
پاکستان لا له یو بحرانه سر نه وي راپورته کړی چې بلې نوې ستونزې سره مخ شي دمشرف پر استعفا لا لږې ورځې تیر شوي چې دائتلافي حکومت ترمنځ درز رامنځ ته شو چې ددغه حکومت دړنګیدو لامل هم شو په دې مانا چې دمسلم لیګ نواز ګروپ له حکومت څخه ووت .
المحیط
د ۲۰۰۸زداګست پر ۲۵ نیټه دپخواني لومړي وزیر نوازشریف په مشرۍ دمسلم لیګ ګوند پریکړه وکړه چې دائتلافي حکومت څخه وځي ځکه دخلکو ګوندسره یې دهغه ۶۰ قاضیانو چې د۲۰۰۷زپه نومبر کې دپخواني ولسمشر له خوا له دندو ګوښه شوي و دبیرته بحالیدو پر سر اختلاف حل نه شو .
دوی وایې نور نو هیڅ هیله راپاتې نه شوه چې زرداري دې ګوښه شوي قاضیان بیرته مقرر کړي نوځکه دغه وضعه مونږ اړباسي چې له حکومته ووځو او داپوزیسیون پر څوکیو کینو .
دڅارونکو لپاره دغه پرمختګونه له اټکله پورته و ځکه دغه ایتلاف له همغه اوله کاواکه وه دوي یوازې یو ټکي سر راغونډ کړي و، هغه دمشرف له دندې ګوښه کول له دې پر ته اختلاف ددواړو ګوندونو ترمنځ اساسي او تاریخي شالید لري ، دخلکو او مسلم لیګ ګوندونونه چې خپل ترمنځ سیال ګوندونه دي یو ېې ( مسلم لیګ نواز) اسلامي ریښې لري او اسلامي ګوندونو او دطالبانو تحریک سره له نږدې اړیکې لري خو دخلګو ګوند یو سکولر او دتندروانو پر واړندې دسخت دریځ درلودونکی دی .
نوازشریف غواړي قاضیان بیرته بحال او دمشرف ټولو پاتې شونو سره پریکون اعلان شي ځکه هغه فکر کوي چې پاکستان ته ستونزې مشرف راوستي .
دخلکو ګوند لیوال دی چې دمشرف ځینې سیاستونه تعقیب کړي دمتحده ایالاتو سره دطالبانو او القاعدې پر وړاندې دتړون درناوی دقاضي القضات افتخار چوهدري چې په دې مشهور دی چې دفساد اورشوت په وړاندې دسخت دریځ درلودونکی دی په ګډون دګوښه شویوی قاضیانو په بیرته بحالوکې ناغیړي داسې اټکل کیده چې افتخار چودری به دزرداري دوسیه چې په ۲۰۰۷ز کې دپخواني ولسمشر او پخوانۍ لومړۍ وزیرې بینظیر بوټو ترمنځ دیو تړون په پایله کې تړل شوې وه یو ځل بیا راوسپړي مشرف بینظيرې سره په دې موافقه کړې وه که په ټولټاکنو کې له ده ملاتړ وکړي نو هغه تورونه چې پر بینظيرې او میړه دي ورڅخه به لرې کړي .
دولسمشرۍ کړکیچ
دائتلافي حکومت څخه دنواز شریف وتل یوازې په دې پورې ځانګړې نه دي چې ګواکې زرداري دقاضیانو دبیر ته په حالو کې ناغیړي کوي بلکه نوازشریف نه غواړي چې دخلکو دګوند مشر اصف علي زرداري دې دهیواد ولسمشر شي ځکه نوازشریف دستي په دویمه ورځ کله چې دخلکو ګوند داګست پر ۲۴ مه نیټه په رسمي توګه اعلان کړ چې دراتلونکې ولسمشرۍ لپاره چې دروان کال دسپټمبر پر ۶ مه نیټه به ترسره شي اصف علي زرداري نوموي
دشریف دریځ څخه څرګندیږی چې نوموړی پوهیږي دولسمشرۍ چوکۍ د زرداري رسیدل په داسې حال کې دولسمشر واکونه پراخ شوي دپارلمان دړنګولو صلاحیت لرل هغه څه دي چې ددیموکراسۍ داصولو سره په ټکر کې دی نوموړی ویره لري چې دخلکو ګوند په یوازې سر په واک کې پاتې کیدل به فساد او دیکتاتور نظام ته لا وده ورکړي
له اسلامپالو ګوندونو سره دنوازشریف اړيکې
دنوازشریف دغه اندیښنو هغه مهال سر راپورته کړ کله چې نوموړي غوښتل چې په اساسي قانون کې تعدیلات رامنځ ته شي دولسمشر واکونه دې راکم کړل شي همغه مهال دخلکوګوند ددغه ټکي مخالفت کړی و.
