د سلطان صلاح الدېن اېوبي د وخت رېښتونې پېښې(۱۷)


  مکمل غېر سېاسي:
 اېا زمونږ  دهیواد اوسنې حال خو همداسې نه دې؟ داېمان پلورنکوداستان
پرلپسې......( ۴۳-۴۲)
[که چیرې د نور الدین  زنګي او سلطان ایوبي په  څیر شخصیتونه   هلته  نه  وای، او یا دوی  دواړه هم د نورو  وزیرانو او امرانو  په څیر  غوړه  مالي او ایمان پلورنکي وای ،نو دهغې  وخت  خلفاؤ به  اسلامي سلطنت  لا  د پخوا څخه په صلیبیانو  پلورلې وای.]
دخلافت ماڼۍ  یا د بدکارۍ  هډه
----------------------------------
دخلیفه د معشوقې ”اُمّ عراره» تښتول او  د خلافت  بحران   (۵)
د( ۱۱۷۱) زیږدېزکال د جون د میاشتې د ګرمۍ سوځنده  ورځ  وه چې د العاضد خلیفه  پیغام  وړونکي  صلاح  الدېن ایوبي  ته دا  خبر  راوړ چې خلیفه خپل ځان ته  ورغوښتې دې .دې  خبر په  سلطان ایوبي  ښه  اغیز و نه کړ او  قاصد ته ئې وويل  چې  « خلیفه ته د سلام او  درنښت  وروسته  ووایه  چې که چېرې  ډیر  اړین کار  وي  نو زه  حاضر  یم  چې هلته  درشم ، خو اوس   هیڅ  فرصت  نه لرم ، هغه  ته داهم ووایه  چې هغه  دندې چې  زما تر مخ  د اجراء   له پاره  پرتې دي  ، دهغه تر سره کول   د حضور په دربار کې  د حاضریدو  څخه ډیرې اړینې دي »
قاصد ولاړ  او سلطان ایوبي په  خپله خونه کې نا قراره  اوښت را  اوښت . دا  د فاطمي خلافت  دوران  و  اوپه مصر کې ددې خلافت  خلیفه  العاضد و، په هغه وخت کې به خلیفه  پادشاه ګڼل کیده ، د جمعې د لمانځه په  خطبوکې به خطیبانو  د خداې ج او دهغې د رسول ص  وروسته  په  هر  جومات کې د خلیفه نوم اخست . د عیش او عشرت پرته ددې خلکو تر مخ  بل کار هم نه و .که چېرې د نور الدېن  زنګي او سلطان ایوبي په  څیر شخصیتونه   هلته  نه  وای، او یا دوی  دواړه هم د نورو  وزیرانو او امرانو  په څیر  غوړه  مالي او ایمان پلورنکي وای ،نو دهغې  وخت  خلفاؤ به  اسلامي سلطنت  لا  د پخوا څخه پلورلې وای ، العاضد هم د همداسې  خلفاؤ  څخه یو  و . کله  چې سلطان ایوبي  مصر ته د  والي  په  څیر راغې ،نو په همغه لمړیو کې خلیفه   څو څو ځله  هغه  خپل ځان  ته  ور  وغوښت ، خو سلطان په دې پو هیده  چې خلیفه  یواځې په دې خاطر  دې  هلته ورغواړي  چې هغه ته  دا  په یاد  کړي  چې سلطان هغه  نه ،  بلکه  پخپله  خلیفه دې . هغه د سلطان  ایوبي ډیر درنښت کاوه ،  هغه به ئې له خپله ځانه  سره کښیناوه ، خو دهغې  دخبرو  لهجه  او وينا  به  امرانه  وه.  هغه  چې کله هم سلطان ایوبي ځانته  رابللې  پرته له کومې موخې ئې بیرته  رخصتاوه. د روم په  بحیره کې د صلیبیانو لښکرو  ته د ماتي ورکولو او د سوډاني فوځ  د بغاوت او پاڅون د ټکولو وروسته  به سلطان ایوبي  خلیفه  ته  خپل ورتګ ځنډنې کاوه .
سلطان ایوبي   به چې کوم  شان و شوکت  او دبدبه  د خلیفه  په دربار کې  کتله  نو دهغه  په سینې کې به ئې د اور لمبې  را پورته  کولې ، د خلیفه په محل کې د  زرو  او جواهرو  داسې  یو دریاب  و  چې  د خوراک  څښاک  لوښي  ئې هم په  خپلې  غیږ  کې را نیولي  و.  د خوراک  څښاک  څخه  علاوه  د شرابو  صراحي او پیالې هم د  زرو  ، جواهرو  او هیرو  څخه جوړې شوی وي .د هغه  حرم سراې  به تل  د ښکلو  نجونو  څخه  ډک  و. په  دوی  کې ګڼ شمیر  مراکشي ، مصري ،  سوډاني او ترکې  نجونو شتون درلود  او تر څنګ  ئې  هلته یو  شمیر عیسایي او یهودي  نجونې  هم ځاې  په  ځاې  شوې وې. دا دهغه قوم  خلیفه  (خلیفة المسلمین )  و  چې باید ټولې نړۍ ته ئې د الله  ج پیغام  ور رسولې  وای ، همدا  راز  هغه د کفارو  د یو ستر جنګي ځواک  سره  مخ  و . د همدې  خلیفه  یو څو نورو خبرو هم سلطان ایوبي ته د  زړه  رنځ  پیدا کړې و ، په  هغو کې یو داوه چې د خلیفه  ځانګړې ساتونکې ډله د سوډاني  حبشیانو  او قبایلو  څخه  جوړه  شوې وه  چې دهغوی وفاداري  ډیره  شکمنه  انګیرل کیده . او بل  دا چې د خلیفه  په دربار کې د سوډان د باغي او شړل شوی  فوځ  قومندانان او نائب سالاران  را ټول او د ځانګړي  اهمیت خاوندان ګڼل کیده .
