افغانستان نه جوړيږي ايا دا سمه ده!؟

لېکنه: محمد عادل عزيزي
انسان له فطرت څخه داسې دى چې هر وخت داسې څه غواړي چې د خپل خوښي سره يي سم وي او هيڅ وخت هم خپله ګټه په تاوان نه غواړي. خو بيا هم ځينې انسانان داسې دي چې هيڅ هم نه غواړي او يوازې غواړي چې ژوند وکړي او يو ښه د اوسيدو ځاى ولري. کله ځير شو چې ولي دغه کسان چې داسې فکر کوي چې ژوند يوازې دا دى څو يو سړى ارامه واوسي او له نورو خلکو بيل ژوند وکړي. خو دا هرڅۀ غلط دي انسان بايد تل په دې لټه کې وي چې پرمختګ وکړي څه له نورو زده کړي او څه نوور ته وروښيي، خپلې نيمګړتياوې درک کړي او نوروته د هغه عيبونه وروښيي.
له بدمرغه زمونږ د نوو ځوانانو مفکورې په داسې ډول جوړې شوې چې يوازې غواړې هرڅه په خپله وکړي او يوازې د نن غمه وخوري د سبا فکر خو يي بيخي له ياده وتلى وي او په نورو نورو هوسونو کې مزلې کوي، ولي کله چې پوښتنه ورنه وکړې چې دغه زمونږ د افغانانو پلانى ستونزه به څنګه شي، بيله دي چې فکر وکړي وايي افغانستان نه جويږي ، که جوړيدلاى زمونږ نه مخکي ډير تکړه خلک تير شوي هغه پوه وو ، دوادخان وګوره پلانى وګوره او پلانى وګوره...
ولي له ځآن سره فکر نه کوي چې ښايي د هغې په توان کې نه وم خو کولاى شم چې دغه کار وکړم او خپلې مټې ورته بډ وهم. الله ج هم هغه څوک نه خوښوي چې تل نا اميده وي او کله چې د يوې موضوع د حل په اړه ترې وپوښتې نو وايي پريږده په دې باندې سر مه خوږوه دا هسې هم د حل وړ نه ده خپل کار کوه. چې دغه ډول فکرونه او خبري کول زمونږ په راتلونکي نسل ډير منفي اغيز پرې بآسي او هغوى هم لاټ او له هرڅه نه لا په سر مخته کيږي . له هغوى سره هم دا فکر پيدا کيږي چې يوازې زه په خپل وطن دا حق لرم چې ترې وخورم او وڅښم او د خپلو شخصي گټو لپاره ورځينې کار واخلم ولي دا فکر بيا له ياده وبآسي زه هم بايد د دې حقونو د اخيستو په بدل کې ورته لږ ساه ورکړم، لږ ارام وروبښم او کله کله يي کاڼي بوټي ښکل کړم او په ميړانه ترې دفاع وکړم.
په افغانستان کې د ثور اوومې شرميدونکې کودتا او له هغه ورځې نه را وروسته په افغانستان کې روانو خپلو منځيو شخړو او لانجو، په افغانستان کې د بهرنيو جاوسوسي کړيو نفوذ، بي سوادى، بي کارى، او ځوان نسل ته دولتونو د نه پاملرنې له مله  هم ښايي ځوان افغاني فکرونه زيانمن شوي وي  او په ځوانو نسلونو کې يي داسې يو ډول مفکوره رامنځته کړې وي چې د افغان جوړونې ټکي هيڅ پکې ځاى ونه لري. خو دا ټولې ستونزې دومره هم نه دي چې ووايو بايد له افغانستان سره مينه ونه لرو او د جوړونې په بآره کې يي هيڅ مثبت فکر ونه لرو، او دا مفکروه بيخي له منځه يوسو چې افغانستان نه جوړيږي ، جوړيږي به خو هغه وخت چې مونږ په يو داسې روحيه سمبآل شو چې هغه په واقعت کې ملي او افغان جوړونکې روحيه وي. او ورسته دا فکر په نويو نسلونو کې هم وپاشو او خپله سره يو ځاى شو په يو داسې مکانيزم کار وکړو چې د افغانستان د روانې شخړې لپاره د پاى ټکى کيږي او د هغه اشخاصو په خبرو باندې تيرنه شو چې وايي :( ستاسو فکرونه خام دي، تاسو ځوانان بايد په سياست کې ګوټې وهى)  دا خبره د يو پوه او ان د پوهنتون د استاد له خولې دلته ليکم چې په يوه موضوع کې يي مونږ نه پريښودو ترڅو نظر پکې ورکړو او راته ويلي يي چې تاسو تراوسه نه پوهيږى. نه دا خبره بکل غلطه ده او دا خبره بيخي جاهلانه ده چې وايي ځوانان هيڅ نه شي کولاى بلکې ځوانان هغه څوک دي چې کولاى شي نظامونه راوپرځوي، عامه افکار په خپله ګټه راوڅرخوي او د خپل ملت او خلکو لپاره د نيکبختى يوه لاره جوړه کړي او خپل خلک او ملت پرې وسيخ کړي .
په همدې هيله