
په ترکيه کې يو دولت اوګڼ شمېر توکمونه مېشت دي ، داستانبول خلک له انقرې ،قونيه ، آزمېر ،ديار بکر ، ماردين ، بورصة او ازميت سره جوت توپېر لري . له تاريخي او جغرافيوي پلوه په دغه پيچلې دولت کې هره سيمه اوښار ځانته جلا هويت او شخصيت لري ، ټول پر خپلو ځانګړنو وياړي .
که غواړې ، چې ترکان وپيژنې بايدله دې منل شوې خبرې يې راپيل کړې ، چې ترکان ډېر ویاړمن ملت دی . دا وياړ يوازې د اسلام ، تمدن ،معمارۍ ، تاريخ ، هنر ، اقتصاد، ډيموکراسۍ کلتوري او فرهنګي غوړيدا ، اروپا ته ميلان له کبله نه دی . ترکان پردې ټولو وياړي پرته له دې ،چې یو دبل پر حساب غوره وبولي .
استانبول د ترکیې زړه او دترکانود ټول تاريخ مرکز دی دا له ( 1922-1299 ز ) پورې دعثماني امپراتورې پلازمینه وه . له دې وړاندې د بيزنطي امپراتورې پلازمينه وه اونوم يې قسطنطينه وه . اوس د اقتصاد ، ژورناليزم ، سينما ،هنر ،موسیقۍ او معمارۍ پلازمینه ګڼل کېږي ، ترکان پرې ډېر نازيږي ، داسې ښار دی ،چې پر خپل ځان ډېر نازيږي ، دخپل نااشناستراتيژيک موقعيت له مخې يو قدم یې په اسيا او بل هغه یې په اروپا کې ايښی ، دباسفورهغه تنګی یې ویشي ، چې توره بحيره له مرمرة بحر ه جلا کوي ، په پای کې هر لورته ،چې مخ واړوې په هر ځای کې به بحر ګورې .
دترکيې بنسټګر او روحي پلار مصطفی کمال اتاتورک له استانبول سره له ډېر مينې او د وخت د زبرځواکونو له ډاره وپتيله ،چې استانبول وژغوري ، ځکه يې ددې پر ځای انقره د پلازمينې په توګه ونوموله . خپله داتاتورک او مرستيالانو په مخونو کې یې هغه مهال دخفګان نښې وليدل شوې ،چې کله د دوی مخ ته د ترکيې نخچه کېښودل شوه ، دوی نخچې ته وليدل او له انقرې يې سره کړۍ راتاوه کړه ،چې دا به له دې وروسته نوې پلازمينه وي . انقره د رسمي پلازمينې ، وزارتونو او دولتي موسسو عقل وبلل شو . دترکیې په سويل ختيځ کې تش په نوم دیار بکر په ګرده نړۍ دکردانو پر سياسي پلازمينې واوښته . دترکيې په شمال کې تونسيلي ، چې ترکي پوځ په 1938ز کې بمبارد کړه اودښاريانو پاڅون یې وځپاه ، له همدغه مهاله دښار مرکز د ترکي چپيانو مرکز شو . له همدغه ځايه په هره بڼه او رنګ چپي خوځښتونه راووتل او دا په ترکيه دمشهورو چپي ليکوالو ټاټوبی هم دی ، له بل پلوه ، دازمير ښار ګوټی د سيکولريزم او د لويديزوالو په دود د ژوند تېرونې او عصريتوب سمبول ګڼل کېږي . که چېرته په ترکيه کې داسې کوم ښار وي ،چې د دودیز اسلام استازيتوب وکړي نودا به د قونیي ښار وي . د قونیي د استوګنو ستره نښه داده ،چې د دوی دخپل دين احکام په ټينګه تر سره کوي . خپله ښار بیا پردې مشهور دی ، چې دا د اسلامي ګوندونو او ډلو ټاټوبی دی . د تيرې پيړۍ په اتیايمو اونوويمو کلونو کې دغه ښار د ترکيې په تاريخ کې دلومړي مسلمان لومړي وزير او د الرفاه ګوند دمشر نجم الدین اربکان د خوځښت مرکز بلل کيده .
