پښتانه شخصیتونه او رسنیزه مافیا

 
په دې ورستیو کې په ځانګړې توګه په بېنوا وېبپاڼه کې تش په نامه پښتنو او همدارنګه نوم پټو لیکوالو په مستعار نوم د ځینو پښتنو شخصیتونو پسې سپکې سپورې لیکي، زه نه پوهېږم چې دغه ښاغلي ولې په خپل اصلي نامه دغه ډول لیکنې نه کوي کومه داسې وېره موجوده ده چې له امله یې دوی په مستعار نوم لیکنې کوي.
په مستعار نوم د لیکلو وخت اوس نه دی اوس خو د بیان ازادي ده او بیا که دا هم نه وي که چېرته یو څوک دومره په خپل هېواد او ولس باندې دردېږي د خپلې خېټې درد ورسره نه وي هغه بیا دهېچا پروا باید ونه کړي، په نره د پښتون په څېر باید ټول حقایق تصویري او چاپي رسنیو ته په ډاګه بیان کړي که ته دا زړه نه شې کولی مهرباني وکړه ماته یې کره اسناد راکړه پرېږده چې زه یې د تصویري او چاپي رسنیو له لارې په ډاګه بیان نه کړم، ته بیا وګوره چې زه دوی څه ډول رسوا کوم او که دا زړه لرې نو زه دې ملګری یم له زاخېلوال نه به یې پیل کړو په بسم الله خان به یې ورختمه کړو، پرېږده چې ما او تا بیا خلک مړه کړي زه نه له حضرت عمر زاخېلوال سره په وزارت کې کار کوم او نه مې ملګری دی، خو د يو پښتون لیکوال په څېر ددوی کارونه او پرمختګونه ګورم تاته به ښايي دا پوښتنه پیداشوې وي چې څه ډول پرمختګونه یې کړي دي هغه تاته هم مالوم دي هغه له هيچا نه پټ نه دي چې له کله نه دی وزیر شوی زموږ په عوایدو کې څو فیصده زیاتوالی راغلی دی له څلویښتو نه سلوته عواید رسيدلي په لومړي ځل تر درې سو میلونو ډالرو زیاتې پرمختیایی پروژې لکه د کمال خان بند د مچلغو بند د الماربند دا ټول د کورنیو له عوایدو نه تمویليږي دا مې د بيلګې په توګه د یوڅو پرمختګونو یادونه وکړه چې دا هم دده لپاره او همدارنګه زموږ د هېواد لپاره لویه خبره ده زاخېلوال هغه څوک نه دی لکه څنګه یې چې دغه ښاغلی موږ ته راپېژنې ځینې لیکنې د زړه له درده خلک لیکي او ځينې د هډوال غوندې د خيټې له درده په دغه لیکنه کې چې ښاغلي هډوال لیکلې ده پرته د خيټې له درده په کې بل داسې حقیقت ته نیژدې څه نه ترسترګو کېږي ښاغلی هډوال د خپلې لیکنې په یوه برخه کې لیکي (ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال او د نوموړي ورور ډاکټرنجیب زاخیلوال دواړه دمالیې وزارت دواک څخه په ناوړه استفاده په میلونونو ډالر د افغانستان د مظلوم ، غریب او بیچاره ولس دورځني ژوند څخه په ډیر ناروا شکل سپمولي دي او ځانونو ته يې په کاناډا، ډوبۍ او کابل کې سوپرمارکیټونه، بنګلې او تعمیرونه پرې جوړ کړي دي) له واک څخه څه ډول ناوړه استفاده هډوال صاحب د کوم مامور معاش یې نه دی ورکړی یایې کم کړی دی چې معاش یې هم مامورینو ته پوره ورکړی وي او بل په وزارت کې د زخېلوال ټوله کورنۍ کار کړي هلته نور څوک نشته ؟
همدارنګه بل ځای ښاغلی لیکي(څوک دکابل د تایمني په اووم سړک کې د ښاغلي زاخیلوال حرم سرای وګوري نو په همغه ان به فیصله وکړي چې نوموړی څومره پاک؟ انسان دی؟ )
بابا د مملکت وزیر دی چې په بنګله کې ونه اوسېږي نو په خېمه کې ووسېږي ته که د حرم سراینو خبره کوې بیا ولې یوازې د زاخېلوال نوم اخلې ولې د ټلوالې حرم سراینو او دا غرونه دې سترګې نه وینې ته چې وایې د کابلبانک په مسله کې هم د زاخېلوال لاس دی باید محکمې ته راکش کړی شي ګرانه هغه ځوان چې په امرېکې کې استعفا ورکړه هغه کوم ځای په خپلو خبرو کې ویلي دي چې له ده سره زاخېلوال هم شریک و، یو مامور به پټ رشوت اخلي په دې کې د وزیر څه قصور دی چې هغه ورنه خبرهم نه وي که هغه ورباندې خبر وي چې مامور مې رشوت اخلي او څه نه ورته وايي بیا سمه ده هغه به نه شرمېږي چې خپل مامورګي ته خوله جينګه وي؟