د صلاح الدېن ایوبي  د لارښوونې په اساس  علي بن سفیان  دخلافت  په ماڼۍ کې د نوکرانو او نورو کارکونکو په لباس کې  خپل  استخباراتي  وګړي هم  ور  ننويستي  و. ددې تر  څنګ هغه د  حرم سرای  ددوو  کارکونکو ښځو باور  هم تر لاسه کړې واو هغوی ته ئې اړینې دندې  سپارلې وې .  دهمدې استخباراتي شبکې د راپورونو په  بنسټ  خلیفه تر ډیره  ځاېه  د همدې سوډاني قومندانانو  تر اغیز  لاندې و . په دې وخت کې دخلیفه عمر هم نژدې  شپیته یا پنځه شپیته کاله و خو د ښکلو  اوښایسته نجونو په محفل کې به  خوشحاله  اوسیده ، دهغه د همدې  کمزورتیا څخه به د صلاح الدېن ایوبي  مخالفینو  ګټه اخسته ، د  (۱۱۷۱ ) زیږدېز کال  په  دویمه یا درېیمه میاشت د خلیفه  په  حرم سرای  کې یوه بله  ښکلې  اوښایسته  نجلۍ  هم  ور زیاته  کړل شوی وه. د حرم د استخبارتي   شبکو اړوندو  ښځینه غړو  علي بن سفیان ته خبر ورکړ چې  حرم  ته درې څلور کسان  په عربي بڼه کې راغلي واو دغه نجلۍ  ئې له ځانه  سره  راوړې وه ، دهغوی سره  زیات  شمیر تحفې  هم وي، نجلۍ ئې هم د تحفې په څیر دلته  راوړې و ه  چې د (”اُمّ عراره») یا د عراره د مور په نامه ئې   یاده کړې ، په  هغې کې یو ښه والې دا و  چې خلیفه العاضد  ئې دخپل  جادو تر اغیز  لاندې  راوستې و ،ډیره  هوښیاره ، زیرکه او  چالاکه  نجلۍ وه .
سلطان ایوبي  د خلافت ددې ټولو  خرافاتو  په هکله  پوره  مالومات  درلود  ، خو په حکومت  ئې دومره   زور  نه درلود چې د خلیفه  ددې  عیاشیو  او فساد دپای  ته د رسولو پر خلاف  کوم قدم  پورته کړي ، دده  نه  مخته هر امیر او والي  به د خلیفه تر مخه  ټیټیده ، ځکه د مصر  خاوره د پاڅونو  او بغاوتونو  ځمکه  ګڼل کیده .  هلته خو اسلامي خلافت  شتون  درلود خو د اسلام  بیرغ  لاندې  را پریوتې و . فوځ به د اسلامې  سلطنت  و ،  خو د محلې  حکومتونو  ټول  امورات  به د سوډاني  فوځ  د سالارانو په لاسو کې و، چې دهغوی ټول  اړیکي د صلیبیانو سره و ، دا   همغوي شوني کړه  چې عیسیان  او صلیبیان په قاهر ه  او  سکندریه  کې  میشت  شي . په  هغوی کې  جاسوسان  هم ول، که څه  هم صلاح الدېن ایوبي خو سوډاني فوځ  په خپله  لار  روان کړې و  مګر لا   تر اوسه ئې  یو څو   جنرالانو  شتون  درلود او ددوی   شتون   هر وخت  د خطر  زنګ  واهه ،ځکه  هغوی  اوس د خلافت  په ماڼۍ کې ډیر  زیات  اغیز  پیدا کړې و .
سلطان  ایوبي  په دې خاطر د خلافت  د عیاشۍ  هډې  ته  لاس  نه  وروړ  چې یو شمیر خلک د خلافت په هکله  ډیر  احساساتي  او یو  څه  نور ئې ډیر  سخت  ملاتړي ول . په دې ډلو  کې د غوړه  مالو  خلکو  ډیرکې  و ، په دې ډیرکیو  کې  یو شمیر   لوړپوړي چارواکي هم ول  چې د مصر د امارت  د نیولو  په فکر کې  ډوب  و . خو دا مرتبه  یواځې صلاح  الدېن  ایوبي ته ورکړل  شوی وه. سلطان ایوبي  په دغه حالاتو کې  ، چې له یوه  اړخه  هیواد  د جاسوسانو او وطن پلورونکو غدارانو څخه ډک  و  او د بله اړخه د صلیبیانو د ځوابي  یرغل    ګواښ  هم په خپل ځاې  شتون  درلود، نه    غوښتل دغه   لوړ پوړي  او  کم پوړي   چارواکي ، چې دخلافت  په دربار کې پالل  شوی و ، د خپل  ځان دښمنان  و ګرځوي . خو د(۱۱۷۱) زیږدېز کال د  جون د میاشتې په  یوي سوځونکې ورځ  ، کله  چې صلاح الدېن ایوبي د خلیفه له خوا دربار ته  ور  وبلل  شو  او هغه هتله د ورتګ څخه  ډه ډه  وکړه  نو خپل          دروازه چې   ته ئې وويل   چې «علي بن سفیان ، بهاوالدېن شدّاد ، عیسی الهکاری او الناصر ماته ډیر ژر  را واستوه».
*****(۴۲)
دا څلور  واړه د سلطان ایوبي  نژدې   ملاتړي او باوري مشاورین ول ، سلطان  ایوبي هغوی ته وويلې  « همدا  اوس  اوس د خلیفه قاصد راغلې و  تر څو زه د هغه د کتلو له پاره  هلته ولاړ  شم ،  خو ما هلته د تللو څخه ډه ډه  وکړه ، ماتاسو ددې  خبرې  څخه د خبرولو  او همدا  راز  ستاسو د  مشورو  د اخستلو په خاطر دلته  را بللي یاست ، او  دا باید درته  په ډاګه  کړم  چې  زه د  جمعې د لمانځه دخطبي  څخه د خلیفه نوم  لرې کول  غواړم .
«دا  کار به  د وخته  ډیر دمخه وي » شدّاد  ورته  وويلې  « خلک  خلیفه د خپل  پیغمبر په څیر  پیژني ، په دې اساس  به د خلکو  آند  زمونږ پر خلاف  شي .»