په دې وروستيو کې قونيي ثابته کړه،چې دا د دوديزو مسلمانانو استوګنځای دی،ځکه په ټولټاکنوکې نږدې %65 استوګنو خپلې رايې د عدالت او پرمختيا ګوند کانديدانو ته ورکړې . دا د مولانا جلال الدين رومي ښار ګوټی دی ،چې دهمده له تصوفي افکارو څخه په ترکيه دمشهورو ديني طريقو څخه د( مولوية ) په نوم طريقه راووته . د جلال الدين افکارو د ترکانو اسلامي پوهه دومره اغېزمنه کړه ته وا ، چې له دې وړاندې اووروسته به هيچادغسې نه وي کړي . دترکانو په کورونو ، هټيو او ځانګړوموسسو کې به تل دا ګورې ، چې دمولانا اشعار به ارومرو پر يوه ديوال راځړيږي . دمولانا دابیت ( راځه راځه ... پرته له دې ،چې ته څوک يې ) ،چې دده ټوله فلسفه – بښنه ،دبل زغمل او تنوع منل - یې رالنډه کړي دترکانو تر منځ مشهور دی . کله ،چې له ترکانو سره غږيږې دا به درته وايي : له مولانا رومي پرته په ترکيه کې دا ناشونې نه وه ،چې دومره ډېر توکمونه ، ډلې او دينونه دې مې اووريجې شي او دومره دې سره منسجم شي . په دريو وچو کې د عثماني دولت د واکمنۍ له کبله په ترکيه کې هم مختلف توکمونه مېشت شول تر کان د مېشتو %70 کردان %20 جوړوی . پردې سربېره ارمنيان ، ترکمن ، اشوريان ، البانيان ، یونانیان ، بوسنايان ، بلغاريان ، ګرګان ، شرکسان ، چيچنایان ، عربان او نور توکمونه هم شته ،خو له دې هر څه سره د ترکیې هر ښار ځانته جلا هويت او نژادلري ،خوپه پای کې دا ټول بیا ترکان دي .
کله ،چې ترکان دخپل ځان په اړه غږيږي دوی خپل ځانونه ترکان نه بولي ، دوی وايي : د انادول استوګن يا انادوليان . انادول د اسيا په لويدیځ کې يوې غرنۍ جزیرې ته ورته سیمه ده ،چې د ترکيې ډېره برخه یې جوړه کړې ده او د ( کوچنۍ اسيا ) په نوم هم یاديږي ، دا هغه لومړنی مرکز دې ، چې لومړني ترکان ورته راغلي وو او دلته یې خپل دولت رامنځته کړ . دترکيې دغه بډايه او پيچلې جغرافیوي جوړښت ،چې کله یې ورته خیر او کله یې له شر سره لاس وګريوان کړې ده بسنه کوي . ترکيه د اسيا او اروپا ترمنځ پرته ده ( ٪97 ځمکه یې په اسيا کې او ٪3 په اروپا کې ده ) په سويل کې یې عراق ، سوريه او ارام سمندر دی په لويديځ کې يې ايجه سيند ، يونان او بلغاريه ده ، په ختیځ کې يې ګرجستان ، ايران ، ارمنستان او اذربایجان او په شمال کې يې تور سمندر دی . له اتو هېوادو سره پولې لري ، پرترکيې دهر دولت ستراتيژيک اغېز له ترکيې سره په ګټو او اړيکو کې نغښتې دی ، همدارنګه درې بحرونه ورڅخه راتاو دي ، له هر بحر څخه یې دښمنان او ملګري راپورې وځي . د ترکیې لپاره دا بسنه کوي ، چې