
د جون په ۲۵ نیټه په اسلام اباد کې د دغه هیواد د لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني تر مشرۍ لاندې یوه غونډه جوړه شوې وه چې په کې پر لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني سربیره نورولوړ پوړو پوځي افسرانو هم ګډون کړی و ، له دغې غونډې څخه موخه په قبایلي سیمو کې د روانو حالاتو څیړل و. دوی وروسته له اوږدو خبرو اترو د قبایلي سیمو په اړه درې ماده ییزه تګلار جوړه کړه چې لومړی باید له طالبانو سره خبرې وشي ، دویم : په قبایلي سیمو کې د پرمختیايې پروژه پیلول. دریم د اړتیا پر مهال د هغو پرضد نظامي عملیات ترسره کول چې د سولې له تړون څخه سرغړونه کوي : خو کله یې چې د باړې عملیات پيل کړل په حقیقت کې حکومت خپل دریم انتخاب په لومړي سر کې راوست نو د خلکو تر منځ یې پوښتنې راولاړې کړې ، دوی دې پایلې ته هم ورسیدل چې کیاني دا واک لري چې په قبایلي سیموکې دې عملیات ترسره کړي ، په همدې وخت کې په باجوړ سیمه کې طالبانوله دوو افغانانو څخه امریکایانو ته د جاسوسۍ په تور سرونه غوڅ کړل . که څه هم دا په قبایلي سیمو کې کومه نوې خبره نه وه له دې مخکې هم طالبانو څوځله په دغه سیمه کې له یوشمیر خلکو څخه امریکا ته دجاسوسۍ په تور سرونه غوڅ کړي وو خو د دې پیښې او هغو ترمنځ توپیر یوازې دومره و چې هغه به رسنیو نه خپرولې او دایې خپره کړه ، او لامل یې دا و چې پاکستاني ولس ته وښایی چې قبایلي سیمو کې طالبان اوس پیښور ته ګواښ دي ، نو باید پر ضد یې عملیات پیل شي نو په همدې پلمه یې د جون پر ۲۸مه په خیبر ایجنسۍ کې عملیات پیل کړل چې د عیني شاهدانو له خولې پاکستاني ځواکونو په دغه عملیاتو کې هیڅ کومه لاس ته راوړنه نه درلودله او نه یې د غه عملیات په ریښتیني توګه ترسره کړل ، دوی یوازې دا په روانې میاشت کې د پاکستان د لومړي وزیر ګیلاني د هغه سفرلپاره چې په ۲۷ -۲۸ جولایې کې یې امریکا ته ترسره کوي د دغه هیواد د ولسمشر لپاره یوه سوغات و . او ځیني بیا وایی چې دغه عملیات پاکستان ته د لوړپوړي امریکایی چارواکي رچرډباوچر له سفر سره تړاو درلود . که څه هم د غه عملیات د نړیوالو له خوا ښه و ارزول شول خو په اصل کې د غه عملیات ټوله دوکه وه او دوی د لشکر اسلام هيڅ کوم غړی ونه نیوه او نه یی د دوی کوم روزنځای له منځه یوړو .
خیبر ایجنسۍ له پیښور څخه ۱۵ کیلو متره لرې پرته سیمه ده چې دغه سیمه د منګل باغ د لشکر اسلام لخوا اداره کیږي په دوی دا تور هم دی چې دوی له پیښور څخه ۱۶ عیسویان تښتولي وو . دغه سیمه دا اهمیت هم لري چې په افغانستان کې میشتو ائتلافي ځواکونو ته نږدې ۸۰٪ په سلو کې مهمات له همدې لارې لېږدول کېږي .
طالبان ولې بيا پياوړي شول ؟
د فبرورۍ د ۱۸ مې تر ټولټاکنو وروسته په سرحد ایا لت کې کامیاب شوي عوامي نشنل ګوند هیله وښودله چې په سرحد او قبایلي سیمو کې میشتو طالب جنګیالیو سره د سولې تړونونه لاسلیک کړي ، که څه هم د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۶ کال تړونونه یوه ناکامه تجربه وه ځکه طالبانو له دغه وخت څخه ګټه پورته کړه او ځانونه یې بیرته منظم کړل او په افغانستان کې یې خپل بریدونه زیات کړل او همدارنګه یې په قبایلي سیموکې د پاکستان د واک لمن په ټولولو هم پیل وکړو چې د پاکستان حکومت دا د ځان لپاره یو ګواښ وګاڼه او تړونونه یې مات کړل .