نواز شریف په تمامه مانا هڅه کوله چې دحکومت مشرۍ ته ځان ورسوي او زرداري دولسمشر په توګه رامنځ ته شي خو کله چې داسې ونه شول دخلکو ګوند دحکومت مشري او دولسمشرۍ چوکۍ دواړه په خپل لاس کې پاتې کیدل غواړي نوځکه خو دتعدیلاتو غوښتونکی او دزرداري دولسمشرۍ سره خپل مخالفت اعلان کړ
دپاکستان په پارلمان کې دنوازشریف دګوند یو استازی چودري علي خان وایې : چې راتلونکی ولسمشر باید دوړو ایالتونو څخه وي ځکه دوي له مودې راهیسې دګوښيتوب احساس کوي هغه عطاء الله منګل چې دبلوچستان پّه قبایلي سیمه کې یو سیاسي شخصیت دی او دمشرف دواک پر مهال دنوموړي سره مخالفت درلوده .
له دې معلومیږي چې نوازشریف غواړي راتلونکی ولسمشر دې یو غیر ګوندي او په ولس کې محبوب کس وي .
له وتلو وروسته راتلونکي سیناریو ګانې
دائتلافي حکومت څخه وتل که څه هم په ډیره کې او دډیرو په ځانګړې توګه دخلکو دګوند دغړو په اند له وخت دمخه دټولټاکنو دکیدو په مانا نه دي مګر داپر هغه حکومت چې دخلکو ګوندې یې رهبري کوي له اغیزې خالي نه دي په ځانګړې توګه په یو داسې وخت کې چې پاکستان له یو حساس پړاو څخه تیریږي دقاضیانو ستونزه دولسمشر ټاکل ، امنیتي وضعه دهیواد اقتصاد چې له یوې بلې ورځې ته مخ پر ځوړه روان دی داټول هغه څه دي چې اټکل کیږي دخلکو ګوند به یې په یواز ځان په سمبالو کې پاتې راشي
ولو که زرداري دپاکستان ولسمشر هم شي داپه دې مانا نه دي چې نوموړی به دپاکستان حالات په کابو کې واخستل شي ددې لپاره څو لاملونه شته
دمسلم ګوند به داپوزیسون په چوکۍ کې دحکومت په مخالفت کې ودریږي
اټکل کیږي چې دنوموړي حکومت به دپوځ له همکارۍ هم بې برخې وي ځکه نوموړی تورن دی چې په اداري فساد کې لاس لري
همدارنګه دنوموړي لومړی ځل دی چې په ټولټاکنو کې برخه اخلی په دې مانا چې دچارو په سمبالښت کې کافی تجربه نه لري داسې اټکل کیږي چې نوموړی به داوسني لومړي وزیر په مرسته چارې پرمخ بیایې ، همدارنګه نوموړي ته داسلامي ګوندونو له خوا دامریکا دګوډاګي په سترګه هم کتل کیږي .
یو بل قوي احتمال هم شته هغه داچې زرداري به دولسمشرۍ چوکۍ ته له کاندیدو تیر شي که دپوځ مشر چې د پراخ نفوذ څخه برخمن دی ځان دولسمشر چوکۍ لپاره ونوموي ، ځینو خو د۱۹۸۸ز او ۱۹۹۶ز په څیر دیوبل پوځي اوښتون خبرې کوي که دخلکو ګوند ونه توانیږي چې چارې په ښه توګه پر مخ بوځي
دا هم شونې ده چې دنوازشریف او زرداري ترمنځ یو نوی تړون رامنځ ته شي قاضیان بیرته په حال شي خو په دې شرط چې دمشرف دوخت دوسیې به نه راسپړي
په قبایلي سیمو کې جګړې :
راتلونکی به داثابته کړي چې پاکستان په کومه خوا روان دی خو هغه څه چې ثابت دي امریکا مشرف په داسې وخت کې له لاسه ورکړ چې پاکستان ته یې ډیری ستونزې تر شا پریخودې دغه پیښه په ایران کې دشاه پیښې ته ورته ده او دهغه چا لپاره درس یو هم دی چې غواړي دمشرف ځای ناستی او یا هم ورته کړنې ترسره کړي.
هر هغه څه چې اوسمهال په پاکستان کې تر سره کیږي په هیڅ صورت کې دپاکستان دملي ګټو سره سمون نه خوري ټول سیاسي ګوندونه په دې هڅه کې دي چې دواک ترګدۍ ځانونه ورسوي هیڅ یو یې دهیواد دملي ګټو او خوار ولس په اړه فکر نه کوي
دخوراکي توکو او اساسي اړتیاو بیې لوړې شوي دهیواد په ځینو سیمو کې دبریښنا ستونزه زیاته شوې امنیت خراب دی پاکستانې کلداره ورځ تربلې خپل ارزښت له لاسه ورکوي اقتصادي وده یې په ۲۵ ٪ کې کمه شوې .
