ترتوراسمان لاندي

 
ترتوراسمان لاندي
 
شريف الله دوست (سرواني)
 
ځمکه خوپرېږده فضا هم نه لرو
څه  دساه  کښلوهواهم  نه لرو
 
هرڅه مونغښتي دپردولاسوکي
تشه  ژړا  ده،خنداهم  نه  لرو
 
ښه پرې پوهېږوچي دښمن مودادى
خوڅه  يې وس د(سزا)هم نه  لرو
 
هډوکي يوغوښه موبل ځغلوي
څه يې  له غمه سيواهم نه لرو
 
هرڅه چي کېږي ټول دبل په خوښه
موږ پکښي لږه رضا هم  نه لرو
 
سرونه پرې سول دستارونه پاته
دمشورې  يودانا  هم نه  لرو
 
راته را وې پاشل بدنام رنگونه
سپينه  لمنه  صفا  هم نه  لرو
 
هرڅه يې چور کړه بدرنگي يې راوړه
يوه  رښتينې  ښلا  هم   نه   لرو
 
چاخيراتونه زموږپه غوښووکړه
موږ پکښي  لږه سخا هم نه لرو
 
هرڅه راپېښ چي دي له خپله لاسه
بې  ځانه  بله  بلا  هم  نه  لرو
 
زموږ په مخ د(دوست) کورسوځيږي
لايې  په زړه  کي پروا هم  نه  لرو