په افغانستان کی بهرنی او داخلی څیړونکی

 
کله چی په افغانستان کی شوروی یرغل منځته راغی نو دزیاتو ژورنالستانو پام یی ځانته راواړاوه، په ځانګړی توګه سره دلویدیځو هیوادونو ژورنالستان ډیر دی ته لیواله شول چی افغانستان ته راشی او خپل راپورونه واخلی، چی دجهاد په لمړیو کی دلویدیځ ژورنالستان دمجاهدینو صفونو ته تلل او په میاشتو او میاشتو به یی دهغو په سنګرونو وخت تیراوه ترڅو دافغان مجاهدینو راپورونه په تصویری او غیر تصویری شکل دځان سره یوسی.  کله چی دطالبانو حکومت منځته راغی نو هغه ژورنالستان چی دلویدیځ څخه به راتلل ترڅو تصویری راپورونه او خبرونه ځانته برابر کړی دډیرو ستونزو سره مخ شول، کومو ژورنالستانو به چی په پټه توګه سره دطالبانو انځورونه اخیستل  دسختی سزا سره مخ کیدل. که چیری به هم دطالبانو دانځورونو په اخیستلو باندی بریالی شول نو دخپلی اړوندی اداری څخه یی ښه کریډت ترلاسه کاوه. خو د 2001 کال څخه راپدیخوادبهرنیو ژورنالستانو سره په خواکی دبهرنیوڅیړونکو بهیر هم په افغانستان کی زیات شو، چی په زیات تعداد سره یی  دلویدیځی نړی سره تړاو لری.
دوی دخپلو څیړنو په پایله کی زیاتی لیکنی کړی دی او کوی یی، چی داڅیړنی کلتوری، ټولنیز، اقتصادی، سیاسی او تاریخی اړخ لری. ولی یو بل اړخ چی ځینی افغانان ورسره نوی آشنا شوی دی او دبهرنیو (لویدیځو) څیړونکو لخوا دلته مروج شوی عبارت له جنسیت یا جندر څخه دی، ددی موضوع سره ډیر لږ افغانان آشنادی. دجندر په پیاوړی کیدو باندی غیر دولتی موسسی ډیر کارکوی، په میلیونو نو ډالر یی پری مصرف کړل او مصرفوی یی، خو زه ددی موضوع په اړه څه نه و ایم چی ایا دجندر پیاوړی کیدل افغانانو ته ښه دی که ندی؟ یا عامو افغانانو ته قابل دقبول دی که ندی؟ خو مهمه مسله داده چی داخلک چی دڅیړونکو پنامه افغانستان ته راځی اوڅیړنی کوی، ایا دوی ریښتیا څیړونکی هم دی که ندی؟ ایا پدوی که دبهرنیو هیوادونو جاسوسان هم شته اوکه نشته؟
دانو ددولت مسولیت دی، دولت په خاصه توګه سره دافغانستان دعلومو اکاډمی او پوهنتونونه باید داسی یو سیسټم ولری ترڅو لدوی څخه پوښتنه وشی چی ایا هغه یو واقعی څیړونکی دی؟ دکوم پوهنتون زده کونکی دی؟ او که نه داسی یو څوک دی چی دیوی کمپنی لپاره او یا دیوی شبکی لپاره یو جاسوس دی ترڅو خپل امتیاز لدی لاری ترلاسه کړی.
لکه څنګه چی د افغانستان طبیعی زیرمی ځای په ځای پاتی دی او هرڅوک پکی دلچسپی ښایی، څیړنیز مسایل یی هم همداسی دی.
په بهرنیو هیوادونو کی په ځانګړی توګه په اروپا او امریکا کی داسی موضوع نده پاتی چی څیړنه او لیکنه پری نه وی شوی. کله چی یو محصل دخپل پوهنتون څخه خپل فراغت ترلاسه کړی داحق نلری چی پخپل اړوند مسلک کی کار وکړی ترهغه پوری چی مربوطه پوهنتون لخوا ورکړی شوی موضوع باندی دقیقه څیړنه ترسره نکړی. نو دهغوی لپاره دیوی نوی موضوع پیدا کول آسانه کارهم ندی چی په هغه باندی څیړنه نه وی شوی.
ولی په افغانستان کی یی ډیر په آسانی سره ترلاسه کولای شی، دبهر څخه یو راغلی زده کونکی کولای شی چی په هره ساده موضوع باندی نوی لاسته راوړنی ولری، ایا دغه معلومات چی دلته یی ترلاسه کوی او بیا یی دیوه کتاب په شکل خپلی اړوندی اداری او یا پوهنتون ته وړاندی کوی ترڅو امتیاز پری ترلاسه کړی دادقیق او درست هم دی او  که ندی؟ ددوی اړونده اداره ددی سپیناوی لپاره دلته نه راځی، ایا دغه معلومات چی لدی ځایه څخه یی ترلاسه کوی د افغانستان کلتوری، ټولنیز، اقتصادی، سیاسی او یا د طبیعی منابعو منفی اړخ  انځوروی او که مثبت اړخ یی ښایی؟ ایا پدی څیړنو کی د افغانانو دکمزوریو ټکی په ګوته کیږی او که دقوت ټکی یی؟ نو ددی سپیناوی لپاره باید دافغانستان دولت او په خاصه توګه سره دعلومو اکاډمی او دافغانستان پوهنتونونه یو کاری سیسټم ولری.
