
د ٢٠١٢ م کال د اپرېل په دوه ويشتم ماسپښين ننګرهار رسنيو کور په پورته موضوع يو ګردى مېز جوړ کړى و.
په دغه ګردي مېز کې دولتي مسوولينو، د مدني ټولنو استازو او خبريالانو ګډون کړى وو.
د دولتي مسوولينو په ډله کې د ننګرهار د فوايد عامې رئيس انجينر فضل ربي ولي زي، د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس استاد اورنګ صميم، د مدني ټولنو په استاذۍ ډاکټر خوشال تسل، الحاج راز محمد فېضي، پير حيدري او د خبريالانو په برخه کې د شمشاد ټلويزيون خبريال طاهر ساپى، د ملي راډيو تلويزيون خبريالان مسعود حقمل او عطاءالله خوګياڼى، بازمحمد عابد، د رود ادبي بهير مشر يحى سيمه ييز، انورالحق يرغل د نړۍ انټرنېټي سايټ استازى اوله جرمني نه راغلې ژورنالستې سهیلا حسرت نظیمي ... برخه لرله.
په پیل کې دننګرهاررسنیزکور مسوول محمدداود وفا ، په یاده موضوع رڼا واچوله وې ويل ، درغونې کارونه شوي، خو خلک ترې راضي نه دي، خبریالان دغه نارضایت څه ډول په رضایت بدلولی شي، خلک څنګه وهڅول شي، چې ترسره شوې پروژې وساتي ، ایا په دې برخه کې دولت او مرستندویه موسساتو خپلې دندې په کومه اندازه سرته رسولي، دا او دې ته ورته نورې خبرې باید په ننني ګردي میز کې مطرح کړو....
بیا دولتي مسوولينو، د خپل کار او له خبريالانو سره د اړيکو په برخه کې خبرې وکړې. د فوايد عامې رئيس انجينر فضل ربي ولي زي، وويل: په ننګرهارکې ټول (۳۸۵) کيلومتره سړکونه جوړ شوي، په ( ۷۰ ) کيلومترو کار روان دى، نژدې د ټولو ولسواليو سړکونه پاخه دي. په مجموع کې (دوه لوی او اتیاواړه) پلونه جوړ شوي، د سړکونو په حفاظت هم کار شوى؛ خو د خلکو دنده هم ده او د رسنيو هم ،چې خلک د سړکونو او عامه تاسيساتو ساتنې ته راوهڅوي.
پر سړکونو د زيات انتقال مسله هم ياده شوه.او پرریس نیوکې وشوې ، چې ددوی د نه تعقیب په وجه دځينو نورو پروژو په خواکې ، دسړکونو وضعه هم ښه نه ده.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس اورنګ صميم وويل: د نړيوالې ټولنې مرستې اکثراً د دوى پخپل منېټور پورې اړه لري، چې د رغونې ځينې پروژویې ښه نتيجه نه ده ورکړې. دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په تېرو لسو کلونو کې بېلابېلې پروژې تطبيق کړي او دايې د چا په مرسته نه، بلکې پخپلو هڅو کړي، نړيوالو موسسو اطلاعاتو او فرهنګ سره هېڅ مرسته نه ده کړې.
نوموړي د اطلاعات و فرهنګ پروژې يوه يوه ياده کړه.
بيا يې ژورنالېستان دې ته وهڅول چې له اطلاعات و فرهنګ سره مرستې ته راوړاندې شي.
صميم د ننګرهار والي له چارو هم ګيله من و، چې له اشخاصو سره مرستې کوي، سيمينارونه جوړوي،کتابونه خپروې ، خو له اطلاعاتو او فرهنګ سره مرسته نه کوي، ده وویل، چې نه پوهېږو ولې داسې کېږي!؟
بيا يو شمېر خبريالانو پوښتنې وکړې چې ځواب شوې.
د ننګرهار ژورنالېستانو د اطلاعات و فرهنګ رئيس نه د تاريخي ابداتو په تېره د سراج العمارت د ودانۍ په اړه وپوښتل، چې ولې له تېرو ٤ کلونو راهيسې لا هم نيمګړې پرته ده؟ هغه وويل: دا وداني ښاروالۍ جوړه کړې، اوس يې واک موږ ته نه راسپاري او وايي چې لومړى بايد د دوى لګول شوې پيسې دوى ته ورکړل شي، بيا به يې وسپاري، موږ په دې برخه کې هلې ځلې کړي خو لايې هم نتيجه نه ده ورکړې.
ژورنالستانو ده ته وویل ، کله چې ننګرهاروالي داوداني پرانسته ، نو یې خبریالانو ته وویل ، چې دی دا وداني پخپله شخصي هڅه جوړوي، چې خبریالانو ددغه کارډيره قدرداني وکړه او امتیاز یې ټول ده ته راجع شو، اوس نو ښاروالي دکوم منطق په اساس پیسې غواړي، داطلاعاتو او فرهنګ ریس هم ددوی ادعا مناسبه نه بلله اووې ویل چې وزارت یې هم خبر کړی، خو نتیجه یې نه ده ورکړې .