اپريل ۲/ ۲۰۰۸ دې نيوز
د پاکستان حکومت له طالبانو سره په سوات کې یو تړون لاسلیک کړ، چې دواړه خواوې په ۱۵ مادو سره سلا شول چې په لاندې ډول دي :
۱ د شریعت به په دواړو ولسوالیو سوات او ملاکنډ کې نافذیږي
۲ پاکستاني ځواکونه به له سیمې وځي.
۳ دواړه خواوې به بندیان تبادله کوي.
۴ طالبان به د حکومت حقونه پیژني او له امنیتي ځواکونو سره به همکاري کوي او حکومت به هغو خلکو ته د زیان تاوان ورکوي چې کورونه یې په جګړه کې وران شوي دي .
۵ طالبان به په میوزیک دوکانونو او حمامونو باندې نور بریدونه نه کوي .
۶ د وسلو په ګر ځولو به بندیز وي یوازې به هغه وسلو ګرځولوته اجازه وي چې جواز لیک ولري.
۷ طالبان به د نورو مذاهبو درناوی کوي .،
۸ طالبان به هیڅ رنګه روزنیز مرکزونه نه جوړوي .
۹ طالبان به د ځانمرګو برید کوونکو ملاتړ نه کوي
۱۰ طالبان به بهرني جنګیالي حکومت ته سپاري .
۱۱ طالبان به له حکومت سره مرسته کوي چې ماشومانو ته د پولیو په رسولو کې کوم ځنډ را نه شي
۱۲ د مولانا فضل الله مدرسه امام ډهرۍ دې په یو اسلامي پوهنتون بدل شي .
۱۳ یوازې به هغو راډیو سټیشنونو ته اجازه ورکول کیږي چې جواز لیک ولري .
۱۴ طالبان به هغو ښځو ته اجازه ورکوي چې غواړي خپلې دندې ترسره کړي .
د دغه تړونونو دلاسلیک کولو وروسته د ۲۰۰۸ په لومړیو ۵ میاشتو کې په افغانستان کې د طالبانو په بریدونوکې ٪۴۰ زیاتوالې راغی او یواځې په جون میاشت کې ۳۹ بهرني ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
همدارنګه د پاکستان حکومت له مولانا فضل الله سره د ۲۰۰۷ز په مۍ کې هم ورته یو تړون په ۹ مادو کې لاسلیک کړی و خو د غه تړون هله مات شو چې دوی په پاکستاني ځواکونو باندې بریدونه ترسره کړل او پلمه دا شوه چې ګواکې حکومت په سورجومات (لال مسجد) کې بې ګناه طالبان ووژل . په دې جګړه کې د پاکستان د ځواکونو ۱۹۵ تنه ووژل شول چې حکومت یوځل بیا دې ته اړ شو چې له دوی سره د سولې تړون لاسلیک کړي که څه هم دا تړون د نورو په شان د کړکیچونو او بې باورۍ ډک دی او امکان شته چې پایله یې د پخوانیو په څیر وي .
مولانا فضل الله د صوفي محمد زوم دی چې په سوات سیمه کې د طالبانو یو سیمه ییز مشر دی نوموړي د حکومت پر ضد څو ځله د جهاد اعلان هم کړی دی او د سوات سیمه یې طالبانو ته د یو خوندي ځای په څیر اړولې ده . نوموړي هڅه کوي چې ځانمرګي بریدکوونکي وروزي او افغانستان ته یې راولیږي نوموړي تراوسه زیات شمیر ځانمرګي برید کوونکي تیار کړي او افغانستان ته یی لیږلي دي .
تحریک نفاذ شریعت محمدي له پاکستاني طالبانو څخه جوړ یو لښکردی چې په ۲۰۰۱ز کې یې د امریکایې ځواکونو پرضد افغانستان ته ۱۰،۰۰۰ جنګیالي لیږلي وو . د پاکستان حکومت له دوی سره هم په تیر اپریل کې تړون لاسلیک کړو او د دغې ډلې مشر مولانا صوفي محمد یې له زندان څخه ازاد کړ .
خو دغه تړون هله کاواکه شو چې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار رحمان ملک وویل چې د سوات طالبان اوس هم پر حکومتي سرتیرو بریدونه کوي او تړون ته درناوی نه لري ، رحمان ملک وروسته له هغه دا څرګندونې وکړې چې د جون په ۵مه نیټه د سوات طالبانو څلور پولیس ووژل . خو د طالبانو ویاند وویل چې موږ تړون د سرحد له حکومت سره کړی نه د رحمان ملک سره .
د دغه تړون له لارې د طالبانو زیات شمیر بندیان هم خوشې شول چې شمیره یې تقریبا ۲۰۰ ته رسیده .