داباید ومنو هر څیړونکی چی افغانستان ته راځی په یواځی ډول سره معلومات نشی ترلاسه کولای ترڅو چی دهغه په خواکی یو افغان میشت نه وی، ولی هغه افغان چی دهغه سره کار کوی، هغه یو څیړونکی نه وی بلکه یو معمول افغان وی ترڅو دڅیړونکی دبهرنی ژبی مشکل دژباړونکی په ډول ورته حل کړی.
که داسی یو سیسټم وجود ولری چی بهرنی څیړونکی په صحیح مانا سره وپیژندل شی، خپله موضوع روښانه کړی. او دی اړخ ته هم توجه وشی چی داڅیړنه به افغانانو ته ښه پایله ولری، او داهم ورسره ضمیمه شی چی بهرنی څیړونکی به خپل راټول شوی معلومات دافغان څیړونکوسره شریکوی ترڅو معلومه شی چی ترکوم حده پوری داڅیړنه ښه ده او ترکوم حده پوری نده؟ او وروسته دڅیړنی دتمامیدو څخه باید پښتو او یا دری ژبی ته وژباړل شی. نو پدی صورت کی به هغه یوه ښه څیړنه دافغانانو لپاره او هم دڅیړونکی لپاره وی.
ولی ددی برعکس کله چی بهرنی څیړونکی خپله څیړنه پای ته ورسوی نو هغه په بهرنی ژبه (انګریزی ) باندی وی، نوداسی څوک به پیداشی چی هغه څیړنه ټوله ولولی او دهغی دکمزوری او قوت ټکی، دروغ او ریښتیا په ګوته کړی. نو بهرنی څیړونکی دخپل کتاب سره یوځای خپل هیواد او یا اړوندی اداری ته ځی او بی ساری مالی او علمی امتیاز پری ترلاسه کوی خواکه هغه غلطه وی اوکه درسته وی. ولی داسی ارګانونه او اداری هم شته چی خپلی څیړنی او راټول شوی معلومات دافغانانو سره شریکوی، پدث صورت کی هم خپل هرډول راټول شوی معلومات په افغانانو او دافغانستان پر دولت باندی منلای شی. ددی لپاره آسانه کار یی دیوه سیمینار دایرول دی، څو افغانان اوددولت کارکوونکی دمختلفو ادارو څخه راغواړی او ښه ډوډی ورته تیاروی. نو ښکاره خبره ده اوپدی باندی باید سترګی پټی نکړای شی چی افغان ورغلی څیړونکی او ددولت کارکوونکی دهغوی خبرو ته ترهغه پوری غوږ نیسی ترڅو دکانټینینټل ډوډی ترخپل ستونی نه ښکته کړی او بیا پخپله لاره ځی، دی ته غوږ نه نیسی چی ایا دغه ارګلان یا اداری چی  کومه څیړنه کړی ده دادرسته او صحیح هم ده اوکه نه؟
داسی ډیر منابع هم شته دی چی دبهرنیو څیړونکو سره پخواکی افغان څیړونکی کار کوی، ټول معلومات ورته افغانان راټولوی. ورورسته دانګریزی ژبی داهتمام او ځینو برخو په ښکته او پورته کولو سره یی امتیاز دبهرنی په برخه کیږی.
پدی وروستیو کی زمونږ دګاونډ هیواد ایران څخه هم ځینی څیړونکی راځی او په مخلتفو موضوعاتو باندی معلومات راټولوی. نو هماغه د سټو کول لیکلی کتاب (دپيریانو جګړی) راپه یاد شی، کله چی په افغانستان کی دروس کی. جی. بی. موجوده وه نو دامریکا دمتحده ایالاتو پټه شبکه (سی. آی. ای) به خپل معلومات دژورنالستانو ترنامه لاندی راټولول. ولی اوس کیدای شی چی ایران به دامریکا معلومات زمونږ په هیواد کی دڅیړونکو ترنامه لاندی راټولوی. هغه څیړونکی چی دایران څخه راځی، ټول یی په ایران کی افغان میشت مهاجرین دی. زه تراوسه پوری دیوه اصل ایرانی میشت څیړونکی سره نه یم مخ شوی. ددوی ټولی څیړنی دسیاست او د ښځو دحقونو په اړوند وی. خو ددوی ډیره پاملرنه کلتوری اړخونو ته هم وی، اوپایلی یی ډیر خطرناکی وی. په ریښتیا سره به ځینی ګاونډی هیوادونه مونږ ته بمونه او ځان وژونکی رالیږی، ولی ایران مونږ ته داسی خواږه زهر رالیږی چی هروخت به دمونږ سره لاس او ګریوان وی. چی یو ساده مثال یی د(دپوهنتون) دنوم په مقابل کی د (دانشګاه اودانشکده) مسله ده. زمونږ دپارلمان غړی چی دافغانستان دملت مشران اوپوهه خلک دی، پردوی باندی هره ورځ ډالر مصرفیږی یوځی دیوی کلیمی درامنځته کولو سره یی نژدی وو چی یوځلی بیا په بوتلونو وولی نو دایران دولت که نوری کلیمی په خلکو کی ورواچوی نو زه پردی باور لرم چی یو دبله به په ټوپکو وولی.