له یوې خوا د اروپا او له بلې خوا د اسلام او ختيځ تر منځ د خپل ويشلي هويت له ځانګړنو سره چلند وکړي . ترکيه د عثماني دولت دعمر په وروستيو کلونو دجګړې او نړيوال کړکيچ له رحمه راوزيږيده اوبحرانونو سره روږدې وه ، هر يوه کوښښ کاوه ، چې خپله يې کړي . دا نو څه نادوده خبره نه ده ،چې څومياشتې وړاندې یو سهار د اسلامپالو او سيکولریستانو تر منځ دجمهوریت دهویت ( حجاب ، په دولتي ودانيو کې دلمانځه لپاره دځای معلولو) پر سر د پرانېستې جګړې پر مهال راوېښه شوه ،دا هم څه نادوده نه ده ،چې په کور دننه له ( کردانو ) او له کور بهره ( له امريکا ، عراق او نړيوالې ټولنې ) سره په پرانېستې جګړه کې ښکیل ده ، ترکيه غواړي ، چې عراق ته ننوځي او هلته د کردستان د کارګر ګوند غنډونه او روزنځايونه له منځه یوسي . همدغه کورني اوبهرني کړکيچونه دي ،چې نن ترکیه د منځني ختیځ ، اروپا ، امريکا او اسیا په ګردابونو کې راګيره کړې ده ، خو ترکان له ټکره نه ډاريږي ، ځکه دوی ته دخپل اغېز کچه معلومه ده . کله چې بیا خبره د ترکيې دملي ګټو وي ترکان بیا د امريکا او يا نورو نړيوالو ، سيمه ييزو ځواکونو خبرو ته غوږ نه باسي . دترکيې ننی مزاج د ګواښ او مخامخيدو مزاج دی ، په ترکيه کې داسې انګیرنه ده ، چې دترکیې کورنی ، سيمه يیز او نړیوال وضعیت يو څه پيچلی دی ، که چیرې د عراق کردان ځانته جلا هېوادجوړوي نو ترکيه به همداسې تړلی لاس نه وي ولاړه او نه دا غواړي ، چې دعراق په شمال کې دې دکردستان دکارګر ګوند غنډونه د امريکا او یا عراقي ځواکونو له نظامي لاسوهني پرته پرخپل حال پاتې شي ، ترکان د امريکا له غوسې نه ډاريږي « موږ ته امريکا مهمه نه ده که موږ پريکړه وکړه ، چې د عراق شمال ته د ترکیې د ملي ګټو په موخه ورننوځو ، موږ به دا کار وکړو موږ ته دامريکا شرم مهم نه دی »
له ترکيې څخه خپريدونکې د ( زمان ) ورځپاڼې مسوول مدير اکرم دومانلي ( الشرق الاوسط ) ته ويلي : « ترکان له دغه پرانېستي سيمه ييز چاپيريال څخه ډاريږي ، دې کې دهر څه احتمالات شته ، که چیرې ايران خپلو اتومي وسلو ته وده ورکړه دا به په سيمه کې پر زبر ځواک واوړي دغه مهال که ترکيه ډېره زیاته زیانمنه نه شي نو ډېره ،خو به شي » دترکيې دستراتيژيکو څېړنو د ( اسام ) دانسټيټوټ کارپوه سیرهات ارکمين هم ( الشرق الاوسط ) ته ورته څرګندونې کړي : « ددغو سیمه ييزو اونړیوالو پرمختګونو په ترڅ کې ترکان تاريخ ته ډېر ه پاملرنه کوي اوهغې ځانګړې استثنايي طريقې ته ډېر ارزښت ورکوي ، چې دوی یې د یو ملت او دولت تر کچې پورې رسولي » .
