خوږواو قدرمنو
لوستونکو . دروان زیږدیز کال (۲۰۱۲) د اپریل په ۲۲ نیټه د افغان جرمن انلاین په
خوږه ویبپا ڼه کی می یو مضمون په سترګو شو چی سرلیک یی وو ( په تهران کی د یوه
ایراني شرکت له خوا د افغان پا سپورتونود ویش پروړاندی اندیښنی ) خدای ته ښکاره چی
مضمون راته یو څه شا نته په زړه پوری ښکاره شو او تر پا یه می ولوسته مګرپه لوستو
یی ډیر ما یوسه او خپه شوم پدی خا طر چی ولی د افغا نستان د سفارت غړي دد ی وړتیا
او استعداد نه لري چی د خپلو افغانو کډوالودپاره په تهران کی په خپله پاسپورتونه
وویشي ، نو څرنګه چی پاسپورت د یوی خوا د یو هیواد د با اعتباره اسنادو دجملی څخه
دی اوله بلی خوا د یو هیواد د ملی هویت ښکارندويي کوي نو ددی ویش د پردیو له خوا
یو نا جا یزه او غیر قا نوني کا ردی او له
بلی خوا په دیپلو ما تیکو دندو او کارونو کی دا یو ډول په ښکا ره لاس وهنه ده ، البته د افغان سفارت د
ا کار دا معنی ورکوي لکه په لوی لاس چی میږه په لیوه وسپاری ، په هرصورت نو زه
غواړم پدی هکله یو څه ولیکم .
د یو سفارت یا قونسلګري پرانیستل په یوه بهرني
هیواد کی د څو مو خولپاره تر سره کیږي .
لمړی . سفارت یا
قونسلګري د دوه هیوادنو تر مینځ د یو پل حیثیت لري چی کولای شي ددی لاری نه ددواړو
هیوادو نو اړیکي په ښه توګه برقراره کړي او د خپلو سیا سي او د یپلوما سي کړنو له
لاری خپلو ملي ګټو ته وده ورکړي او دا باید داسی د خپل هیواد او دولت نما یندګي
وکړي چی د بهرنی هیواد د ګټو نه خپلی ملي ګټی غوره وګڼي او د بهرني هیواد تر اغیزی
لاندی رای نشي او بهرني هیواد ته دا اجا زه ور نکړي چی د سفارت او یا قونسلګری په
داخلي کارونو کی مداخله او یا لاس وهنه وکړي څرنګه چی د یپلوما سي د سیا ست د پاره
یوه ښه وسیله ده نوددی وسیلی نه باید په داسی زرنګي او چا لاکي کار واخستل شي چی
همیشه دخپل هیواد مقام او حیثیت په بهرني هیواد کی لوړ وساتل شي.
دوهم . سفارت یا
قونسلګری د سیا سي او د یپلو ما سي دندو تر څنګه با ید ځینی نور کا رو نه هم په بهرنی هیواد کی د خپل ملک د وګړو( اتباعو
) په خا طر تر سره کړي ، پدی معنی چی د خپلو وګړو د حقوقو نه په بهر کی د فاع وکړي،
د خپلو اتباعو د مشکلا تو نه ځان با خبر کړي او د حل لاره یی ولټوي ، په زندانونو
کی د خپلو اتبا عو د حال او احوال نه خبرشي او د هغوی د خلا صون په برخه کی د میزبان
دولت سره په تما س کی شي او د هغوی د قضيي د حل لپاره یوه لاره وګوری ، په بهرني
هیواد کی د افغان محصلینود حال او مشکلا تونو نه ځان با خبرکړي ، د افغانود کلتوري
او فرهنګي ټو لنو سره په تما س کی اوسیږی ، د افغا نا نو سره د یو مسجد د جوړلو په
برخه کی همکاري او ما لي مرسته دریغ نکړي ، د جنا زی او فا تحی په مراسمو کی د
افغانا نو سره ګډون وکړي ، د امکان په صورت کی د افغا ني کلتور، فرهنګ او
ژبودخوندي سا تلوپه موخه دافغان کډوالوسره په ګډه دافغان ماشومانودزده کړی لپاره
دافغا ني ښونځیو دجوړولوپه برخه کی مرسته وکړي . چی دا ټول هغه اجتما عي خدمتونه
او کارونه دی چی یو سفارت یی په بهرني هیواد کی با ید تر سره کړي .
