
امریکایانو په دې وروستيو میاشتو کې په افغانستان کې جګړه بيا له سره پيل کړه ،ځکه يو څه وخت د عراق هغې بوخت کړي وو . دوی له وضعيت څخه سر ټکوي ، خوزه يې په سيمه او بهر کې له بل هر اړخ وړاندې مسوول ګڼم .
د بوش ادارې په افغانستان کې نيمه جګړه پيل کړه ، سره له دې ، چې په 2001/9/11 ز کې دنړیوال ملاتړ په ترڅ کې جګړې يو څه مشروعيت درلود . ددې پر ځای ، چې په افغانستان کې ترهګري له منځه يوسي عراق ته يې هم ولېږدوله . هلته نه ترهګري وه نه پراخه ویجاړونکې وسلې او نه له القاعدې سره اړيکې پایله دا شوه ،چې نه یې په افغانستان کې جګړه وګټله او نه په عراق کې . اوس داهم ويلای شو ،چې په عراق د امريکایانو شتون دی ،چې ترهګر یې راوپنځول ، نيواکګرو او د القاعدې ترهګرو اونورو په ګډه د عراقيانو وژنې ته مټې رابډ وهلې ، صدام حسين ،چې څولسيزې ورته د سرپه کاسه کې اوبه ورکړې وې ته وا هغه یې بس نه و.
غواړم ، چې اتیایمو کلونو ته د امريکايانو مسووليت وروګرځوم ، کله چې یې له عربانو ، مسلمانانو او ناټو سره په ګډه د شوروي اتحاد پر ضدله مجاهدينو ملاتړ وکړ ، نیواک له هېواده ووت ، شوروي اتحاد ړنګ شو . ددې پر ځای ،چې په نړۍ کې يوازينې زبرځواک له افغان ولس سره مرسته کړې وه ، ډيموکراسي یې رامنځته کړې وای د دوی اقتصاد یې پیاوړې کړې وای ، لاس ورڅخه واخېست ، جنګسالارانو او دمخدره موادو قاچاقبرانو ته يې پرېښود .
له دې بدتره داوه ،چې متحده ایالاتو په نويموکلونو کې د پاکستاني استخباراتو وړانديز ومانه او پر ټول هېواد د کنترول په موخه یې له طالبانو ملاتړ وکړ ، دوی داانګیرله ، چې افغانستان به له بل ګواښه وژغوري .
زه ،چې نن دغه کالم ليکم هماغه وخت راته د سعودي عربستان د استخباراتو رئيس امير ترکي الفیصل وويل : چې ISI پریکړه کړې ،چې له طالبانو ملاتړ وکړي امريکايانو ته یې وړاندیز کړې هغوی ورسره ومانه وروسته یې بیا همدغه وړاندیز سعودي ته هم وکړ .
کېدای شي د نوويموکلونو په منځ کې به دغه پريکړه یو څه منطقي وي زه له جنګسالارانو دافغان ولس د ژغورنې مخالف نه یم ، خو دا له يوه سره نه منم ،چې امريکا دې د طالبانو په رامنځته کولو کې د پاکستان رول له پامه وغورځوي ، وروسته بیا دا ناببره راڅرګنده شوه او امريکا هغه مهال سخت ټکان وخوړ ،چې کله د پوځ ځينو کړیو او قبایلو په افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو سره په جګړه کې له القاعدې او طالبانو خپل ملاتړ څرګندکړ .
څه ، چې پېښ شول هغه داو ،چې متحده ایالاتو په عراق کې خپل ځواکونه ډېر کړل له دې سره په افغانستان کې دجګړې لمن پراخه شوه اوس داسې هم اورو ،چې متحده ایالات او ناټو غواړی ،چې په افغانستان کې هم خپل ځواکونه ډېر کړي . کېدای شي القاعده بیا عراق ته مخه کړي ، په ځانګړې توګه هغه مهال ، چې کله امريکا خپل ځواکونه له عراقه افغانستان ته دخپل پوځي شتون د پياوړي کولو په موخه واستوي .