ترکې اندیال شريف ماردين په دې اړه ( الشرق الاوسط ) ته وايي : « کله ،چې سړی په ترکيه کې د ټولو پدیدو په اړه سوچ کوي ... ده ته ښايي چې دتېر په اړه سوچ وکړي ، چې دترکیې ځانګړنې یې رامنځته کړي ... اوپه سيمه کې یې يوه استثنا ګرځولې ده » . دبیلګې په توګه عثمانیان له 13 مې پيړۍ راهیسې د دولت له مفهوم سره اشنا و او ( دولت عاليه عثمانيه ) به یې باله شعار یې ( دولت آبد مدت ) و مانا( تلپاتې دولت)
ترکان دخپلو ګټو په اړه د ډار احساس کوي ، خو د خپل هویت او شتون په اړه ډاډمن دي ددوی خپل تاريخ به یې ژغوري . دننۍ ترکيې دترکانو اصل ( غزی یا اوغوز ) ترکي نژادته ورګرځي اوهمدوی دسویل لويديځ دترکانو نيکونه بلل کېږي ،چې دترکیې ، قبرص ، بلقان ، يونان ، بلغاريې ، ترکمنستان او ايران ترکان د دهمدوې له زوزاته ( اولادې ) څخه دي . اوغز ترکان دسترو امپراتوريو لکه سلجوقي ، عثماني او صفوي هغو بنسټ اېښودنکي دي ، عثماني امپراتورۍ به ځان د روماني هغې وارث باله کله ،چې محمد الفاتح په 1453/5/29 کې روماني امپراتورۍ ړنګه کړه دغه مهال محمد الفاتح عثماني دولت او ددې کلتور ، دود داسلام او رومانوي کلتور څخه جوړه شوې یوه برخه وبلله ،د عثماني دولت له هماغه پيله یوه ځانګړنه داوه ،چې ديني ، ژبني اونژادي تنوع په کې وه او بله ښیګڼه یې داوه ،چې دمرکز له لاسوهنې پرته یې نورو مذهبي اونژادي لږه کيو ته دخپلو چارو دسمبالښت پوره واک ورکړې و . د 6 پيړيو لپاره عثماني دولت له کلتوري ، سیاسي او اقتصادي اړخه د ختیځ او لويدیځ تر منځ ويشل شوې و . لويديځ پالنه یې دکلتور يوه اصیله او رغونکې برخه شمېرل کېږي . عربانو له لویدیځ سره د نیواکګرو چلند کړې ،خو ترکان یې شپږ پيړۍ حاکمان پاتې شوي . ځکه خو ترکان دوياړ او ارزښت احساس کوي . دوی پوهېږي ، چې په منځني ختیځ کې دترکانو رول او اغېز دلويدیځ ، امريکا او د سیمې هېوادو لپاره مهم دی همدارنګه ترکان پردې هم پوهېږي ،چې دوی څومره ترفشار لاندې دي . دترکيې د سیاسي اسلام پلار نجم الدین اربکان ( الشرق الاوسط ) ته وايي :
« په منځني ختیځ کې ترکيه دامريکا او لويديځ لپاره مهم دولت دی ... که ترکيه يې له لاسه ووته هرڅه يې له لاسه وتي بوله » اوسمهال دسیمه ييزو اونړیوالوځواکونو سترګې ترکیې ته وراوښتې دي .
دترکيې پريکړې په دوو ښارونو کې ،چې واک او نفوذ یې په خپل منځ کې ویشلې دی رامنځته کېږي ، سياسي پریکړې له رسمي پلازمینې انقرې څخه صادريږي او اقتصادي هغه بیا له استانبول څخه ،چې اقتصادي پلازمینه شمېرل کېږی .
استانبول په ددو برخوويشل شوې يوه يې د( ويش ډګر ) چې په 1928 ز دترکيې دجمهوريت دجشن دنماځنې په موخه جوړ شو او بله برخه یې د ( مدرسة جلطة سرای ) په نوم ده . دا د عثماني دولت له مهاله تراوسه يوه نوموتې مدرسه ده . دا نو اقتصادي ، کلتوري او مطبوعاتي ښار دی .
دښار په منځ کې دمحمد الفاتح ، اياصوفيا او شين جامع مسجدونه دي ، ترکان له استانبول سره مينه لري په استانبول کې هر زيږيدلې ترک له دې عبارت څخه پيل کوي : زه استنبولې یم . استانبول معاصر بابل دی ، داستانبول په ( استقلال سړک ) کې ،چې تر ټولو لوی سړک هم دی عربي ، عبري ، انګليسي ، ايتالوي ، هسپانوي ، چاپاني ، چينايي ، ترکي او پاړسي غږونه اوري . د دوکانو پرسر به په وړو راځړيدلو لوحو وګورې ، چې پرې ليکل شوي : له موږ سره عربي ، فرانسوي ، پاړسي ژباړونکي شته ، په هرځای کې به دا عربي جمله ګورې : له موږ سره داکس لارج میچونه هم شته .