خو په افسوس سره با ید ووایم چی په ایران کی د افغا نستان سفارت یا قونسلګریی
په پورتنیوخدمتونو او کارونوکی پا تی راغلي دي او خپل مسو لیتونه یی ندی اداکړي ، څرنګه
چی تا سو ټولو ته ښه پته او څرګنده ده چی په ایران کی همدا اوس په زر ګونه افغا نا
ن په زندا نو کی شپی او ورځی تیره وي په سل ګونه بی ګناه افغان د اعدام په دار
ځړول کیږی او په زرګونه افغا نا ن د انسا ني او کډوالی د حقوقو او امتیا زاتو نه
بی برخی دی ، په ایران کی افغا نا نو ته د
انسان په سترګه نه بلکه د کثا فت په سترګه
کتل کیږی ، په ایرا ن کی افغانا ن د تعلیم او تحصیل د نعمت نه بی برخی دي ، د
تفریح او سا عت تیر ی په خا طرښکلوپا رکو ته ددوی په ورتګ بندیزونه لګول شوی دي
حتی په ایران کی که یو ځوان افغان د یوی ایرانی نجلی سره واده وکړی نود هغوی نه که
کوم ماشوم وزیږیږی نو دهغوی ما شوم هم مدرسی یا مکتب د تللو اجا زه نه لری پدی خا
طر چی داد یو افغان ماشوم دی ، البته چی پدی برخه کی له یوی خوا د کډوالو نړیوا لی
عالي کمیشنري هم د ایرنی چارواکو پدی نا
وړو کړنوسترګی پټی کړی دي او له بلی خوا د افغا ن سفارت په ایرن کی خپل مسولیت په
ښه تو ګه ندي ادا کړي ، نو دایرانی چارواکو د ټولو نا خوالو نه داسی څرګندیږی چی د
ویا نا د کنوانسیون ټولی ما دی یی تر پښو لاندی کړی دي که د ایران چار واکی دا
ادعا کوي چی افغا نان زمونږ ملک ته په
غیرقا نوني توګه راغلي دي نو افغا نان خو نوروبهرني هیوادونو لکه استر لیا ، اروپا
اوامریکا ته هم په غیر قا نوني تو ګه تللي دي ولی هغوی د کډوالو د ټولو حقوقو او
امتیا زاتو نه برخور داردي افغا نان خو لا څه چی حتی ایرا نیان هم پدی هیوادونو کی
ددی امتیازاتونه ښه برخوردار دي مګرمونږ د ایران عوام وګړو ته داحترم په سترګه
قایل یو.
دریم . د معتبرو
او محرمو اسنادو ویش با ید په خپله سفارت یا قونسلګري تر سره کړي لکه د پا سپورت
صدور یا ویش ، د پاسپورت دوخت اوږد والی ، دشرعی وکا لت خط جوړول ، نکاح نا مه ،
دزیږیدنی د تا یید نیټه او داسی نور چی داټول هغه اسناد دي چی افغان کډوال یی په
بهرکی ورته اړتیا لري.
کوم هغه اسناد چی
د سفارت یا قونسلګري له لاری دیو رسمي او پیژندل شوي مهر،ټاپه او امضا وروسته
افغان کډوالو ته ویشل کیږي نه تنها په داخل د افغا نستان کی د منلو وړدي بلکه په
بهرنیو هیوادونوکی هم دیو معتبر سند په توګه دپیژندلووړدي او د احترم په سترګه
ورته کتل کیږی.