ښاغلي هډوال په خپله جمالکوټې ته ورته لیکنه کې د احسان الله کامه وال پسې هم داړې جنیګې کړي دي او نوموړی یې په فساد تورن کړی دی د یادونې ده په کومه اداره کې چې فساد شتون ولري نو ښکاره خبره ده چې د عوایدو کچه یې راکمېږي، خو دده په وخت کې خو عوايد ډېر زيات لوړ شوي دي او بل لیکوال په خپله ليکنه کې لیکي چې ( ښاغلي زاخېلوال د ګمرکاتو له ریسانو سره لاس لري او په خپله خوښه ریسان یې په دندو ګمارلي دي) دې ښاغلي ته باید ووایم چې د ګمرکونو او نورو رياستونو مقرري د ولسمشر په لاسليک مقررېږي او احسان الله کاموال له زاخېلوال نه وړاندې د ننګرهار د کمرک ریس و او بل ځای لیکوال لیکي چې( احسان الله کاموال یو وخت کمېشن کار و اوس ریس دی) ښاغلیه ستا خيال دی چې یوڅوک چې هرڅه وي ترپایه به په خپل حال پاتې وي هېڅ ډول پرمختګ به نه کوي ماته د یوچا خبره را په یاد شوه کله چې ژوندون راډيو ټلویزون دجوړېدو په حال کې و، نو د هډوال غوندې خلکو له خولې به مو اورېدل ( یاره تر پرونه یون په پښتونخوا کې هيله مجله چلوله اوس ورته ګوره راډیو تلویزون جوړوي) نو ما همدا خبره استاد یون ته وکړه چې ځینې خلک ستاسې په هکله داسې انګېرنې لري ته په کې څه وايي نو استاد راته وویل یاره دې خبرو پسې مه ګرځه کار کوه اوس به ټول عمر هيله مجله چاپوم پخوا که مې هيله چاپوله اوس درته ټلویزون جوړوم په دې کې څه خبره ده.
یوه خبره چې زما برداش له دغه لیکوال نه څه دی باید ووایم ماچې د هډوال لیکنه ولوسته لومړی خو په دې نامه کوم لیکوال موږ نه لرو او بل دغه لیکوال حتماً وزارت ته تللی لکه څنګه چې وايي د خوار کوم نامشروع کار نه دی تره سره شوی د شخصي عقدې له امله یې دې ته ورته لیکنې کوي دی چې د خپلې لومړۍ لیکنې یادونه کوي چې ټول وزارت کې شور رامنځته کړی او وزیر ویلی چې بېنوا او لیکوال سره به ګورو دا خبره هم لیکوال د خېټې له درده کړې ده او دخپلې تېرې لیکنې چې په بل نامه یې کړې وه ځان ته ډاډ ورکوي بل ځای په خپله لیکنه کې ښاغلی لیکي(یو مقاله ولوستله چې سرلیک يې و ( ډاکټر عمر زاخیلوال د چورسالار په رول کې ) دې مقالې په کابل کې په خاصتا په مالیې وزارت کې یو خورا غوغا جوړه کړه چې ورورسته د څو ورځو څخه د یو نامعلوم علت له مخې دبېنوا له ارشیفه هم پسې ورکه شوه. دغه مقاله او دبېنوا څخه ورکیدا دواړو په حیرت کي واچولم) په حیرت کې مه کېږه تاسې خپله یوه مافیا ډله یاست خلک په نښه کوئ او لیکنې ورپسې کوی او بیا خپله بیرته هغه ته ورځۍ چې خیردی دا کار به زه وکړم دالیکنه به له بېنوا څه چې له ارشیفه هم لرې کړم بېرته بینوا والو ته وايي چې یاره دا لیکنه لرې کړئ هغوی هم ستا خبره ومني لرې یې کړي دا یوه لوبه ده موږ په دې ښه پوهېږو او دا لوبه له ډېر وخت نه پیل شوې ده په دې باندې ولس نه تېروزي دا لیکنې یواځې او يواځې ټلوالې ته ګټه رسوي او بس پښتنو ته یې کوم زیان نه رسېږي د یوڅو پټ نومي لیکوال نه شي کولی چې د پښتنو شخصیتونو ته دې زیان ورسوي.
کاروان تېريږي او ...