د وېش ډګر داستانبول شانزليزيه ده هر ډول پرمختللي دوکانونه ، کتابپلورنځي ، قهوه خانې ، هوټلونه او خوړنځايونه لري . کله ،چې له شور او ځوږه ډک د ویش ډګر څخه تيريږي له هرې خوا به دموسيقۍ اوازونه اورې ددوکانو څښتنان ځکه په لوړ غږ موسيقي غږوي ،چې دګرځندويانو پام دځان لور ته راواړوي . هغه ځوانان ،چې کار يې نه وې موندلې دلته به ولاړ وي ګيتار او شپيلۍ به وهي ، ځوانان ،چې کله په خپل منځ کې وران شي بیا د وېش په ډګر کې ناڅي ،ځکه خو هنرمندان ، ليکوال ، ژورنالیستان ، انځورګر ټول له یوې مخې استانبول ته راروان وي . استانبول بوهیمیی ،ښکلې ښار دی ، همدومر ه موسیقي به بس وي د ځمکې پر مخ به په بل ځای کې دومره موسيقي نه اوريدل کېږي .
په پارلمان کې دعدالت او پرمختیا د ګوند استازۍ ليکواله سوزان ، چې ښکلي شنه کالي يې له حجاب پرته اغوستي و ( الشرق الاوسط ) ته وايي : استانبول هغه ښار دی ،چې دګردې ترکیې استازیتوب کوي ، دلته تاريخ او ازادي څنګ په څنګ دي .
په استانبول کې د بزنتیانو دمهال دېوالونو اوکليساوو ،چې درومانيانو مهال ته ورسيږي يوه ځانګړنه وربښلې ده همدارنګه دعثمانیانو دمهال مسجدونه ، د عثماني حاکمانو ماڼۍ هم له ځانګړنو څخه دي ، اوس خو اسمانڅکې ودانۍ هم جوړې شوې . په دغه ښار کې پېرونه او زمانې څنګ په څنګ ژوند تيروي داسمانڅکوودانيو تر څنګ به په کوڅوکې سوالګر ، سپي ، کوڅه ډبې پيشوګانې ښې پريمانه پر مخ درشي .
په استانبول کې پخواني مسجدونه دغه ښار ته د اسلامي پلازمینې بڼه ورکوي ، له دوهمې نړیوالې جګړې راوروسته په استانبول کې نوې مسجد نه دی جوړ شوې ،په استانبول کې 2500 مسجدونه دي ، په بله مانا دهرو 4 زرو کسانو په سر یو مسجد . د ارتودکیسې کلیساوې ديونانيانو او ارمنيانود شتون له کبله له 300 نيولې تر زرګونو پورې ،خوپه دې وروستيولسيزوکې مخ په کميدو دي .
ترکانو ته استانبول په هر څه کې دمخبېلګې په توګه ښکاري هغه دچاخبره په اوبو کې ورته خوله دي دا خبره اوس دود ده : د « استانبول خواړه » د « استانبول مېوه » د « استانبول موډ » د « استانبول دوکانونه » د « استانبول دخلکو دخبرو طریقه » اوس د « استنبولي » ستاينوم ( صفت ) د لوړکچې او هرښه شي لپاره کارول کېږي .
استانبول دترکيې له سترو ښارونو څخه دی ، داستوګنو شمېر يې له 14 ميلونو اوړي ، کېدای شي دغه شمېر په نږدې راتلونکو کلونو کې له دې ډېر نه شي . اوس صنعتونه لګيا دي له استنبوله نورو ښارونو لکه ازمير ته ليږدي ازمير د سينما ،هنر ، ډرام ، موسيقۍ ، ناول ، ولسي ادب ان تردې ،چې د اقتصاد او سياحت پلازمینه ده . په دغه ښار کې 13% ترکان مېشت دي 21% ښاريان دي 11% يې کارګر دي 30% صنعتي پانګه ده 40% یې دسوداګرۍ کچه ده او دترکيې د ملي اقتصاد 21% برخه جوړوي .