تر ټول مهمه یې داده چې راتلونکی ولسمشر که هرڅوک وي په قبایلي سیمو کې دجګړو دختمولو موضوع به ورته تر ټولو ستره ننګونه وي په دغه سیمه کې په زرګونو ولسي خلکو مرګ ژوبله دژوند داساسي اسانتیاو نه شتون ددغه سیمې خلک اړ کړي چې دالقاعدې او طالبانو ملا وروتړی ، بلکې دافغانستان طالبانو ته ورته دپاکستاني طالبانو په نامه نوي غورځنګونه میدان ته راوتلي
دامریکا پوځي کړنې :
طبیعي خبره ده چې امریکا په پاکستان کې دورته وضعې څخه خوښه نه ده ، نو ځکه داسې راپورونه خپاره شول چې دامریکا ددفاع وزارت اوس په دې فکر کوي چې څرنګه په قبایلي سیمو کې پراخ عملیات ترسره کړي او په دغه سیموکې دطالبانو اوالقاعدي سنګرونه په نښه کړي دوي له دې ویرېږي که په پاکستان کې ستونزې همداسې دوام ومومي نو داویره شته چې طالبان او القاعده دې ددغه هیواد تر اټومي وسلو ځانونه ورسوي
دلاس انجلس د۲۰۰۸ داګست ۲۳ په ګڼه کې لیکي چې دبوش حکومت اوس په دې فکر کوي چې عراق او افغانستان کې ددوي دکړنو دپټولو، دایران پر وړاندې دپاتې راتګ او په امریکا کې دراتلونکو ټولټاکنو دجمهوریت غوښتونکو دکمپاین په خاطر په قبایلي سیمو کې عملیات په کار واچوي .
دنیوریارک ټایمز هم په پاکستان کې دستونزو په اړه دامریکایې چارواکو اندیښنو ته ګوته نیسي په پاکستان سیاسي نا ارامه وضعه دطالبانو او القاعدې پیاوړي کیدل امریکا اړکړې چې پاکستاني چاروکو او پوځ ته څرګند پیغام ورکړي چې دالقاعدې دمشر اسامه بن لادن په نیولو کې دې ورسره همکاري وکړي
امریکا په قبایلي سییمو کې دجګړې لپاره پر پلان کارکوي
ویل کیږي چې دسپینې ماڼۍ مسولینو یوه غونډه رابللې وه چې مرستیال ولسمشر ډیک چیني دبهرنیو چارو وزیره کوندلیزا رایس او دملي امنیت ستر سلاکارانو هم ګډون پکې درلوده دوي په قبایلي سیمو کې دامریکا دمرکزي څارګرې ادارې دفعالیتو په څرنګوالي او په دغه سیمه کې دطالبانو او القاعدې پر وړاندې دعملیاتو په اړه سره سلا مشورې وکړې
هیرالد ټربیون ورځپاڼه په خپله یوه ګڼه کې لیکي چې متحده ایالات په دې فکر کوي چې پاکستان اتومې وسلي تر لاسه یایې هم له منځه یوسي ځکه دوي ویره لري چې هسې نه دتندروانو لاس ته ونه لویږي ورځپاڼه زیاته وي هغه ځانګړی ځواک او کارپوهان چې داټومي څیړنو په برخه کې کار کوي دې امر ته دانتظار شیبې شماري چې دپاکستان ۶۰ اتومي بمونه چې دپاکستان په مختلفو پوځي مرکزونو کې چې ۱۰-۶ پورې دی ځای پر ځای شوي ترلاسه کړی
په پای کې دهافینګتون پوست ورځپاڼه دامریکې پرمختګ په اداره کې دملي امنیت او نړیوال سیاست دڅانګې مرستیال جوزیف سیرینسیون له خولې لیکي : واشنګټن ته ستر ګواښ له ایران اوعراق څخه متوجه نه دی بلکې پاکستان دی سره ددې چې په دغه هیواد کې وضعیت ناارمه دی خو بیا هم دوی د۵۰ - ۱۰۰ پور ې داټومي بمونو دجوړولو اړتیا لري ددې تر څنګ پاکستان یوازنی هیواد دی چې سخت دریځه اسلامي ځواک پکې پیاوړی دی نو ځکه خو ویلی شو چې پاکستان دځمکې دکرې پر مخ تر ټولو خطرناک هیواد دی
هغه زیاته وي : سره ددې چې مونږ یقین لرو چې ددغه هیواد اټومي وسلې خوندي دي خو په دغه هیواد کی شته ناامنۍ دا ویره راپیدا کوي چې هسې نه ددغه هیواد پوځ یو ځل ونه ویشل شي او دغه وسلې دتندروانو لاسته ونه لویږي
په پای کې ویلی شو چې پاکستان یې له هغه لوښي څښي له کوم چې افغانستان او عراق څښلي و نو ځکه خو هیله لرو چې په دغه حساسه شیبه کې له عقل څخه کار واخستل شي