د ټلوالې وروستى هدف څوک دى؟

اباسين سپينغر
د افغانستان حکومت او په مجموع کې دولت د اضدادو يوه مجموعه ده، په دې حکومت کې له فساد، معافيت، بې انصافۍ، سياسي او قومي ناانډولۍ څخه هېڅوک سترګې نه شي پټولاى. خو دا به هم بې انصافي وي چې ووايو په دې حکومت کې بېخي پاک خلک او يا داسې افغانان نه شته چې پر وطن يې زړه سوزېږي. حقيقت دادى چې په دولت کې د حاکميت څو بېلابېل محورونه دي. اساسي محور همغه دى چې د سياسي ملاتړ له امله يې له قانوني عدالت څخه معافيت حاصل کړى، نه نړيواله ټولنه او نه هم کورني سمونپال ددې واک و ځواک لري چې د هغو د ناوړه کارونو مخه ونيسي. له نړيوالې ټولنې خو خبره هغه وخت خطا شوه، چې د بن په کنفرانس کې يې غله پر ګودام پيره کړل؛ د واک غوڅه برخه يې يوې محدودې جنايتکاره ډلې ته، چې افغان ولس لا پخوا  رټلې وه، ورحواله کړه. نن نړيواله ټولنه د همغې ګناه کفاره ورکوي او افغان ولس يې د جبر له امله کړېږي.
کله چې د طالبانو تر سقوط وروسته د افغانستان د حکومت په اړه خبرې کېدلې، نو د نړيوالې ټولنې ظاهري شعار دا و چې يو پراخ بنسټه حکومت بايد رامنځته شي، خو د روسيې ټينګ دريځ دا و چې د استاد رباني حکومت، چې د بن تر کنفرانس لا دمخه د امريکايانو  په زور پر کابل واکمن شوى و، پراخ بنسټه شي، مانا دا چې د رباني حکومت دې د پراخ بنسټه حکومت زړى وي، نورې ډلې دې ورسره يوځاى شي، امريکايانو هم  روسيې ته د اړتيا له امله، روس پلوه ډلو ټپلو ته د زيات واک ورکړه ومنله.
په دې ډول اسلامي جمعيت ته محوري رول ورکړ شو. ايله (١٧) کسان چې په هغو کې هدايت امين ارسلا، پروفيسور رسول امين، ډاکتر اشرف غني، ډاکتر انوارالحق احدي او يو څو تنه نور شامل وو، د افرادو په توګه د رباني د اسلامي جمعيت د محوري رول ترڅنګ د فرعي رول په ليکه کې ودرېدل. هيله دا وه چې تر موقت حکومت وروسته په انتقالي او انتخابي دورو کې د جمعيت او د هغو د موئتليفو رول کمزورى شي، خو د پښتنو پر وړاندې د حامدکرزي د ظالمانه احتياط سياست پښتانه نور هم پسې وځپل، د حکومت متن او مهم اساسي پوستونه بيا هم د ټلوالې په منګولو کې پاتې شول او هغوى په حکومت کې د پراخ فساد ريښې وځغلولې. د ځينو ښېګڼو ترڅنګ به د ټول ملت په تېره بيا د پښتنو پر وړاندې د کرزي دا ستره جفا هېڅکله د تاريخ له ياده ونه وځي، چې د ټول ملت او پښتنو حقوق يې د شمال ټلوالې له هوسونو نذرانه کړل، سياسي عدالت يې تامين نه کړ او فسادګر يې په خلاص لاس فساد ته پرېښودل.
