دراز سکروټې

په لار کې به دې تم کړمه شرمیږې خوبه نه
لمن به دې راونیسم ډاریږې خوبه نه
نورلپه کې دزړه نشم دراز سکروټې وړیستا نوم که په خوله راغلی منکريږې خوبه نه
انګارله ډیري مینې شه په پټه خوله مې سوځه رسوا مې نه کړې کلی دی لوګیږې خوبه نه 
دې زړه کې مې چې ګرځې کنه غم ته ورکړه لاسدا ښار دی ګڼه ګونه کې ورکیږې خوبه نه
لمبې مې دجذبوځغلي رګونو کې ډاریږمسپینچکه لکه کوچ يې ويلي کيږي خوبه نه
بل جام چې يې دشونډوراته ونیوراپه غوږ شوه وې لارکې چې (حسنه) ځې زنګیږې خوبه نه
ډاکتر حسن