سره له دې ،چې استانبول د طبیعي ښکلا څښتن ښار دې ، خودا یو بې رحمه ښار دی ، د ټيټې او منځنۍ کچې خلکو ژوند په کې تريخ دی ، دنرخونو بیې يې له انقرې څخه 4 چنده زیاتې دي ، ټولنيز ژوند په کې نااشنا دی ، خلک دګوښيتوب اوانانیت د څپې له خپريدوڅخه سر ټکوي ، کورنۍ اړيکې سمې نه پالل کېږي ، دجنايي جرمونو کچه ورځ تر بلې مخ په زياتیدو ده لامل یې د ترکيې د نورو بیوزلو ښارونو څخه دکارګرو ورتګ ښودل شوې . سره له دې ،چې دا په نړيواله کچه له سترو سياسي ښارونو څخه شمېرل کېږي ،خو کردانو او نورو مهاجرو لږه کيو ته یې په خپله غېږه کې ځای ورکړې .
استانبول مېشتي کله نا کله له انقرې څخه سر ټکوي ، چې په انقره کې دمختلفووزارتونو له اټکله پورته بيروکراسۍ ورته مالي زیان وراړولې اود بيوزلۍ لامل هم دی ، له ټولو هڅو سره سره اوس هم په استانبول کې ډېر کورونه او استوګنځایونه بې نخچې دي .
کله ،چې په 1923 ز کې پريکړه وشوه ، چې انقره دې پلازمينه شي استانبول په ناوړه حالت کې و بنسټيزې ودانۍ او پروژې دجګړې له کبله ویجاړې وې . د کمال اتاتورک د واک پر مهال ، دازادۍ جګړې ته پاملرنه ، له دې وروسته بيا د نوې ترکیې د دولت دجوړونې هڅه ددې خنډ شوه ،چې په استانبول کې له هغه سیمې پرته ، چې خپله اتاتورک کې په مېشت و له یوه استوګنځای پرته نورې ودانۍ جوړې شي ، نور نو ښار هماغسې و لکه څرنګه ،چې عثمانيانو جوړ کړې و ، دشلمې پيړۍ تر څلويښتمو کلونو پورې وضعيت همداسې و د دویمې نړيوالې جګړې له کبله پر بنسټيزو پروژو او ودانيو نور لګښت ونه شو په پنځوسموکلونو کې د ښار وضعيت يو څه بدلون وموند دغه مهال دترکيې له کليو اوبانډو څخه د استانبول پرلور دخلکو بهیر رامات شو له دې سره د هغوودانیو ، استوګنځايونو شمېر زیات شو ، چې پناه غوښتونکو به بې نخچې جوړلولې دا به یې ( جیشکوندو / دشپې جوړې شوې ) بللې پناه غوښتونکي اړ و ، چې د 48 ساعتو په ترڅ کې دخپلو کورونوچتونه ودروي او کنه بیا نو سيمه یيزو چارواکو دا واک درلود ،چې دمحکمې له امر پرته دغه ودانۍ ونړوي ،سياستوالو ځکه له دغوکورونوسترګې پټولې ،چې دوی په ټولټاکنو کې دهمدغو مهاجرو رايو ته اړتیا درلوده د ړنګونې پر ځای يې د بريښنا او اوبومرسته هم ورسره وکړه . دځمکې مافيا ، چې دولتي ځمکې به يې پرمهاجرو پلورلې ددوی دغې چارې دبې نخچې کورونو شمېر نور هم زیات کړ داخبره به ډېره تکراريده او داستانبول پخوانی ښاروال او د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوګان به ویل : دښار او خلکو چوپړ « دعبادت يو ډول دی » خو ښار دهوسۍ ښکر و ، دغو بې نخچې کورونه دشلمې پيړۍ په اویايمو اواتیایمو کلونو د یو لړ سياسي او ټولنيزو ستونزو لامل شول . په نوويمو کلونو کې په استانبول کې سخت دريځه اسلامپال اونور منځلاري لکه اردوګان وځليدل ، خو استانبول بياهم حساس ټکی و ،په 1960 ز کې د ښار د استوګنو شمېر يونيم