کرزي د فساد ضد اراده نه درلودله او نورو ته ددې فساد مخنيوى ځکه سخت کار و چې د فسادګرو تر شا سياسي او نظامي ملاتړ و، هر هغه عنصر يا شخص چې په حکومت کې يې د فساد پر ضد سر پورته کاوه، خپله د فسادګرو له خوا په فساد تورنېده. ټلوالې نه يوازې له کرزي څخه دا امتياز اخيستى و چې د هغوى افراد به څوک نه شي خوځولى، بلکې پر حکومتي پوستونو کې د پښتنو د انتخاب حق به هم له دوى سره خوندي وي او د ويتو کولو صلاحيت به هم د دوى حق ګڼل کېږي. په دې سلسله کې د تاج محمد وردګ نوم د يوې بېلګې په توګه يادولاى شو. په مجموعي ډول د پښتنو سهم په حکومت کې په اسلامي جمعيت، تر هغه وروسته د استاد (سياف)، بيا د پير  سيداحمد ګيلاني او په ځينو نورو تنظيمونو پورې په اړوندو پښتنو ډکېده. د افغان ملت مشر ډاکتر احدي هم د يو داسې رول په بڼه څرګندېده، چې له هرې خوا به کنټرولېده او څارل کېده. د لسو کلونو دا تسلسل تراوسه هم روان دى. په لسو کلونو کې د فساد کچه دومره اوج ته ورسېده چې اوس په کې د پاک او ناپاک معلومول اسانه کار نه دى.
کله چې ډاکتر اشرف غني د ماليې وزير و، نو د فهيم، رباني، قانوني او نورو فسادګرو د سلګونو مليونو ډالرو فساد مخه يې ونيوله، ټلوالې کرزي ته شکايت وکړ، هغه پر اشرف غني فشار راوړ چې د ټلوالې د پرېشانۍ سبب نه شي، هغه ونه منله، په پاى کې رباني، فهيم او نورو پر کرزي فشار راوړ او اشرف غني خپله دنده له لاسه ورکړه.
د جمهوري رياست په تېرو دوو ټاکنو کې د کرزي پر وړاندې د قانوني او عبدالله ودرېدل په حکومت کې د هغوى د پراخ کدري، مالي او پوځي نفوذ زېږنده وه. که چېرې حکومتي قوت د دوى تر شا ولاړ نه واى او دوى له  دې زور څخه ناوړه ګټه نه واى پورته کړې، نو پوره باور دى چې دوى به ډېرې کمې رايې ګټلې واى.
په ټول حکومت کې د جمهور رئيس په انډول د عبدالله او قانوني يا فهيم ونډه زياته وه، خو څرنګه چې کرزى برحال جمهور رئيس و، نو ځکه يو څه انډول برابر شو او ولس کې خو ټلوالې هسې هم ښه نوم نه درلود، نو ځکه ولس مجبور شو، کرزي ته رايه ورکړي. اوس ټلوالې د راتلونکو ټاکنو لپاره پراخ کمپاين پيل کړى دى، دوى پلان لري چې د کرزي د واک تر اختتام پورې د دولت ټول حساس رګونه خپل او هغه اشخاص له مخې لرې کړي، چې دوى ته احتمالي خنډونه جوړولاى شي. دلته به په لنډيز سره د څو هدفونو يادونه وکړو:
مالي سکتور: ټلواله غواړي تر راتلونکو انتخاباتو دمخه د افغانستان مالي سکتور په تېره بيا ماليې وزارت يا تر بشپړ کنټرول لاندې راولي او يا يې په نامستقيم ډول د سست عنصره اشخاصو منګولو ته وسپاري؛ وزير به تش په نامه پښتون وي، خو نور ټول واک به د دوى وي، لکه عملاً چې دا پروسه اوس پر ځينو وزارتونو او مهمو پوستونو کې واکمنه ده. د زاخېلوال او فهيم ترمنځ لا خبره هغه وخت خرابه شوه، چې زاخېلوال د فهيم له خوا جرمني، هند او ځينو نورو ځايونو ته د چارتر شويو الوتکو له کرايې ډډه وکړه، د لکونو ډالرو معادل خبره وه، فهيم د جمهور رئيس او نورو وزيرانو په مخ کې پر زاخېلوال سخته پټکه وکړه او ډېرې سپورې خبرې يې استعمال کړې، زاخېلوال د فهيم خبره ورغبرګه نه کړه، که څه هم فهيم پوره ملامت