«تر اوسه  خو ئې خلک د پیغمبر  په څیر  پیژني ،» سلطان  ایوبي ورته وويل  « د لږ څه وخت  په  تیریدو  سره به هغه د  خداې  په څیر  هم  و مني ، هغه ته د خدایي او پیغمبرۍ  مرتبه  ورکونکې  همدا  مونږ پخپله یو چې په خطبې کې  ئې نوم د الله  ج او پیغمبر ص وروسته   یادوو ،  څنګه  عیسی فقیه  ستا انګیرنه  څه ډول  ده ؟»
«زه همدا  ستا  نظر  تائیدوم ، » عیسی الهکاري فقیه    ورته  په ځواب  کې وويل  «  هیڅ مسلمان  به  په خطبې کې د کوم انسان  نوم   اخستل  و نه  زغمي ، او بیاداسې انسان  چې  په  شرابو ، ښځو او هر  ډول  نورو ګناهونو کې  را نغښتې وي . دا  ځانته  خبره  ده  چې  د پیړیو  پیړیو  را هیسي  خلفاؤ  ته د پیغمبرانو  مرتبه  ورکړل  شوې  ده . څرنګه  چې زه د ښاري  او مذهبي  امورو   دننده په  غاړه  لرم ، په دې خاطر دا  نه شم ويلای، چې د سیاسي او  نظامي  اړخه  به  ستا  د پریکړې  په  هکله  څه  ډول  عکس العمل  و ښوول  شي . »
«عکس العمل  به  ډیر  سخت  و ي » یهاؤالدېن  شدّاد  ورته وويل « او  زمونږ پر خلاف  به وي ، خو ددې  سره سره  بیا  هم زه  دا مشوره درکوم  چې دې بدعت  یا(په دېن کې نوښت )   ته باید د پای ټکې  کښیښول  شي . او یا  خلیفه په سمه  لار  روان شي او د  ریښتوني مسلمان په حیث  د خلکو مخته  راشي   چې ماته  دا  کار  شونې  نه ښکاري »
«زما څخه  به  ډیر د خلکو  په  رایه او آند بل  څوک  ښه  وپوهیږي ؟»علي بن سفیان،  چې د استخباراتي  شبکې  رئیس  و او په ټول هیواد کې ئې د همدې  شبکې جال خپور کړې  و  ، ورته وويل  « عامو  وګړو  تر اوسه د خلیفه  شکل او صورت هم  نه  دې کتلې ، هغوی د العاضد  نوم  نه  ، بلکه د سلطان ایوبي نوم پیژني ، زما د ادارې د غړو  خبر لوڅو  ماته  خبر  را کړې  چې ستا د امارت  په دوه  کلنی دوره کې دخلکو داسې اړتیاوې   پوره  شوی دي  چې دهغوی  د پوره  کولو په  هکله هغوی کله  فکر  هم نه کاوه . پخوا تر  دې په ښارونو کې داسې  مطب  یا(د بوټو څخه د جوړو شوو  دارو ګانو ډاکټر )  نه و  چې  ناروغان  ورشي  او  علاج  ئې وکړل  شي . د  معمولي  معمولي ناروغتیاو  په  پیښیدو  سره به  خلک  د مرګ  سره  مخکیدل ، اوس  سرکاري  شفاخانې جوړې شوی دي ،مدرسې او مکتبونه   هم  پرانستل  شوی دي ،د تاجرانو او دوکاندارانو  د لوټولو  تیرې  هم پاې  ته رسیدلې دې . جراېم  هم   را  کم شوی ، او  اوس خلک  خپل  شکایتونه  او عرایض  تاته   نیغ په نیغه  را رسوي ،  ستا د راتګ  تر مخه  به، خلکو   د  دولتي مامورینو او  عسکري  و ګړو  څخه  ويره   احساسوله ، اوس  ورته  تا  دهغوی حقوق  ور  ښوولي دي ،او  هغوی هم خپل  ځانونه د  همدې  هیواد او ملت   غړي  ګڼي ، هغوی ته  خو دخلافت  له اړخه د ظلم ، تیري او نا انصافۍ  پرته  نور څه  نه و تر سترګو شوی، خو تا ورته  عدل ، انصاف  او  عزت  ور  وباښه ، زه په  ډاډمن زړه   سره ويلاې شم  چې قوم به  دخلافت  پر ځاې د امارت  پریکړې و مني .»
« ما به قوم او  ولس  ته  د هغوی  عزت  او وقار  ، یا عدل  او انصاف  ورکړې وي او  یا نه ، »سلطان ایوبي  ورته وويل « اويا به مې  هغوی ته  دهغوی   حقوق  ورکړي وي او  یا نه ،  زه   نه پو هیږم ، خو زه نه غواړم  چې ولس  او قوم ته یو ډیر  عبث  او بې  ګټې  تګُلاره   پریږدم ، زه  خپل قوم او ولس  ته  شرک  او کفر   پریښول  نه غواړم ، په دې خاطر  اړینه  ده چې په  دېن کې دا  نوښتونه (بدعتونه )، چې دمذهب برخه ګرځیدلې ،  مات    او د کثافاتو  په   ټوکرۍ  کې ئې   ور  و غورځوو.  که چېرې همدا  رواج ژوندې پاته شي نو دا  به هم شوني  وي چې  سبا  بله ورځ  زه هم  خپل نوم  په خطبې کې  ور ځاې کړم . د ډیوي  څخه  ډیوه  بلیږي ، خو زه  غواړم  دا  ډیوه، چې د شرک  رڼا خپروي،   مړه  کړم .  تاسې پو هیږئ چې  دخلافت  قصر اوس د بدکارۍ  هډه  ګرځیدلې ده ،او خلیفه هغه شپه  هم په شرابواو د حرم  په ښایسته و کې  بدمسته  و   په کومه  شپه چې سوډاني فوځ  پر مونږ  برید کړې و. که چېرې په هغه وخت کې زما  چال  دناکامۍ سره مخ  شوی واې نو د مصر  څخه به د اسلام  بیرغ  د تل  له پاره  راپریوتې  واې ، هغه وخت  چې د الله ج سپاهیان  اود حق د لارې مجاهدېن  شهیدا ن کیدل ، په  هغه وخت کې هم خلیفه په شرابو کې  بد مسته و . ما د خپلې راسپارل  شوې  دندې په مطابق او د  خلیفه د احکامو په  اساس  هغه ته ددې خبر  ورکولو  په خاطر  ورغلم  تر څو و پو هیږي  چې په سلطنت  ئې څه ډول  یو ستر توپان    راغلې دې ، او زمونږ مجاهد فوځ په کومې بهادرۍ سره  د هغې توپان  څپې  و ځپلې ، خو هغه د مست  سنډا  په  څیر سر ښکته  کړ او وئې ويل « شاباش—مونږ ډیر خوښ  شو ، مونږ به ستا پلارته   د  ځانګړي  قاصد  په لاسو د مبارکۍ پیغام او انعامونه  ور  ولیږو » خو ما  ورته وويل چې « اې د مسلمانانو  خلیفه !ما خپله  دنده  تر سره کړې، ما خپله دنده د خپل پلار  د خوښۍ  په  خاطر نه ، بلکه د  الله  ج  او دهغې د رسول  ص  د خوښۍ  په خاطر  تر سره کړې  ده .»
هغه  عمر تیري خلیفه  وويل « صلاح الدېنه !  ته  تر اوسه  کوچنې  ئې ،خو کار دې  د  ستر خلکو  تر سره کړې دې......»