ميلون ته ورسيد عدنان مندريس پر استانبول يو څه ګوتې ووهلې د لومړي ځل لپاره یې د بوسفور پر تنګي پل جوړ کړ ،چې په 1973 ز کې یې کارونه بشپړ شول . هغه مهال چپي ګوندونو د پل جوړول د ملي شتمنۍ ضياع وبلله ، خو رښتیا داده ،چې پل داستانبول داسيايي برخې دودې او پرمختګ لامل شو په دغه برخه کې داستانبول درېيمه برخه استوګن مېشت دي د اروپايي اړخ په پرتله دغه برخه بیوزله او له پامه غورځيدلې وه په استانبول کې ،چې مندریس د پرمختګ کومې هڅې پيل کړې وې دا تورغوت اوزال د واک پر مهال ،چې په 1983 ز د ترکیې لومړی وزیر شو څو چنده شوې دغه مهال داستانبول فعاله ښاروال بدرالدین دالان و نوموړي هغه مهال د بوسفور له ساحل څخه کارځايونه ( ورکشاپونه ) له يوې مخې لرې کړل ، سيمه یې له یوې مخې پاکه کړه ،په بوسفور کې يې نوې سړکونه جوړ کړل ، همدارنګه یې بل پل جوړ کړ ، چې دواړه خواوې یې سره ونښلولې ، له دالان وروسته نور الدین زوزان د ښاروال په توګه وټاکل شو او دمترو کېندنه یې پيل کړه ، استانبول دخپل ګڼ نفوس له کبله یو ککړ ښار دی ،خو دشلمې پيړۍ په نوویموکلونوکې ورته د بلقان له لارې دروسیې طبيعي ګاز راورسيده ، چې د ښار بڼه یې يو څه بدله کړه اوپاک شو ، په استانبول کې يو نیم ميلون موټر ، نیم ميلون سروېس ، لارۍ ، موټر سایکلونه ، چې هره ورځ د ترکیې پر سړکونو ګرځي .
د استانبول اقتصاد پر خدمتونو ولاړ دی ، دا د سترو بانکونو ، شرکتونو مرکز دی ، همدا لامل دی ،چې استانبول تل او یا کله نا کله مسافر راجذبوي . په استانبول کې دبسونو اډه ،چې پر ( الذهبي ) ساحل پرته په 2002 ز کې يې هره ورځ 80 زره مسافر لیږدولي ، بسونه استانبول دترکیې له نورو ښارونو سره نه نښلوي ،بلکې له بلقان ، روسيې او د پخواني شوروي اتحاد له يو شمېر جمهوريتونو ، اروپا او منځني ختیځ سره يې نښلوي . استنول ،چې د سفر مرکز ګڼل کېږي نو له سياحت څخه ډېر څه تر لاسه کوي د 2002 ز په دوبي کې له استنول څخه 20 ميلونه مسافر تېر شوي . خو پلازمینه انقره بیا ددغه عبارت تر سیوري لاندې ژوند کوي « په انقره کې ښه شی دادی ،چې ورڅخه ووځې » دا دترکي شاعر يحیی کمال خبره ده او هغه مهال یې دانقرې په اړه کړې وه کله ،چې انقره د پلازمينې په توګه غوره شوه ، هغه مهال په کې د ( انقره بالاس ) په نوم يو ښه ميلمستون او د ( کاربش ) په نوم يو ګوزاره حال خوړنځای و ائتلافي ځواکونو سرتیرو به همدلته ډوډۍ خوړله او د ( ثريا ) په نوم یو کلب يې هم درلود . نن په انقره کې د سفارتونو او دولتي موسسو له کبله دپنځه ستوریز هوټل سربېره نور ښکلې او په زړه پورې هوټلونه شته ،خو په استانبول کې ځينې شيان شته ،چې هغه په پېسو نه رانيول کېږي لکه تاريخ ، د انقرې دبنسټيزو ودانيو اوښکلا په موخه په ميلياردونو ډالره لګښتونه وشول ، يو پاک ښار يې ورڅخه جوړ کړ ،خواوږد تاريخ نه لري او ډېر ورته دبې روحه ښار په سترګه ګوري .