و، خو جمهور رئيس د زاخېلوال ننګه ونه کړه. د فهيم يو درجن ناقانونه امرونه اوس هم په ماليې وزارت کې پراته دي، خو زاخېلوال يې له اجرا کولو ډډه کړې. زاخېلوال اوس عيناً په هغه موقف کې دى چې يو وخت اشرف غني په دې دريځ کې و، ددې اټکل شته چې زاخېلوال هم د اشرف غني پر برخليک اخته شي. ټلواله غواړي چې د افغانستان په مالي چارو کې خلاص لاس ولري، هر مسلکي وزير چې د دوى  پر وړاندې خنډ ګڼل کېږي بايد له صحنې لرې شي. د کابل بانک د دولتي کېدو پر مهال فهيم په جرمني کې و، کله چې کابل ته راغى، په ډېر عصبانيت يې د جمهور رئيس په مخکې زاخېلوال ته وويل: (( تاجکها يک بانک داشتند اورا هم شما از بين برديد؛ دولتى  ساختيد افسوس که ما نبوديم اگرنى پدر کسى نميتوانستند که انرا دولتى بسازد.))
د فهيم، په شمول د ټلوالې يو زيات شمېر جنګسالارانو له دې بانک څخه پيسې اخيستې، دوى غوښتل له دې بانک څخه په راتلونکو ټاکنو کې اساسي کار واخلي، پيسې به د خلکو مصرفېدلې خو چړچې به دوى کولې، دوى کولاى شول د خلکو له پيسو څخه (١٠٠-٢٠٠) مليونه ډالره پر ټاکنو ولګوي او د ګټنې په حالت کې هم هېڅکله د خلکو لاس د دوى تر ګرېوانه نه شو رسېدلاى. سره له دې چې د کابل بانک موضوع حکومت ته نه قومي موضوع وه، نه سياسي يوازې اقتصادي وه، خو د دوى د راتلونکو پلانونو لپاره يوه ضربه وه.
ټلواله چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال لوږې او سختيو ځپلې وه، د واک د تداوم لپاره د اقتصاد ترلاسه کول يې د ستراتيژۍ يوه اساسي برخه ده. په همدې خاطر يې په پارلمان کې هم د زاخېلوال پر وړاندې د توطيې لړۍ پيل کړه، د بودجې پر وړاندې يې په دې نامه چې انډول په کې نشته، جنجال پيل کړ. په داسې حال کې چې زاخېلوال د اساسي قانون له روحيې سره سم په بودجه کې د لومړيتوبونو له مخې د ملي انډول په پام کې نيولو سره له دقت څخه کار اخيستى و، خو دا دقت د ځينو پر مزاج برابر نه و. اميرالبحر اسماعيل خان هم د زاخېلوال پر ضد د لړۍ يوه کړۍ شوه. زاخېلوال د لويو برېښنا بندونو د جوړولو مالي صلاحيت له تورن اسمعيل خان څخه سلب کړ، نو ځکه هغه د توطيې يوه برخه شو. د پښتنو او ټول افغانستان پر وړاندې د اسمعيل خان فکري ليد لورى هر چاته معلوم دى. په پارلمان کې هم يو شمېر داسې کړۍ شته چې د اقتصادي مقتضياتو تونده يې نه ماتېږي، نو په دې خاطر يې له نږدې يو کال راهيسې د زاخېلوال پر ضد د تبليغاتو يوه لړۍ پيل کړې ده. ددې لړۍ اساسي موخه همغه ده؛ له هرې ممکنې لارې چې وي، زاخېلوال بايد له ماليې وزارت څخه لرې شي، په دې تبليغاتو کې اګاهانه تبليغات همغه دي چې له سياسي سرچينې څخه الهام اخلي او نا اګاهانه همغه دي چې د يو شمېر ليکونکو له خوا کېږي، لکه څنګه چې د حکومت د هر وزير پر وړاندې يو ډول حساسيت شته او زاخېلوال هم له دې حساسيت څخه مستثنى کېدلاى نه شي. دا ډول تبليغات کله کله له شخصي ګټو څخه هم سرچينه اخلي، سياسي عنصر په کې ډېر شريک نه وي. که چېرې زاخېلوال له دې څوکۍ لرې هم شي، په دې شرط چې ځاى يې يو پښتون وزير ډک کړي، بيا به هم ددې تبليغاتو لړۍ بنده نه شي، بيا به همغه بل وزير د ناوړه تبليغاتو هدف وي.