یو بله خبره چی
دویلو او لیکلو وړ ده هغه داده چی ۱۹۹۲ او۲۰۰۱
کلونو را پدی خوا هغه پښتا نه چی د سیا سی نا خوالواو جنګو نو له کبله
بهرنیو هیوادونو ته کډوال شوی دي نو دوی د افغا ني اسنادو د لاسته راوړلو په برخه
کی دزیا تو مشکلا توسره لاس په ګریوان دي دا پدی خا طر چی د افغا ن کډوالوپه څنګ
کی د ګاونډیو هیوادونو اتباع (وګړي) لکه
پا کستان او ایران هم په بهرنیو هیوادونوکی په تیره بیا په اروپا ، استرلیا
او امریکا کی د افغا ن کډوالوپه نومونویی کیسونه ورکړي دي او غواړی چی د افغا ن په
نوم ځان قبول کړي خو زیا تره یی قبول شوي هم دي خو خبره داده چی د اسنادو جوړول د
دری ژبو کډوالو دپاره (که د کویټی هزاره
ګا ن او یا کوم ایرانۍ وي ) د افغان په
سفارت یا قونسلګری کی ورته کوم مشکل کار ندی پدی خاطر کله چی ددوی د خولی نه دا
کلمه راووځي ( چطور هستید ، خوب هستید ) نود سفارت کارمند سمدلاسه او بغیر ددی چی
د هغه د افغانیت هویت معلوم کړي د اسنادوپه جوړولول لاس پوری کوي او د هغه خدمت ته
یی وړاندی کوي .مګر کله چی پښتانه کډوال په بهرکی د اسنادو دلاسته راوړلو(پاسپورت
او داسی نور ) په برخه کی سفا رت ته ورځي دډیرومشکلا تو نو سره مخا مخ کیږي ، لمړۍ
دا چی د سفارت چارواکي هغه ته دشک په سترګه ګوري پدی معنی چی د سفارت چارواکي داسی
فکرکوي چی دا افغان نه بلکه پاکستا نۍ دی ولو که دا افغانستا ن د تا بعیت تذکره هم
پلاس کی ولري خو بیا هم سره له دی د سفارت چار واکی یی افغا ن نه بولي ،
البته ددی مشکل دوه علتونه دي
۱ـ له یوی خوا دغه
پښتو ن په دری ژبه نه پو هیږی ځکه چی ټول عمر او پیدا یښت یی په پا کستان کی شوی
دی .
۲ – له بلی خوا
زما ګران او خوږ دیپلو مات چی د صحي بیمی
نه علاوه دمیا شتی ۳۰۰۰ امریکا یی ډالره معاش
اخلی په پښتو ژبه هم خبری نشي کو لای چی د هغه پښتون د هویت ښه پیژندنه وکړي نو دا
پښتون دی ته اړباسی چی یو څوکسه نور پښتا نه چی هغوی د بهرنی هیواد اسناد په لاس
کی لري د تضمین په توګه سفارت ته راوړي او د هغوی د تضمین په واسته د سفارت نه
اسناد په لاس راوړي.
نو بلا خره دی پایلی ته رسیږو چی پا سپورت نه
تنها د یو افغان هویت څرګندوي بلکه د افغانستان د ازادي ، حا کمیت او ځکمني پشپړ
تیا ښکارندویی هم کوي ،
پاسپورت هغه وخت
یو بهرني هیواد ته د منلو وړی دی چی د یوی با صلاحیته مرجع او یا کوم دولتی ار ګان
نه صادر او ویشل شوی وي ځکه چی د پاسپورت په متن کی نه تنها د پا سپورت لرونکی نوم
، تخلص ، دزیږیدنی نیټه او ځای لیکل کیږی بلکه په پاسپورت کی د ویش ( صدور) ، مهر
او لاس لیک ځای هم شته ، نو که چیری د افغان پاسپورتونو ویش په تهران کی د یو
ایرانی شرکت ( شتکا ) له خوا صورت ومومي نو ډیری نا وړی پایلی به ولري ځکه زمونږ د
دري ژبی اصطلاح د هغوی د فارسي ژبی د اصطلا ګا نو سره ډیر توپیر لري پدی معنی چی
هغوی ق په غ تلفظ کوي ځکه چی با قرته هغوی با غروایی او داسی نور ، خو په ځا نګړی
توګه په ایران کی پښتا نه کډوال به د لا زیا تو ستونځوسره مخا مخ شي او د هغوی په
اصلي نو مونو کی به زیات توپیراو بدلون راوستل شي .