هغه له ماسره داسې خبرې وکړې  لکه زه  ئې  چې غلام  او د خپل حکم  تابع  ګڼلې وم ، دا  بې دېنه انسان د  مسلمانانو د خزانې  له پاره د سپین   فیل  په څیر  ګرځیدلې دې ،»  په همدې وخت کې سلطان ایوبي  یو لیک را وويست  او ټولو  خلکو ته ئې ور  وښود  او وئې  ويل « شپږ   اوه  ورځې  کیږي چې سلطان  زنګي ماته  د اپیغام را  استولې دې  او لیکلي  ئې دي  چې خلافت  په درې برخو   ويشل  شوی دې  د بغداد  د مرکزي  خلاف   اغیز  په خپلو  دواړو  لاس  لاندې  خلفاؤ  باندې  له  منځه تللې دې ، ته  دې ته متوجه  اوسه چې د مصر خلیفه  خپلواکه  حاکم و نه ګرځي ، هغه د سوډانيانو او صلیبیانو سره هم د خپلې  واکمنۍ په خاطر  د سازشونو  څخه  دریغ نه کوي . زه  اوس  په همدې فکر کې یم  چې خلافت  یواځې  په بغداد کې  پاته شي او دا نور لاس  لاندې  خلفاء له منځه  ولاړ  شي ، خو زه  ويریږم  چې دې خلکو به  زمونږ پر خلاف  سازشونه کړي و ي  که چېرې تاسې د مصر دخلیفه پادشاهي د هغې  په همغه  حرم  کې سره  را و نغاړئ ، نو  زه به تاسې ته  فوځي او مالي کومک  درکړم . په دې  لاره کې  محتاط  قدم اخستلو ته  اړتیا ده ،ځکه  چې دمصر کورني  حالات   کړکیچن  دي ، په مصر کې به یو پاڅون بل  هم کیږي ، په دې اساس سوډانيان د کلکې  څارنې  لاندې و ساتئ ،»
سلطان ایوبي لیک ولوست ،او وئې ويل  « په دې کې هیڅ شک  نه شته  چې خلافت   اوس  پخپله سپین  فیل  ګرځیدلې دې . ایا تاسې نه  وينئ ؟،کله  چې خلیفه  العاضد د تفریح او سیل  په خاطر  بیرون  را وځي  نو تر نیمائې زیات  فوځ  دهغې د خوندي ساتنې په خاطر   هر ې  لورې ته خپریږي ؟ خلک مجبورول کیږي چې د خلیفه  تر مخه  قالینې او ښایسته  څادرونه  خپاره او هوار کړي ،د خلیفه  ساتونکې  ډله د خلیفه تر مخه   خلکو ته اخطارونه  ورکوي او محبوروي ئې ،ترڅو دهغوی ځوانې ښځئ  اوښایسته  نجونې په خلیفه  باندې د ګُلونو پاڼې و شیندي، دهغې په دغسې  دورو   باندې د ولس او قوم امانتونه  او خزانې  داسې  شیندل  کیږی  چې بیا  د اسلامي سلطنت   د دفاع  او پراختیا  له پاره او د قوم او ولس د  نیکبختۍ او هوسائې   له پاره   هیڅ  نه  پاته کیږي.  ددې  ترڅنګ  مونږ باید  په دې اړخ   هم غور وکړو او  مصري خلکو ته  ، او همدا  راز  ددې ځاې  اوسیدونکو عیسایانو او نور  غیر مسلمانو  ډلو ټپلو  ته دا  ثابت کړو  چې اسلام د شهنشاهیت  مذهب  نه دې،  دا دعربو د دښتو، څرونکو ، دهقانانو  او .....ریښتونو پاکو خلکو مذهب دې او دا  مذهب  انسان ته  د انسانیت هغه درجه ورکوي  چې اللهج   ته ډیره  ارزښتناکه  ده »
«دا هم شونې ده  چې د خلیفه پرخلاف  قدم  پورته کول به  ستا پر خلاف  ددې  بهتان له پاره  لار پرانځي چې  ته غواړې د خلیفه  پر ځاې  پخپله  حاکم  و ګرځې .» شدّاد  ورته وويل  «  تل  د ریښتیا مخالفت  شوی  او کیږي » سلطان ایوبي  ورته وويل «  نن د  درواغو او باطل   ریښې  په دې خاطر  کلکې دي  چې د مخالفت  او مخالفانه   کړنو څخه  خلک  ويریږي او د ریښتیا ويل ئې  پری ایښې دي ،  د حق او ریښتیا  اواز  په  سینو کې   پټ  پاته شوې دې ،د  شاهانه  دور   او شهنشاهیّت   غلط  کړنچار  د خلکو  په زړونو کې  هغه  وقار او عزت   ته  د پاې  ټکې  ایښی دې  چې د قوم او ولس  له  پاره  د  امتیاز   نښه  ګڼل کیده .  عوام   وږي  ساتل  کیږي  اوپر هغوی باندې په زور  سره  خپله  حکمراني چلول  او هغوی د  غلامۍ په  ځنځیرونو کې  تړل  کیږي  په داسې حال کې  چې زمونږ  رسول اکرم ص د  غلامۍ ځنځیرونه  لا د پخوا  څخه  ټوټې  ټوټې کړي دي .   زمونږ  پادشاهانو   قوم او ولس  د ذلت او خوارۍ  هغې کندې ته  وړې  چې  دغه  پادشاهان  د خپلو  عیاشیو په خاطر  د صلیبیانو سره  دوستانه  اړیکې پالي ، دهغوی  څخه  نقدې  کومکونه غواړی  او صلیبیان   سوکه  سوکه  په اسلامي سلطنت  باندې  تسلط  پیدا کوي ....... شدّاده !  تا د مخالفت  خبره  وکړه ،  خو مونږ  ته  د مخالفت  څخه  ويره  نه ده په کار.»
«ډیر  دروند  او  محترم   امیره !» د سلطان ایوبي  نائب  سالار  الناصر  ورته وويل  «  مونږ د مخالفت څخه ويره نه  لرو ،  تاسې  مونږ د جنګ په ډګر  کې  ازمیښت کړي  یو ،  مونږ په هغه وخت کې هم  نه یو  ويریدلي  چې  د سختې محاصرې  په حال کې هم  ددښمن  په خلاف  جنګیدلو ،مونږ د لوږې او تندې په حال کې هم  جنګیدلې یو، مونږ د صلیبیانو  توپان  په  همغه  وخت کې  هم  په شا تمبولې و  چې زمونږ شمیره  ډیره  کمه  وه ، خو زه تا  ته   همستا یوه  خبره  یادول غواړم ، تا یو ځل  ويلې  و، چې که  چېرې یرغل او برید د  بهر  څخه وي  مونږ کولاې  شو  هغه د لږ شمیر  مجاهدېنو  په  واسطه  هم  په شا و تمبوو ،خو هغه  برید  او یرغل  چې د کور دننه  را  پیدا کیږي  او حمله کونکي د خپلې کورنۍ او قوم   وګړي وي  نو مونږ یو ځل  فکر کوو او حیران  پاته کیږو او  له ځانه سره وایو :  چې  ای ذوالجلال  و الاکرام  ربه ! دا  څه  پیښ شول، درونده  امیره !  کله  چې د یوه  هیواد  حاکم  په خپله دهغه  هیواد  دښمن و ګرځي  نو ستا توره  به   ستا د توري په  پوخ  کې تړپیږي  خو د بیرون  را ويستلو جوګه  به  نه وي .»