قضايي او عدلي سکتور: تر ټاکنو دمخه د ټلوالې بل هدف دادى چې پر ستره محکمه او لويې څارنوالۍ خپل واک ټينګ کړي، سره له دې چې دوى اوس هم په دې ارګانونو کې کم نه دي، خو بيا هم دوى ته سل په سلو کې د يو ناقانونه کار ترسره کول اسان نه دي. دوى کوښښ کوي پر حامدکرزي فشار راوړي، چې له دې دوو څوکيو څخه يوه حتمي ترلاسه کړي، د کرزي پخوانيو عملونو ته په کتو سره دا اټکل شته چې دا مهمې څوکۍ به بيا هم د دوى منګولو ته وسپاري. د ټلوالې مخکښان او پلويان بيا د پښتنو په شان نه دي چې د قانون تر سيوري لاندې خوب وکړي، هغوى به د قانون په وسيله په ناقانونه توګه خپل مخالفين وځپي، ځان ته به لاره خلاصه کړي او بيا به سل په سلو کې د قانوني غلا لپاره لاره هواره کړي، ولس به نور هم وکړېږي، جايدادونه به يې غصب شي او چا کې به دا جرئت هم نه وي چې عدالت او قضا ته مراجعه وکړي، ځکه چې دا ارګانونه به په خپله د عدالت د مخالفينو په منګولو کې وي.
د ټاکنو خپلواک کميسيون: د فضل احمد معنوي په شتوالي کې د ټاکنو د خپلواک کميسيون ډېر واک له شمال ټلوالې سره دى، د ټول مهم پرسونل په څلورو کې درې برخې د ټلوالې اړوند او يا هغې ته متمايل خلک دي، ټلواله طبعاً فکر کوي چې د ټاکنو تر پيلېدو دمخه به ډېر کانديدان د معنوي په شان د سياسي شخص شتوالى په دې کميسيون کې ونه زغمي، نو ځکه پر يوې داسې ستراتيژي کار کوي چې په ټولو انتخاباتي پوستونو کې د اداري اصلاحاتو د کميسيون له لارې، چې وار دمخه لا د دوى په لاس کې دى، خپل کسان ځاى پرځاى کړي، که بيا معنوي او د هغه په شان نور کسان هم نه وي، نو بيا به هم اساسي پوستونه او د ټاکنو ماشين د دوى په لاس کې وي، که معنوي له دې ځايه لرې کېږي هم، نو په شاندارو مراسمو به د سترې محکمې د رئيس يا د لوى څارنوال او يا هم د کوم بل مهم دولتي پوست د مشر په توګه ځي، بېنوا به نه پر ېښودل کېږي. د ((ښو ټاکنو!)) انعام به ورکول کېږي.
