
هسی ځان غلطول دي،که کړي زيارڅوک
اغيارهيڅوخت اړوی نه شي ،په يارڅوک
هسې ځانته هوښيار وايي،هوښيارنه دي
چې باورکړي ،د اغيارو په ګفتار څوک
يار په دواړو لاسو، خپل رقيب ته سپاري
چې رقيب ورليږي يارته، خپل ريبارڅوک
بل څه نه دي پخپل لاس، دځان وژل دي
چې دښمن ته ورکوي، دځان اختيار څوک
سرترپايه ليونتوب دی، بي عقلي ده
له بوکاڼې که دګل کړي،انتظارڅوک
خپل منزل ته رسيدئ نه شي قيامه
چې غوليږي دپرديو،په شعارڅوک
الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمنی
01.05.2012