«الناصره ! تا ښه خبره وکړه » سلطان ایوبي ورته وويل «زما  توره  همدا اوس هم  په  تیکې  کې  تړپیږي ، دا نه غواړي د خپلو  حکامو په مقابل کې بیرون   را ووځي ، زما په زړه کې تل  د خپلو  حاکمانو له پاره  درنښت  شتون لري .د یوه هیواد  حکمران د هغه  هیواد د عزت او وقار  نښه ګڼل کیږي ، خو تاسې ټول  فکر و کړئ  چې زمونږ په  حکمرانانو کې څومره  عزت او څومره  وقار پاته  شوې دې ، زه  یواځې د خلیفه  العاضد  په  هکله  نه ګړیږم ،  دعلی بن سفیان  څخه و پو ښتئ ،  دهغې   شبکه  په موصل ، حلب ، دمشق ، مکه  او مدېنه  منوره کې فعاله  ده  او کوم  خبرونه  او را پورونه  چې هغوی  راوړي  هغه ددې  ګواهی  ورکوي  چې دخلافت  د عیاشۍ  او تعیش پالنې  په اساس ، هر چېرې  چې  کوم  امیر یا حاکم  شتون  لري ، هغه د همغه ځاې خپل واکې  حاکم  ګرځیدلې دې ، اسلامې سلطنت په ټوټو   ټوټو  ويشل  شوې دې ، د خلافت  مرکز دومره  کمزورې  شوې دې  چې دهغې  له مخې امران   او حاکمان د خپلو  ذاتي سیاستونو  په  لوبو  کې  را نغښتي دي ، زه ددې ټولو ګواښونو  څخه  بې خبره  نه یم ،او دا  هم را ته  څرګنده  ده  چې کله هم  مونږ د قوم او ولس دا  خوره  وره  شیرازه  بیرته  را یوځاې کوو  نو دا  به نور ه  هم د خپریدو  هڅه کوي ،زمونږ  تر مخ  به د ستونزو  غرونه  و دریږي ،  خو زه   ويره  نه لرم ،  او زه   دا شونې ګڼم  چې تاسې به هم  دداسې  حالاتو  څخه و نه  ويریږئ ، زه به ستاسو د مشورو   احترام کوم ، خو زه  به  د خلیفه  په بلنه  هغه وخت  هلته  ورځم  چې کوم  اړین کار  شتون ولري ، خو په اوسني وخت  کې  زه د خطبې څخه د خلیفه نوم او یاد  باسم .»
ټولو د سلطان ایوبي ددې  کار  ملاتړ او تائید وکړ ،  او هغه ته ئې دخپله اړخه   دپوره بسپنې او هر ډول  ځان ځارنې په ورکولو سره ډاډ  ورکړ.
په دغه وخت کې  خلیفه العاضد  په  یوه  ځانګړې  خونه کې ناست و چې قاصد  ورته  وويل  چې صلاح الدېن ایوبي   ورته ويلي  چې که  چېرې کوم  اړین  او  ضروري کار وي  نو زه  را تلاې شم  او که نه  زه  پخپله ډیر مشغول  یم . خلیفه  د قهره  سور  اور  وګرځید، هغه قاصد  ته وويل چې  رجب  راته   را  ولیږه،  رجب د خلیفه د ساتونکې ډلې  قومندان  و .د نائب سالار  رتبه  ئې  درلوده او د مصر د فوځ  لوړ  پوړې  چارواکې و، هغه ته ئې د خلیفه د ساتونکو  د ډلې  قومنداني  ور سپارلې وه . هغه د خلیفه  د ساتونکو په ډله  کې   په  ګوتو  را ټول کړي  سوډانيان  اخستي وو، هغه د سلطان ایوبي د مخالفینو څخه او د خلیفه د غوړه مالو څخه یوه تکړه  چارواکې و.
په دغه وخت کې چې  قاصد  د صلاح الدېن  ایوبي  ځواب  خلیفه  ته وړاندې کاوه  نو د خلیفه  په ځانګړې  خونه کې  ”اُمّ عراره» هم  ناسته وه ،  هغې خلیفه ته وويلې «صلاح الدېن  ایوبي  ستا نوکر  دې – تا هغه دومره و نازاوه  چې  اوس  دې په سر را خیژي ، ولې هغه  دکاره  نه ګوښه کوې ؟ او یا  ولې کوم سپاهي  نه وراستوې  چې لاس تړلې ئې ستا دربار  ته  راولي ؟»
«په دې خاطر  چې دداسې کار کولو پایلې  به  ډیرې  ښې  نه وي ،» خلیفه د قهر او غُصّې نه  په ډک  اواز   سره وويل .« دهغه  د لاس  لاندې  یو ځواکمن  فوځ  دې ، شونې ده چې هغه به زما پر  خلاف  فوځ  په کار  واچوي .» په همدې   وخت کې رجب  را ننوت ،  هغه ښکته  شو او فرشي  سلام  ئې وکړ . العاضد  ورته  د قهره  په لړزیدلي اواز  وويل ، «  زه  د همغه  لمړیو  څخه په دې پو هیدم ، چې دا  کمبخته  خپل سرې او سرکښه  انسان دې ،... دا صلاح الدېن ایوبي  یادوم .....ما  هغه را بللې و  نو هغه  د را تللو څخه په دې خاطر ډه ډه  کړې  چې  که  چېرې کو م   ضروري  او اړین کاروي  نو را ځم او که نه  ستا  هلته  درغوښتل  ماته  کومه  مانا   نه لري ، ځکه  زما تر مخه  ډیره کارونه  دي  چې باید  تر  سره ئې کړم .»
په غُصّې غُصّې سره  په خبرو کولو  کې د هغې  ټوخې  را وپارید  او په خپل زړه  ئې لاس  کیښود، رنګ  ئې ژیړ شو ، او په  یوه ډیر کمزوري  اواز  ئې  وويل « هغه بدبخته  ته دا  احساس  هم نشته ، چې زه  یو رنځور  انسان یم ، زما  زړه  به  یوه  ورځ   ما  له منځه  یوسي ، زما  له پاره  غُصّه کیدل   زیانمن  دي ،  ما د خپلې  روغتیا  غم شپیلي، او هغه  ته  خپل کارونه   مهم دي .»
«تا هغه  د څه  له پاره  را بللې و ؟» رجب  ترې و پو ښتل --«ماته  حکم وکړئ »  ما هغه په دې خاطر  رابللې و چې  هغه ته دا  احساس  را پیدا  شي  چې دهغې پر سر یو حاکم  هم  شته »  خلیفه په داسې حال کې  چې  په خپل زړه  ئې لاس  ايښی و  په لړزیدلي  اواز  وويل  « همدا تا  راته ويلي و  چې صلاح الدېن  خپل  واکه  او خپل سرې شوې دې ،  زه  هغه بیا بیا دلته را بولم  او هغه  ته  حکم کوم  تر څو هغه خپلې  پښې  لاندې  کیږدي ، دا اړینه نه ده  چې دکوم  ضروري  کار په خاطر دې  هغه  زه  دلته  را وبولم.»
