خبریال عبدالمعيدهاشمى.Apr 28, 2012 - 15:38
جلال اباد (پژواک ٩ غويى ٩١): د ننګرهار پوهنتون محصلينو په غوښتنه د تليسميا له ناروغانو سره د اويا زره سي سي وينې مرسته وکړه.
د ننګرهار پوهنتون رييس ډاکتر صابر مومند په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د وينا پر مهال د محصلينو د دغه نېک ګام ستاينه وکړه او ويې ويل، چې د تليسيما ناروغان له سختو ستونزو سره مخ دي.
هغه زياته کړه، چې له دې وروسته به ياد ناروغان د وينې د ترلاسه کولو په موخه پاکستان ته نه ځي.
دغه کمپاين د ويښ افغان خوځښت په غوښتنه پيل شوى و او يو سل او اته دېرش محصلينو په کې برخه واخيسته.
په ننګرهار کې د ويښ افغان خوځښت مشر ډاکتر زرعلي خان معروف پژواک اژانس ته وويل، چې د وينې ورکونې کمپاين يې ((وينه مه تويوئ وينه ورکړئ)) تر عنوان لاندې په ننګرهار پوهنتون کې پيل کړى او نورو ولسواليو ته به يې هم وغځوي.
نوموړي زياته کړه، چې له ملګرو سره يې دا فکر پيدا شو، چې څنګه وکړاى شي د يادې ناروغۍ له ناروغانو سره د وينې مرسته وکړي، چې اړ دي پاکستان او يا هندوستان ته ولاړ شي او خپلو ناروغانو ته وينه په بيه واخلي.
زرعلي خان وويل، چې نن د شنبې ورځ ورته د پوهنتون د روغتون ډاکټرانو پر مټ د ساينس پوهنځي يو سل اته دېرش محصلينو سړي سر پنځه سوه سيسي وينه ورکړه او د پوهنتون د نورو پوهنځيو د زرو محصلينو د وينې بېلګې يې د ګروپ معلومولو په موخه اخيستې، چې د اړتيا پر مهال يې را وغواړي او وينه ترې واخلي.
د ننګرهار پوهنتون د روغتون رييس پوهندوى ډاکتر ناصر کامه وال پژواک اژانس ته وويل، چې تليسميا د وينې کمېدنې هغه ناروغي ده، چې په ارثي ډول له مور او پلار څخه ماشومانو ته ځي، چې په دوو برخو ويشل شوې ده.
د نوموړي په وينا، الفاء تليسميا له زېږون سره جوخت ماشوم وژني، خو بيتا تليسميا ناروغان تر يو څه مودې ژوندي پاتې کېږي.
ناصر کامه وال وويل، چې دغه ناروغي بشپړه اعلاج نه لري، خو ټولنه کولاى شي ناروغانو ته په وينه ورکولو د هغوى ژوند وژغوري او يا ورته له بازاره هغه ګرانه بيه ګولۍ واخلي چې په وينه کې د اوسپنې زياتېدو مخه نيسي.
نوموړي زياته کړه، چې هر څوک کولى شي چې په هرو شپږ پنځوس ورځو کې له پنځوس کيلوګرامه د زيات وزن په درلودلو سره خپله وينه ناروغانو ته ورکړي.
ناصر، سره له دې چې بشپړ ارقام نه درلودل خو ويې وويل، چې ياده ناروغي په هېواد کې مخ په ډېرېدو ده.
د سره رود ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمداصغر کله چې ياد پروګرام ته وينا کوله ټول ګډونوال يې وژړول.
نوموړي زياته کړه، چې په پنځو کلونو کې يې پنځه اولادونه دغې ناروغۍ وژلي دي.
هغه زياته کړه، چې اوس يې وروستى ژوندى اولاد شپږ کلن زوى دى چې په دغې ناروغۍ اخته شوى دى.
محمد اصغر وويل: ((له محصلينو مې چنده راټوله کړه او په نهه زره کلدارې مې خپل زوى ته په وينه کې د اوسپنې د مخنيوي ګولۍ واخيستې. په ټول هېواد کې مې يواځې سترګې محصلينو ته دي.))
د محمداصغر له خبرو وروسته د حصارک ولسوال حاجي عبدالخالق معروف، د کرکټ ملي لوبډلې غړي کريم صادق او د ماليې وزارت مشاور نجيب منلي هم په دغه کمپاين کې وينې ورکړې.
د يادونې ده، چې راټوله شوې وينه به د پوهنتون روغتون د ويني په بانک کې ساتل کېږي چې وروسته به بيا د ويښ افغان خوځښت له لوري د وينې ځانګړى بانک جوړ شي.