دانقرې په منځ کې به دې په هغه څه سترګې ولګېږي ،چې ترکان ېې له خپلو تاريخي نښو څخه شمېري دا د هغه پخواني پارلمان ودانۍ ده ،چې اتاتورک جوړه کړې اوپه 1923 ز کې دجمهوريت د اعلان شاهده وه . په انقره کې د حکومت ، وزارتونو ، پارلمان ، پوځ او بهرنيوسفارتونو ځايونه دي . له حکومت سره دخپلو چارو او معاملو دخلاصولې په موخه یې هره ورځ نږدې 10 زره کسه انقرې ته راځي .
انقره د پوهنتونو له پلوه بډايه ده د6 پوهنتونو کوربه ده 4 یې دولتي او 2 شخصي دي او 140زره محصلين په کې زده کړې کوي په بله مانا د ګردې ترکیې 90% زده کونکي همدلته دي په دغو پوهنتونوکې نوموتی پوهنتون کې د (منځنی ختیځ دټيکنالوژۍ / الشرق الاوسط التکنولوجیة ) پوهنتون دی په دغه پوهنتون کې دزده کړې ژبه انګليسي ده . پردې سربېره د ( بيلکنت ) شخصي پوهنتون هم دلته دی . په انقره کې دمحصلينو شتون په کيزیلای او ينیشهر کې د کتابپلورنځيو ، خوړنځايونو بازارهم تود ساتلې .
په 1940 زکې د لومړنۍ سرشمیرنې دپایلې له مخې دانقرې د اوسيدونکوشمېر 188 زره وو . المانی انجینر هرمان جانسين ، چې خپله اتاتورک دانقرې دنخچې لپاره غوره کړې و په دې باور و ،چې په پنځوسو راتلونکوکلونو کې به د انقرې داستوګنوشمېر 300 زره کسانو ته ورسیږي ، خو په 1980 ز کې دانقرې د ښار د استوګنو شمېر دوه میلونه او 200 زرو ته پورته شو اوپه 2000 ز کې بیا دغه شمېر درې ميلونو او 200 زرو ته ورسيد اوس دنفوسو له اړخه انقره دترکیې دوېم ښار ګڼل کېږي .
انقره دترانسپورت په برخه کې په عصري اورګاډو اوموټرو ډډه لګوي ، چې د ښار په منځ ( انقري ) کې تګ وراتګ کوي په دې وروستيوکې ، خود ګڼې ګوڼې دمخنيوي په موخه پلونه هم جوړ شوي ددې تر څنګ مترو هم جوړه شوې ده ،چې د ښار لويديځ له ختیځ سره نښلوي او اساسي مرکز يې دانقرې په منځ ( کيزبلاي ) کې دی .
دانقرې خلک داخوښوي ،چې ووايي : داښه خلک دي ، داستانبول له هغو څخه ډېر عصري او ارام دي ،خو انقره ستړې کونکې ده ، ترکان او بهرنيان دا عملي کوي ( په انقره کې ښه شی دادی ،چې ورڅخه ووځې )
سياستوال او ډيپلوماتان ،چې څنګه خپل کارونه او دندې بشپړې کړي سمدلاسه چټل اودګڼې ګوڼې استانبول ته مخه کړي . عجيبه داده ،چې نن ورځ ترکيه په خپل ځان کې د ډېرو پېښو په اړه په دوو برخو ويشلې ده ،خو زامن یې که دا سیکولر دي يا اسلامپال له یوې مخې ( کمالیان ) دي . ټول غواړي ، چې ترکیه دې داروپايي ټولنې غړۍ شي ، ترکيه عصري ، نوې ، نرم دولت دی پر خپل تېر او اوس وياړي ، ترکان زده کونکې ملت دی ،دوی زده کړې ته په درنه سترګه ګوري ، خو چې څرنګه زده کړه وکړي دلته بېا هر یو خپله لاره چاره ځانته غوره کوي .