«اُمّ  عراره»  د شرابو پیاله د خلیفه  په شونډو کیښوله  او ورته  ئې وويل  --«سل ځله مې درته  ويلي  چې په  غُصّه کیږه  مه ، ستا د زړه او  اعصابو  له پاره  غُصّه زیانمنه ده .»  هغې د یوه طلاې دبلي  څخه نسواري  رنګ څه سفوف  را وويستل  او د خلیفه  په خوله  کې ئې  ور واچول  او  د اوبو  ګیلاس ئې ور  په خوله کړ. خلیفه دهغې په خورو  ورو   وریښمینو زلفو  باندې  لاس  را ښکود  او ورته ئې وويلې --« که ته  نه وائې  نو خداې  خبر  چې زما به څه  حال و ، دهر چا سترګې   زما  په  شتمنۍ  او رتبې  نښتی دي ، زما یوه  ښځه هم  داسې  نه  شته  چې  زما  سره  ځانګړې  مینه  ولري ،  یواځې ته زما  له  پاره  اسماني  فرښته  ئې .»  هغه نجلۍ نوره  هم  له ځانه سره  را نژدې کړه  او خپل لاسونه ئې د هغې د ملا  څخه  را تاو کړل.
«ای  د مسلمانانو خلیفه ! » رجب   ور ته  وويل -« ته ډیر نرم  زړه  او  نیک  خويه  انسان  ئې ،  همدا لامل  دې  چې سلطان ایوبي  ستا  تر مخه  داسې   ناز  کوي . دا  به ستا له یاده  وتلي وي  چې هغه د عربي  نسل  څخه نه دې ، هغه ستا د نسل  څخه هم نه  دې ، هغه  په خټه  کُرد  دې . زه   حیران  یم چې هغه ته دومره  لويه  رتبه  چا  ورکړې ده ؟ که په هغه  کې کوم  کمال  وي  نو هغه  دادې چې هغه  ښه  عسکر دې ،د جنګ د ډګر  استاد  دې . هم په  جنګ  پوهیږې  او هم  په  جنګولو . خو دا صفت  دومره  مهم نه دې  چې هغه ته دې   د مصر امارت  ور  وسپارل  شي..... هغه د سوډان  دومره  ستر او دومره  تجربه لرونکې  فوځ  داسې  ژر  له منځه یوړ  لکه  یو کوچنی  چې  یوه  د لوبو  اله  ماتوي ، تاسې  لږ څه فکر وکړئ،  چې هغه  وخت  چې  دلته د سوډاني  اوسیدونکو  یو ځواکمن  فوځ و ، د ناجي  او  اوروش  په  څیر سالاران  ئې درلودل ، نو خلکو  ستا  د سپیو   تر مخ  هم  سجدې کولې . د سوډاني  لښکرو   سالاران  به ستا  په  دهلیزنو کې  ولاړ  ول ، خو اوس  خبره  دې ځاې ته  را ورسیده   چې  ته  خپل یو  لاس  لاندې کس را  بولې  نو هغه  ستاسې مخ ته د راتلو څخه ډه ډه کوي .»
«رجبه !» خلیفه  په ناڅاپي  توګه  و غورید  او وئې ويل --« ته  یو مجرم  ئې !»
د رجب  رنګ  تک ژیړ  شو ، ”اُمّ عراره» هم  په یوه ټکان  سره  د خلیفه څخه ځان بیل کړ. خو العاضد  یو ځل بیا هغه  د مړونده  و نیوله  او دخپله  ځانه  سره ئې را نژدې کړه  او ورته ئې په ډیره مینه وويل--«  ایا ما تاسې و ويرولئ ؟  ما غوښتل   رجب   ته  دا ووایم  چې  هغه  ماته  اوس  ددوه کاله د تیریدو  وروسته دا  وائې  چې  زمونږ پخوانې فوځ او د هغې سالاران  نیک  خلک  وو ، او دصلاح الدېن  ایوبي  پر لاسو  جوړ شوې  فوځ دخلافت  له پاره  ښه  شګون   نه لري،  څنګه  رجبه ! ایا داسې نه ده ؟  ته  په دې  خبره  د پخوا څخه پوهیدې ؟ ولي اوس  چپ ئې ؟اوس  چې د مصر امیر  خپلې ریښې  ټینګې کړي دي  ماته وائې چې  هغه دخلافت  باغې  او سرکښه دې ؟»
«زه  د  حضور د قهر او غضب  نه امان غواړم » رجب  په  ويریدلي  اواز  سره وويل --« سلطان ایوبي د بغداد  د خلافت  له  اړخه  ټاکل شوې و ، او دا  کار  به هم ستاسې  په  مشوره  تر سره شوې وي. زه د خلافت د ټاکنې پر خلاف  د خبرو کولو  جرأت  نه  لرم . خو نن د مصر د امیر خپل سرۍ او  ستاسې په روغتیا مې د هغې د اغیز  له مخې  مجبوراٌ  خپله  خوله  پرانسته   ، زه  د ډیره وخته  را هیسې دا وينم  چې صلاح  الدېن  ایوبي څو څو ځله د حضور  د  امر نه سرغړونه کړې ده  او دا  زما دنده   ده  چې زه تا له  خطرونو او ګواښونو  څخه  خبر اودهغوی د پایلو څخه دې خوندي و ساتم .»
په دې وخت کې   ”اُمّ عراره» د خلیفه  د مخ  سره خپل مخ  ور یوځاې کړې و او دهغه  په  ګوتو کې ئې خپلې  ګوتې ور ننويستې وي او د کوچنیانو په  څیر ئې  ورسره  لوبې کولې ، یو نا څاپه  ئې د خلیفه د مخ  په غومبري   باندې لاس  کیښود او  ترې وئې  پوښتل  چې «  ایاطبیعت  دې  لږ څه  را ښه شوې دې ؟»
خلیفه  هم د هغې د زنې لاندې  لاس کړ او  ورته ئې وويل  چې  --« دوایي دومره اغیز نه وکړې  لکه  څومره  چې ستا مینې او محبت  پرما و کړ.   تاته  الله  ج  هغسې ښایست او  جذبه  در کړې   چې زما د هر  رګ  له پاره    اکسیر دې.»  هغه د اُمّ  عراره  سر  په خپلې سینې باندې  کیښود او  ورته ئې وويل -«د قیامت په  ورځ  چې ما جنت ته لیږدوي ،نوزه  به  خداې ته ووایم  چې زه بله  حوره  نه غواړم  ماته  یواځې  ”اُمّ عراره» را کړه .»
«”اُمّ عراره» یواځې  ښایسته  نه ده » رجب ورته وويل  -« بلکه  ډیره  هو ښیاره  او ذهینه  هم ده ، د حضور حرم سراې د سازشونو مرکز  ګرځیدلې دې  خو دهغې په  را تللو سره ټول   را  ولکه     شوی دي، اوس  هیڅوک  دا  جرأت  نه شي کولاې  چې کومه  ښځه د کومې  ښځې پر خلاف  او یا د خلافت د ماڼۍ  کوم کارکونکې څه خرابي  را پیدا کړي .»
