه او خوږه ډوډۍ مې خوړلې ، چې مه یې پوښته ته خو زما دغو غوړو بریتونو ته وګوره ، چې څنګه غوړي ترې څاڅي نو دا ومنه ،چې څه شیان مې خوړلې بیا به یې پر بریتونو لاس راتیر کړ او غاړه به یې لکه کړه د سړی نس به په ځیګروي ځیګروي ورته وویل : خداي دې دا غوړ بریتونه میرات کړه زه خودې په لوږه وسیځلم او دلوږې اور ستا لافو پر مابل کړ خوار شی که د لافی نه وای نوکوم مهربانه او سخي سړی به پر څه خیرات زه له لوږې ژغورلای وای . او که ستا دا کږه غاړه نه وای نو کوم طبیب به څه دارو راکړی وای خداي پاک حکم کړې ، چې درواغ مه وایاست ځکه ، چې صادقان له خپلې رښتیا څخه په ښادۍ دي خپل عیب مه پټوﺉ او ځان هغه ډول وښایاست څنګه ،چې یاست . پر ځان هره نیوکه ومنی او ژر مه خفه کیږي ژوند له امتحان او ازمیښت څخه ډک دی . ستاسو په هر ګام کې ستاسو صداقت د ازمویلو لپاره یوه ډبره خامخا وي خداي پاک ، چې له زوکړې بیا تر مرګه په کال کې دوه ځله موږ ازمایې . په امتحان پسې امتحان دی دې ته په کمه سترګه مه ګوره