د فاتحې خبرتيا

درنـوهېوادوالــو!
په خواشيني سره بايد ولیکو چي، د دريو لسيزو په اوږدو کې د افغان له ويرځپلي کور څخه نه دا چي د غم ټغر ټول نه شو بلکې له یوې ورځې څخه بلې ورځې ته زموږ ساندې پسې زیاتیږي دا چي په هر نــوم او پلمــه جګړه روانه ده خو کور د بيګناه افغـان پکې وران شو، زمو ږ په کلو او بانډو کې د ړندو بمباریو له وجې په زرهاوو بېګناه افغانان د سپین سرو او وړو ماشومانو په ګډون په ډېره بې رحمي وژل کیږي چي بېلګې یې د پکتيکا په مټاخان، د شینواروپه هسکه مېنه، لغمان، کاپیسااو ځینو نورو سیمو خوتر ټولو خونړۍ ټول وژنه په شنډنډ کې وشوه له همــدې کبلــه موږ جرمن مېشتي افغانان د بايرن ايالت په مونشن ښار کې د خپلو ټولو بېګناه، ګلګون کفنو شهيدانو، خويندواو وروڼو فاتحه د روان کال د اګست د میاشتې په۲۹مه نېټه د جمعې په ورځ د افغانانوپه نوي اسلامي مرکزکې چي د اګست په ۲۲مه نېټه پرانستل شو اخلو د جمعې لمونځ به د ښاغلي مولوي صدق الله فدايي په امامت ادا او ورپسې به د فاتحې مراسم تر سره شي . نېټــــــــــــــــه:
د روان کال د اګست د میاشتې په ۲۹ مه نېټه چي د ۱۳۸۷لمریز کال د وږې له اتمې نېټې سره سمون خوري
وخــــــــــــــت:
د ماسپښين له دونيمو بجو څخه وروســته
پتـــــــــــــــــه:
Machtlfingerstr-10   چي د مونشن ښار په جنوبي سيمه کې موقعیت لري يادونـــــــــــه:
تاسوپه دریم شمېر U-Bahn کې تر ماختلفینګ تم ځای پورې راشئ همدلته څېرمه زموږ اسلامي مرکزموقعيت لري .