رجب  د صلاح الدېن ایوبي  په هکله خبرې کولې ، ”اُمّ عراره»  ورته  وويلې « ددې خبرې په  غور  سره واوره او صلاح الدېن  ایوبي  ته درنه  او درناکه  سزا  ورکړه .»
« تا څه  ويل  رجبه ؟ » خلیفه  متوجه  شو  او وئې وپو ښتل .
« ما غوښتل عرض کړم  چې ما ددې  ويرې څخه خپله ژبه بنده کړې وه  چې تاسې ته به د مصر د امیر پر خلاف  کومه  خبره  کول  د زغم وړ نه وي » -رجب  ورته وويل --« شونې ده  چې صلاح الدېن ایوبي   به  یو وړ   سالار  وي »
« زه د هغې په همدې صفت ډیر خوښ  یم  چې هغه  د جنګ او جګړې په  ډګر کې د اسلام  بیرغ  راپریوتو  ته نه پریږدي، » خلیفه ورته وويل  --« مونږ  دسلطان  ایوبي  په  څیر سالارانو ته   اړتیا لرو ، تر څو د اسلامي سلطنت  وقار او عزت  د  جنګ  او جګړې په ډګر کې  هسک و ساتي ،»
«زه د خپلې  سپین سترګۍ او بې ادبۍ  په هکله   بښنه غواړم  ، د قدر  وړ درونده  خلیفه !»--رجب  ورته وويل --« مونږ  د جنګ په ډګر کې  خلافت نه یو ازمیښت کړي .  زه د صلاح الدېن ایوبي  په  هکله  ددې  خبرې کولو  جرأت کوم  چې هغه د اسلامي خلافت  د وقار او عزت  له پاره   نه  بلکه د خپل وقار او عزت   له پاره  جنګیږي ، تاسې د فوځ د سالار څخه نیولې تر یو  عام سپاهی  پورې و پو ښتۍ ، صلاح الدېن ایوبي هغوی  ته   همدا  درس  ورکوي  چې هغوی دې د داسې اسلامې خلافت  د قیام  له  پاره  ځانونه  ځار کړي  چې په  پولو کې  را نغښتې نه وي ، په ډاګه ده  چې  هغه  د همداسې  یو سلطنت   خوب  ويني  چې پخپله ئې پادشاه  وي ، نورالدېن  زنګي  هم دهغه  ملاتړ کوي ، هغه د صلاح الدېن ایوبي د ملاتړ  په خاطر دوه زره  سواره   اود  همدومره  پیاده عسکر و  لښکر  را استولې دې ، ایا هغه  دا فوځ د بغداد  د خلیفه  په اجازې سره  را  استولې دې ؟ او  ایا د خلافت  کوم نماینده په دې هکله  دمشورو  په خاطر  ستاسې  حضور  ته راغلې دې ؟ له تاسې ئې دا پو ښتلي  چې په مصر کې ددومره اندازې  فوځ  اړتیا  شته او که نه؟  هر څه  چې و شول د خلافت  نه  پورته  وشول .»
«ته  صحیح  خبره  کوي   رجبه !» خلیفه  ورته وويل --«  له ماڅخه  په دې اړوند  هیڅ  پوښتنه  نه ده شوی ، او ما ته اوس  دا فکر  را پیدا شوی  چې د هغې اړخه   راغلې دومره ستر فوځي  کومک  تر اوسه  پورې   ولې بیرته نه دې  ورلیږل شوی .»
«بیرته  په دې خاطر نه دې ور لیږل  شوی  چې دا کومک په مصر باندې د خپل تسلط  د ټینګښت  په خاطر  را لیږل  شوی و  او دهمدې  موخې د تر سره کولو  له پاره  همدلته ساتل  شوی دې .»--رجب   ورته  وويل  --« هغوی ئې د مصر د پخواني فوځ  سپاهیان او عسکر   په  دهقانۍ اود کر کیلې   په  دندو  د مشغولولو  په خاطر دلته ستانه  کړي دي . ناجي ، اوروش ، کاکیش ، عبدېزدان ، ابی  آوز   او ددوی په څیر  اته  کسه  نور سالاران  چېرې ولاړل ؟ په دې هکله به  حضور کله  هم فکر  نه وي کړې . هغوی ټول د صلاح الدېن ایوبي په لاسو په پټه توګه  دخاورو  لاندې کړل شول. دهغوی  ګناه داوه  چې هغوی د صلاح الدېن ایوبي څخه ډیر  زیرکه  سالاران  ول، ددې  وژلو  ګناه  د چا په غاړه  ده ؟ صلاح الدېن  ایوبي د حاکمانو په غونډه کې ويلي و چې د مصر خلیفه  هغوی ټولو ته د غدارۍ او  سرکشۍ  د جرم  په  اساس  د مرګ  سزا  ورکړې ده .»
«دروغ، دروغ » خلیفه د قهر څخه  را و خوټید او وئې ويل -« دا ټول  سپین  دروغ  دي ،  ماته  صلاح الدېن ایوبي ويلي و چې دا ټول  غداران  دي ، ما هغه ته ویلي و  چې ګواهان  پرې را وړه او محکمي ته  ئې را کش کړه .» هغه د محکمې پرته  دا  پریکړه   پخپله کړې  چې د خلافت د مهر نه پرته  بیکاره  ګڼل کیږي،»--  رجب  ورته وويلې « دهغوی  بدقسمته سالارانو   جرم  دا  و  چې هغوی د صلیبي پادشاه  سره  اړیکې  کلک  کړي  وو ، دهغوی موخې  څه نوری  وې ، او هغه دا چې د صلیبیانو سره  اړیکې ټینګ کړي او د خبرو اترو  له لارې  د جنګ او جدل  مخه و نیسي، او مونږ دخپل هیواد  اوهیوادوالو د سکون ، ارامۍ  او سوکالۍ  په  لور  توجه  وکولاې  شو .  که څه  هم تاته  به دا د منلو  وړ  نه وي  خو حقیقت  دادې  چې  صلیبیان  مونږ  خپل دښمنان  نه ګڼي ، هغوی  په دې خاطر  زمونږ پر  خلاف  جنګي ځواک  تیار  ساتي  چې د نور الدېن  زنګي او  شیرکوه  په څیر د« بنسټ پالو» مسلمانانو څخه  د حملي  او یرغل  ويره  لري ، شیرکوه   و مړ  خو خپل ځاې  ئې صلاح الدېن ایوبي ته پریښود، سلطان ایوبي د شیرکوه  روزل  شوی  سړې دې ، هغه  خپل ټول عمر د عیسائې  قوم  پر خلاف  په  جګړو  کې تیر کړې او په دې تر تیب  ئې د اسلام  دښمنان  نور هم  زیات کړل،که  چېرې د صلاح الدېن ایوبي پرځاې  بل کوم څوک د مصر  د حاکم په څیر ټاکل شوې واې ، نو نن  به عیسائې  پادشاهان  ستا دربار  ته د میلمنو او دوستانو په څیر را تللاې ، نه  به  وژل او  داړه  ماري  وه  او نه  به دومره  ستر ستر سالاران  وژل کیدل او نه به  نوم  ورکې  ښخیدل.»