دپاکستان او بيت الله مسيد ترمنځ د سولې تړون :
د اپريل په ۲۳ ۲۰۰۸
د پاکستان دطالبانو د تحریک مشر بیت الله مسید له خپلو پلویانو څخه وغوښتل چې دوی دی د حکومت پر ضد په وزیرستان ، ټانک ، ډیره اسماعیل خان ، او په نورو ځایونو کې دې بریدونه نه کوي ، نوموړي وویل چې د بریدونو له نه کولوڅخه مو موخه له حکومت سره دسولې خبرې دي نوموړي وویل چې موږ غواړو له حکومت سره د سولې تړون لاسلیک کړو.
د پاکستان او د بيت الله مسيد ترمنځ د سولې د تړون متن
۱ طالبان به ټول بهرني جنګیالي له سیمې څخه وباسي .
۲ طالبان به په پاکستان کې د ننه هیڅ رنګه بریدونه نه کوي .
۳ طالبان به قبایلي سیمې دې ته نه پریږدي چې د پاکستان پر ضد وکارول شي .
۴ طالبان به د پاکستان ملیشې او پوځونه د خپلو بریدونو نښه نه ګرځوي. .
۵ طالبان به حکومتي ودانۍ تر خپل هدف لاندې نه راولي .
۶ طالبان به د حکومتي او پوځي چارواکو له تښتولو څخه ډډه وکړي .
۷ طالبان به د بهرنیو مرسته کوونکو وژنه او د بهرنیانو تښتول بند کړي .
۸ سرحدي پولیسو ته به اجازه وي چې سړکونه وکاروي .
۹ طالبان به هیڅ رنګه حکومت په ټاکلې سیمه کې نه جوړوي .
۱۰ که چیرې تړون له کوم ګواښ سره مخ شو نو د سیمې پولیټیکل به د دغه ګواښ څیړنه کوي .
۱۱ هر رنګه ستونزې به د پولیټیکل اداري له لارې حل کیږي .
۱۲ حکومت دا حق لري چې له تړون څخه د سرغړونې په وخت کې خپل غبرګون وښيي .
۱۳ دواړه خواوې به د بندیانو تبادله کوي .
۱۴ پاکستاني سرتیري به له سیمې څخه ووځي .
۱۵ طالبان به په هیڅ رنګه د بیا رغونې په پروژو کې نه ور ګډیږي .
د پاکستان حکومت ۲۰۰۶ز په سیپټمبر کې له طالبانو سره هم یو تړون لاسلیک کړی و چې په کې دواړه ډلې په لاندې مادو سره سلا شوې وې .
1. حکومت به په قبایلي سیمو کې خپل عملیات نور بندوي
2. جنګیالي به د پاکستان له پولو افغانستان ته نه اوړي چې هلته په نړیوالو او افغان ځواکونو بریدونه وکړي .
3. بهرني جنګیالي که غواړي جهاد وکړي نو باید سیمه پریږدي او یا خو په دغه سیمه کې په سولې کې ژوند وکړي.
4. پاکستاني ځواکونه باید له سیمې څخه ووځي او سیمه ولسي خلکو ته پریږدي .
5. په سیمه کې به د حکومت قانون وي بل کوم نوی قانون به نه رامنځ ته کیږي .
6. حکومت اړ دی چې د قبایلو رواجونو او د دوی پریکړو ته احترام ولري .
7. قبایلي مشران به حکومت ته دا ډاډ ورکوي چې څوک به په سیمه کې حکومتي ودانیو ته زیان نه رسوي او نه به قانون تر پښو لاندې کوي .
8. ملیشي به دغه ایجنسیو ته نه ننوځي .
9. دواړه خواوې به یو بل ته هغه مهمات (وسله ، موټر او نور) ورکوي چې دوی په جګړو کې له یو بل څخه نیولي دي .
10. حکومت به هغه جنګیالي بیرته خوشې کوي چې دوی نیولي دي او وعده به کوي چې بیا به یې نه نیسي.
11. حکومت به د سیمې اوسیدونکو ته د وراوښتو زیانونو معاوضه ورکوي .
فبرورۍ ۱۹ / ۲۰۰۸
په شمالي وزیرستان کې طالب جنګیالیو د دغې سیمې اوسیدونکو ته اجازه ورکړې وه چې په ټولټاکنو کې برخه واخلي .له دغې سیمې څخه یو قومي مشر خبري رسنیو ته په ټلیفوني تماس کې وویل چې د ټولټاکنو په مرکزونو کې له امنیتي ځواکونو څخه یې یو هم نه و خو بیا هم ټولټاکنې په سمه توګه ترسره شوې .