پیرحیدري، دمدني ټولنو له ډلې داطلاعاتواو فرهنګ پررییس نیوکې وکړې ، چې په تیرو لسو کلونو کې یې ننګرهارورځپاڼې ته هیڅ پاملرنه نه ده کړې، بلکې داورځپاڼه له یوې نه بلې ورځې ته لاپسې خرابیږي.
داطلاعاتواو فرهنګ ریس وویل ، دده ورته پام دی ، خو وزارت مرسته نه کوي او دوی چې ورځپاڼې ته کوم پروګرام جوړ کړی له هغه سره هم ددولتي فرسوده قوانینو له امله نه جوړیږي، ده وویل اوس دورځپاڼې خلا ترډيره ازادو رسنیو ډکه کړې ، ځکه نو موږ هم ډيرځان نه په عذابوو.
دمدني ټولنو ویاند ډاکټر خوشال تسل وویل ، دننګرهارپه ټولو سکټوري برخوکه سم چلن نه دی شوی ، نړۍ والې مرستې بیځایه لګیدلي او چارواکو خپله دنده نه یوازې چې سمه نه ده ترسره کړې ،بلکې غلایې هم په کې کړې، چې دادی لس کاله پوره شو، خو ارمان پوره نه شو.نوموړي دسړکونو، پلونو دخراب کیفیت ، د کلیو دپراختیا په برخه کې دپروژو دټيټ کیفیت ، دروغتیایي ستونزو دپراخیدو او په مجموع کې دافغانانو داحساساتو د وژل کیدو او له وطن سره د مینې دکمیدو په ستونزه هراړخیزې خبرې وکړې .
الجاج رازمحمد فیضي ، دننګرهارپوهنتون استاد او ژورنالست هم وغږید وې ویل ، جلال اباد ښاروالي ، هم پخپلو کارونو کې شفافه نه ده ، رشوت په کې په پراخه بڼه دوام لري ، خو دښار د ښکلا او پاکۍ لپاره ډير لږ کارکیږي،نوموړي دغه رازد رغونې په برخه کې نورې ستونزې هم وښودې .
له المان نه راغلې افغان خبريالې سهېلا حسرت نظيمي وويل:
داچې احساسات وژل شوي يامړه دي، نو داد رسنیو دنده ده چې راژوندي یې کړي او خلک دوطن خدمت ته وهڅوي. دده دخبرو په دوام کې دشمشاد ټلویزیون خبریال طاهر ساپي وویل ، رسنیو خپله دنده ترسره کړې ، په هره برخه کې یې ریپورټونه جوړ کړي، خو چا پرې غوږ نه دی ګرولی . بیا آغلې سهیلا حسرت وویل :تاسو کارکړی ، خوداچې نتیجه یې تراوسه نه ده ورکړې ددې مانا داده چې داکارچې شوی ، کم دی او نور کارهم په کاردی. چې دانظردګردي میزدګډونوالو له خوا تایید شو.
بیا آغلې حسرت ، درغونې په عمومي بهیر رڼا واچوله وې ویل ، که دجوړولو کارهرڅوک له خپل ځان نه پیل کړي، ښه نتیجه به ولري، مثلا ،ډير واړه کارونه لکه دښار
په لارواو کوڅو کې دګرځيدو په وخت که کومه چټلي یا کاغذدچا مخته ورشي، باید په ټاکلي ځای کې یې واچوي.دغسې دخیرښیګڼې اړونده ضروري کارونه که نورهم وهڅوو او بیا رسنۍ هم دې کارته تبلیغات وکړي، نو فکر کوم ، چې نتیجه به یې ښه وي، ژورنالستانو که هرڅو ددغه ډول مثبتو کارونو دترویج لپاره دکارکولو خبره کوله ، خو نوموړې وویل ، داچې نتیجه یې ډيره نه ده ورکړې مانا داچې شوی کارډير لږ دی او باید رسنۍ دې ټکي ته پام وکړي.
بازمحمد عابد وویل ، له رسنیو سره حکومتي ادارې هم مرسته نه کوي، دجوړولو خبرونه هم پخپل وخت نه ورکوي، دوی ته په ښه نظر نه ګوري او دې ته ورته بیلابیلې ستونزې یې وښودې .
بیا انورلحق یرغل،او ځینو نورو ګډونوالو په اړونده برخو کې پوښتنې وکړې. او داګردی میز د خبریالانو ، دمدني ټولنې داستازو او چارواکو په دې ژمنه پای ته ورسید ، چې رسنۍ به دخلکودلاډير پوهاوي لپاره درغونې په برخه کې خپل تبلیغات پراخوي او دخلکو داحساس په ساتلوکې به کارکوي، دغه راز دولتي استازو وویل ، اوس چې درغمنې کارنورپخپله افغانانو په غاړه پریوزي، نو موږ به هم دکارونو او پروژو په برخه کې لاډير دقت وکړو او له خبریالانو سره به مرسته کوو.
م. لرلید
جلال اباد