«مګر  رجبه!» خلیفه ورته وويل -« صلیبیانو خو د روم په  بحیره  کی په  اسلامي لښکر  یرغل کړې و؟»  
« صلاح الدېن  داسې حالات  را پیداکړي و چې صلیبیان  دخپلې دفاع په خاطر مجبور  شول  په حملې کې لمړیتوب وکړي ،» --رجب  ورته وويل -«صلاح الدېن ایوبي ته   مالومه  وه  چې د صلیبیانو له اړخه  حمله کیدونکې ده  ځکه  چې دحملې له پاره  حالات  همغې  راپیدا کړي و  په دې خاطر هغه د حملې د مخنیوي  او دفاع  له پاره ځان  له مخکې   چمتو کړې و ،  دا  انسان خو فرښته نه ده  چې په غیبو به پوهیده ، هغه داسې  یو چال  و چلاوه ، چې دهغې  په لوبیدو سره په زرګونو  کوچنیان  یتیمان شول  اوپه زرګونو  ښځې  کونډې  کړل  شوې ،  دهغې په دغه ظالمانه کار باندې تاسې  هغه ته  زما تر مخه  شاباسې  ورکړ  او ستاینه  ئې مو وکړه، بیا هغه  هغه سوډاني فوځ چې ستاسې وفادار و  د جنګي تمریناتو په بهانه د شپې له  خوا بهر وويست  او په تیاره کې  ئې پرې  د خپل فوځّ  له اړخه  عملیات  پیل کړل  او دا ئې  خپره کړه چې  د ناجي  فوځ  بغاوت اوپاڅون کړې  و.  دهغه په دې  کار هم تا دهغه ستاینه وکړه  او شاباسې دې ورکړ . تاسې دومره  نرم زړه  او مخلص  یاست  چې تاسې دهغه چال او دوکه  درک  نه کړاې  شوه .»
په دې وخت کې  ”اُمّ عراره»  چې دعربو د ښایست  یوه نمونه  وه د  خلیفه العاضد  سره « په ډیره  معصومانه توګه » د فحش داسې حرکات پیل کړل  چې په  العاضد ئې دشرابو  نشه  نوره هم ورزیاته کړه .  دهغه  ذهني څرنګوالې او څنګه والې دهغې نجلۍ  په لاسو کې و –  درجب  خبرو او  دلیلونو  دهغه په  زړه  باندې  پوره  اغیز  کړې و ، خو  دهغه  په  زړه کې یواځې او یواځې  ”اُمّ عراره» وه ، هغه  د رجب خبرې  هسې په  ضمني توګه  اوریدلې ، رجب په صلاح الدېن ایوبي باندې  ډیر  شرمناکه  وار  وکړ. هغه و ويلې « صلاح الدېن ایوبي  په یوي بلې دوکې او غولونې باندې لاس  پورې کړې ، هغه اوس هره  ځوانه او ښایسته نجلۍ  چې وويني  د لاسو ئې نیسې او ابرو  ئې  تويوي، او بیا د  یو څو  ورځو  عیش او عشرت  وروسته ئې په دې خاطر  له منځه وړي  چې دا جاسوسه ده .د عیسایانو پر خلاف  په ولس کې د کرکې دپیداکیدو  په خاطر ، هغه په فوځ او  عوامو  کې دا  مشهوره  کړي  چې صلیبیان  خپلې نجونې  مصر ته د څارکښۍ  له پاره  را  استوي، ددې  نه  علاوه  هغوی  زمونږ  ولس ته  بدکاره او فاحشې  ښځې  هم  را  استوي  تر څو د قوم  د ځوان  کُول اخلاق  پرې خراب  کړي ، زه  د همدې  هیواد  اوسیدونکې یم .  څومره  قحبه ځاېونه   چې دلته  شته  د ټولو ښځینه  لوبغاړې  مصري او سوډاني  ښځې دي،  که چېرې  کومه عیسائې  ښځه په کې هم وي  نو هغه  د  چا جاسوسه  نه  بلکه  یو بدکاره  ښځه  ده . »
«ماته   دحرم  سراې  درې څلورو  نجونو وويلې  چې صلاح الدېن ایوبي  هغوی خپل کورته ورغوښتې  وی  او هلته ئې  د هغوی  عزت  توي کړې دې .» ”اُمّ عراره» ورته  وويل.
خلیفه د قهره  تک سور شو او  وئې ويل --«زما  د حرم سراې  نجونې ؟  تا ماته دا خبره ولې مخکې نه کوله ؟»
«په دې خاطر  چې  ته  رنځور  ئې ، او دا  ډول  خبرونه  ستا د صحت  له پاره  ښه  اغیز نه  لري ،» اُمّ  عراره ورته وويل  --« اوس  هم دا خبره  زما دخولې  څخه  بې  ارادې  را ووتله ، ما دا سې انتظام کړې دې  چې اوس  هیڅ نجلۍ د چا   په  وربللو  د اجازې  پرته  نشي  وتلای »
«زه  به هغه  همدا  اوس  را  و غواړم  او  په  دُرّو  به ئې  ووهم »  خلیفه  ورته وويلې -« زه  به  بدله  اخلم »
«د بدلې د اخستلو  ډیرې لارې  نورې  هم شته » رجب  ورته  وويلې ،--«  په اوسني  وخت کې خلک د صلاح الدېن ایوبي  ملاتړې دي ، هسې نه  چې  په داسې  قدم  پورته کولو سره هغوی  ستا  خلاف  راپاڅیږي .»
«نو ایا زه  خپل  دا  توهین او سپکاوي  و  زغمم؟» خلیفه ورته وويل .
« نه  !  درونده خلیفه !» رجب  ورته  وويل  « که  چېرې ته ماته  اجازه  راکړې  او زما  ملاتړ وکړې  نو زه  به صلاح الدېن  ایوبي د اسې  له منځه  یوسم   لکه  څنګه چې  هغه د مصر  پخوانې  فوځ  له منځه  یوړ  او دهغې سالاران  ئې  یو په  بل پسې  ورک  کړل .»
«ته  به په  څه  ډول  دا کار  وکړای  شې ؟» خلیفه ترې و پوښتل .
«حشیشین  به  دا  پلان  مخته  بوځي » رجب  ورته  وويل  «  خو هغوی ډیرې  زیاتې  پیسې  غواړي »
«څومره  پیسې   چې  هغوی  غواړي  هغه  به  زه  درکړم » خلیفه  ورته  وويل « ته  خپل پلان  مخته  یوسه »
*****(۴۳) پاتې په  اتلسمه برخه  کې.......