نوپه ایران کی افغان کډوالو ته د یو ایراني شرکت
له خوا د افغان پا سپورتونو ویشل به نه تنها زمونږ د هیواد ملی امنیت ته یو لوی
ګواښ وي بلکه دا کار به زمونږ د ټولو افغا نانو او په ځانګړي توګه د افغانستان د
سفارت دغړو بی سوادي به په اثبات ورسوي ، او که ددی کار نه د نړۍ نور هیوادونه
خبرشي نو په بهرني هیوادو نو کی به د افغا نا نو وقار ، حیثیت او موقف پایمال او
ترپښو لاند ی شي او افغا نانو ته به یو لوی سپکا وی وي.
البته پدی کار سره
ډیربهرنیان اوپه ځا نګړي توګه نړیواله تروریستي ډلی هم کولای شي د افغا نا نو په
نومونوددی شرکت نه پاسپور تو نه تر لاسه کړي چی دا کار به تنها په داخل کی نا خوالی اوګډوډي را مینځ ته کړي بلکه په بهرکی به د نورو
اصلی افغا نانو د پاره یو لوی سرخوږۍ شي او د افغا نا نو دحقو قواو امتیا زاتو نه
به ناوړۍ ګټه پورته کوي او که نوم ناوړي کارونه په بهرکی کوي نو د اصلي افغا نا نو
په بد نا مي به تما میږي او د ایرا نیا نود زیا تو لاس وهنودپاره به نه تنها په داخل کی بلکه په بهر کی به ښه وخت
په لاس ورشي ، څرنګه چی هغو افغا نا نو ته چی په امریکا او ارو پا کی ژوند کوي ور ته ښه پته ده چی دا سي ایرا ني ډلی په بهر
کی شته چی غواړي په خپل تبلیغ سره افغا نانو ته د عسویت د دین بلنه ور کړي نو که
چیری د ا ډول ایرا نیا نو په بهر کی د افغا ني پا سپورت په لرلوسره دا رنګه تبلیغ
ته ادامه ورکړي نو دا کار به دمسلما نو افغا نا نو په بد نا مي تمام شي او د نړی
نورمسلما نان به په بهرکی افغا نا نو ته په سپکه او د نفرت په سترګه وګوري .
نو په پای کی مونږ
ټول افغا نان که په داخل او یا په خارج کی یو د خپل دولت او د ملت د نما یند ګا نو
نه دا هیله کوو چی ددی کا رمخه ونیسي . او که چیری د افغانستان سفا رت په تهران کی
چی دمیا شتی په زرګو نو ډالرو معاش د افغا نستان د مظلوم ولس د بو دیجی نه تر لاسه
کوي او د پاسپورتونو د ویش حوصله مندي او توان نه لري نو د ملت نما یندګان او دولت
دی د بهرنیو چارو وزارت ته داسی لارښونه وکړي چی په تهران کی د افغانستان په سفارت کی داسی
کسان وګماري چی له یوی خوا دبهرنیو چارو د وزارت په نورمونو برابروي اوله بلی خوا
د افغا نستان په دوه رسمی ژبو( پښتو او دری ) پوره تسلط ولري او په ایران کی دخپلو
افغان کډوالو د پاسپورت او نورو اسنادو د ویشلو په برخه نه ستړی کیدونیکي هلی ځلی
وکړي او د خپل وطن ګټی د پردیودګټو نه غوره وبولي او د پردیو د جا سوسي تر اغیزی
لاندی رای نشی او کومي هغه پیسی چی دافغا نستان ددولت نه د معاش په نوم تر لاسه
کوي خپل ځانته حلالی کړي.
په درنښت امان الله صافی
وروستي