د یادولو وړده چې په دغه سیمه کې د ټولټاکنو دمرکزونو ساتنه د طالب جنګیالیو پر غاړه اخیستی وه .
فبروري ۲۲ / ۲۰۰۸ نيويارک ټايمز
امریکایی او پاکستاني چارواکي تیره میاشت دې پریکړی ته سره رسیدلي او چې امریکایی ځواکونه په قبایلي سیمو کې د طالب اورپکو په شکمنو ځایونو د بې پیلوټه الوتکو له لارې بریدونه کوي . خو په پاکستان کې د بدلونونو له امله امریکا اوس په اندیښمنه ده.
په دې تړون کې دا هم و، چې یوشمیر بریدونه به د پاکستان د هوایی اډو څخه ترسره کیږي ، خو کله چې په پاکستان کې په ټولټاکنو کې د مشرف ګوند ماتې وخوړله او اپوزیسیون ګوندونه بریالي شول ، امریکا اوس په سخت تشویش کې ده چې د نوی حکومت په راتګ سره به د دوې او پاکستان ترمنځ هغه تړون له پامه وغورځول شي چې د امریکا او مشرف ترمنځ لاسلیک شوې و .
فبروري ۲۵ /۲۰۰۸
د پاکستان د طالبانو تحریک له نوي حکومت څخه وغوښتل چې په قبایلي سیمو کې دې له عملیاتو څخه لاس واخلي او پرځای دې د خبرو لار غوره کړي
د دغه تحریک ویاند له ( دی نیوز) ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې موږ د پاکستان له خلکو او مسلم لیګ ن ګوندونو څخه غواړو چې د تیر رژیم په شان دې د دوی پر ضد د عملیاتو په برخه کې تېروتنه ونه کړي،که نه نو له سخت غبرګون سره به مخ شي .
فبروري ۲۶ / ۲۰۰۸
د برتانیی یو تحقیقاتي مرکز( ټینک ټانک) ویلې چې د طالبانو مشر بیت الله مسید د لویدیځ لپاره تر نور جدي ګواښ دی ، او هغه د اسامه په څیر خطرناک دی د نړیوالو ستراتيژکو څیړنو د مرکز مشر(IISS) وایې چې مسید د برتانیې ، هسپانوې او د اروپا په نورو ځایونو کې په بریدونو کې لاس لري ، نوموړي وایی چې د طالبانو د تحریک رامنځ ته کیدل زموږ لپاره یو نوی ګواښ دی، نوموړي زیاته کړه چې دا تحریک به ډیر زر خپل پلویان په سیمه او نړۍ کې خپاره کړي او قبایلي سیمې به د نړۍ پر ضد وکاروي .
۲۶ فبروري ۲۰۰۸ دې نيوز
په راولپنډۍ کې په یو ځانمرګي برید کې د یو لوړپوړي پاکستاني جنرال په ګډون ۷ تنه ووژل شول .
دغه برید د پنډۍ د مال سړک سره ته څیرمه ترسره شوی چې په کې د دغه هیواد د یو لوړپوړي پوځي جنرال حافظ محمد مشتاق احمد بیګ او دهغه دوه تنه نور ملګري په ګډون ۷ تنه ووژل شول .
دا په پاکستان کې له ټولټاکنو وروسته لومړی ځانمرګی برید دی چې په کې یو لوړپوړی پوځي جنرال په نښه شوی و.
۲۷ فبروري ۲۰۰۸ بې بې سي
د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګیتس خبري رسنیو ته ویلي چې د پاکستان نوی حکومت دې له طالبانو سره د هر رنګه خبرو او تړونونو څخه لاس واخلي نوموړي زیاته کړه چې د خبرو او د تړونونو تجربه یو ځل ناکامه شوې ده او د پاکستان حکومت باید ناکامه تجربې بیا تکرار نه کړي .
ګیټ په نوي ډیلي کې خبریالانو ته وویل چې د پاکستان نوی حکومت باید په دې پوه شي چې طالبان او القاعده د دوی په سرحدونو کې بیا فعال شوي دي .
فبروري ۲۸ / ۲۰۰۸
د القاعده د ډلې مرستیال ډاکټر ایمن الظواهري په خپل یو ویدیووي پیغام کې وویل چې موږ به د ابو الغیث اللیبې بدل له امریکا څخه واخلو ، ابو اللیث اللیبي په باجوړ کې د امریکايي د ځواکونو په یو برید کې ووژل شو .
له ( سيمه ييزمطالعات ) څخه په مننه