اوس د پنتاګون پلان دادی ، چې دافغان اردو شمېر زيات کړي او یا یې د اوسنۍ شمېر دوه برابره کړي او دې چارې ته يې 20 بیلونه ډالره ځانګړې کړي ، نن ورځ په افغانستان کې د ناټو 45 زره سرتیري ، چې په دې يوازې 15 زره امريکايي هغه دي او ددې ترڅنګ 19 زره نور ځانګړې امريکايي ځواکونه هم شته ، چې د ترهګرۍ د مخنيوي او اودترهګرو د شړلو په برخه کې دنده ترسره کوي .
موږ ټول غواړو ،چې په افغانستان او پاکستان کې القاعده او طالبان مات شي . زه لږ تر لږه د امريکا او نړيوالې ټولنې دا هڅې تاييدوم ،چې د ترهګرۍ ځاله یې ړنګه کړه . خو دا کار دومره اسانه هم نه دی او کېدای ناشونې به هم وي اوس طالبان او القاعده په افغانستان او پاکستان کې له پراخه ملاتړ څخه برخمن دي او دامريکا لاسوهنې دسیمې دهېوادونوتر منځ اړیکې کاواکه کړې . دهندوستان او پاکستان تر منځ کړکیچ شته او زما له انده دا د کلنتون له ادارې څخه راپاتې دی . پردې سربېره امريکا په اتومي دوسیه کې دهند پلوي کوي همدارنګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ هم اړیکې ترينګلې دي .
افغان ولسمشر حامد کرزی په دې وروستیو کې له امريکايي بمباريو څخه ، چې دده هېوادوال په کې له څیرمې ووژل شول ، سروټکاوه او دا یې وغوښتل ، چې دا بمبارۍ دې په پاکستان کې د طالبانو په پټنځایونو وشي .
په پاکستان کې کورنۍ سياسي وضعيت او د تیرې فبرورۍ ټولټاکنو د ولسمشر پرویز مشرف پر ضد داسې واکمن پارلماني ائتلاف رامنځته کړ ، چې سمدلاسه يې دده ګوښه کول وغوښتل په پيل کې ،خو ده ونه منله ، وروسته بیا داسې خبرونه هم راووتل ، چې دابه استعفا ورکړي ، چې همداسې وشول . په حکومت کې شريک پياوړي ګوندونه ولسمشر پر فساد او درغلۍ تورنوي . که خپله د بینظیر بوټو او نوازشریف دواکمنۍ مهال ته وګورو دا د جنرال مشرف د واکمنۍ په پرتله فساد او درغلي ډېره وه .
زه ګومان کومه ،چې د امریکا وروستۍ پريکړې به په افغانستان او د پاکستان په ځينو برخو کې ستونزې لرې نه شي کړای ، زه دومره مغروره هم نه يم ، خو زه نظامي او ملکي چارواکو ته وړاندیز کوم ،چې دوی به باید څه وکړي زه وایم پاکستان اوس اتومي او نظامي واک لري او د نظام بدلول د پوځيانو لپاره دومره سخت نه دی په دې مانا ،چې پوځیان به که ښکاره نه وي نو په پټه خو له طالبانو او القاعدې سر ه مرسته کولای شي ، په عراق کې خو پراخه ویجاړونکې وسلې نه وې ، خو امريکا پرې بريد وکړ اوپه پاکستان کې برعکس ،چې پوځ له طالبانو او القاعده سره مرسته کوي ، خو امريکا پرې سر نه ګروي .
او پر دغو واقعيتونو سترګې پټول همدومره درواغ وي لکه په عراق کې د پراخه ويجاړونکو دوسلو خبره ، خو په پاکستان کې به وضعیت دومره له کنتروله ووځي ، چې د بوش اداره به يې د عراق په څير دحل لار نه ويني .