تحصيلي او تعليمي سکتور: تحصيلي سکتور خو اوس عملاً د دوى په لاس کې دى، پر دې به خپلې منګولې نورې هم ټينګې کړي، تعليمي ډګر؛ د پوهنې وزارت ته هم سخت متوجه دي، ځکه د هېواد تر ټولو ستره بشري سرچينه همدلته ده. جمهوري رياست ته د يونس قانوني د کانديدو پرمهال د پوهنې وزارت جمعيت پلوه کارکوونکو ده ته ډېر کار کړى و. د پوهنې هغه رئيسان، مديران او نور کارکوونکي چې په دې وزارت کې د قانوني د تصدۍ پر مهال مقرر شوي وو، د قانوني د کمپاينرانو په توګه يې کار کاوه او له دولتي موقف څخه يې ناوړه ګټه اخيسته. دوى د همغې تجربې پر بنسټ غواړي له هرې ممکنې لارې دا وزارت راخپل کړي، په همدې خاطر يې د پوهنې وزير فاروق وردګ پر ضد هم هلې ځلې پيل کړي. غواړي چې يا د فاروق وردګ پرځاى خپل يو شخص راولي او يا هم داسې يو پښتون راولي چې له تنظيمي پلوه دوى ته منسوب وي، خو تر فاروق وردګه په ادراه او علميت کې څو ځله کمزورى وي، نو بيا به يې د ټلوالې د يوه اړوند معين په وسيله په اسانه ډول کنټرول کړي، يو معين به د ټلوالې د يوه قوم بل به يې د بل قوم وي، نو د ((قومي انډول)) په نامه به ((ملي انډول)) وځپي. دا ډول کارونه دوى په خپله د جمهور رئيس په واسطه ترسره کولاى شي.
امنيتي سکتور: امنيتي سکتور تر ډېره حده د دوى په کنټرول کې دى، په مجموعي ډول د درېو امنيتي ارګانونو په راس کې ((مارشال)) محمد قسيم فهيم دى. هر ډول تغيرات چې دا درې واړه ارګانونه غواړي، بايد د فهيم تر نظر او تائيده تېر شي، کله چې د دفاع وزير او د ملي امنيت رئيس مثبت تغيرات غواړي، نو چې د فهيم په زړه نه وي هغه ممکن نه وي، خو کله چې بسم الله خان څه بدلون غواړي، د فهيم موافقه اتومات ورسره ملګرې وي، بسم الله خان ددې صلاحيت لري چې خپل ټول بدلونونه د چارو د ادارې له مسيره پرته په مستقيم ډول په جمهور رئيس لاسليک کړي.
په همدې خاطر د کورنيو چارو وزارت کې داسې يوه قومي تصفيه روانه ده چې په تاريخ کې يې سارى نه دى ليدل شوى. دا لړۍ له وزارته نيولې بيا ان د ولسواليو تر کچې رسېږي.
نورې برخې: خپلواکو کميسيونونو، ښارواليو، سپورتي فدراسيونونو ا و نورو برخو ته هم متوجه دي، ان کابل ښاروال هم د خپلې غلا پر وړاندې خنډ کړي، کوښښ کوي چې په هر ممکنه وسيله هغه هم له خپلې مخې لرې کړي.
د جلالي، احدي، اشرف غني، خليلزاد او نورو احتمالي کانديدانو پر وړاندې هم د تبليغاتو لړۍ په پام کې لري، چې پر خپل وخت به يې پيلوي. په هر ترتيب ټلواله غواړي هر هغه پښتون چې په سر کې يې د بغاوت نشه وي، افغانستان پرې ګران وي او دوى ته د تسليمۍ سر نه ټيټوي، تر هغه په خپله په شعوري او ان د ځينو کم شعوره پښتنو په واسطه په نا اګاهانه ډول وځپي چې د دوى اوامرو ته يې غاړه نه وي ايښې. مخکې تر دې چې د يو چا په هکله قضاوت وکړو، ښه به وي چې د هغه شخص مثبت او منفي عملونه د قضاوت په تله کې واچوو، که مثبتې برخې يې درنې شوې نو لازمه ده چې په مثبتو شخصيتونو کې حساب شي، هېڅوک په ټولنه کې پوره او کره نه دى، خو ښه به دا وي چې وګورو دې ملت ته د چا څومره ګټه رسېدلې ده.