ستاپه لور


ادبي ټوټه

      

  ماهېڅکله هم له تانه دتګ خبره نه ده  کړې ، زما دژوند هر سفرله تانه ستا په لور دى ، تا څوک ليدلي چې خپل سيورى دې پرېږدي ، په اغزنه او سوزنده لاره دې يوازې سفر وکړي  ، ته خو په دې سفر کې له ماسره دخپل سيوري غوندې مل يې او ماته دې ښکلا راکړې .
ته زما په تګ او ښکې مه تويوه ، هغه شېبه چې تا راته په چيغو چيغو ژړل او په دغه له درده ډکه نړۍ کې دې زما لپاره خپلې ارزښتناکې اوښکې تويولې ؛ نو زه پوهېدم چې دا شېبه اسمانونه څه چې ټول کاينات ددغه سپېڅلي منظر ننداره کوي او هر څه ستا په دغه ايثار او درد له زړه نه ملګرتيا کوي  .
       زماګرانې ! ته مه ژاړه ، زه بېرته هغه خوب له خپلو سترګو را وشکوم او سيند ته به يې وغورځوم ، دتعبير لپاره نه يوازې ددې سزا لپاره چې ولې يې درته ديوې تېرې زمانې انځور را وړاندې کړ،  هغه خوب چې ما ليدلى و هېڅ تعبير نه لري ، هغه ديوې پرښتې نه الهام نه و او ديوه شيطان رالېږلى پيغام و چې ما په ويښو سترګو وليده  او په خوب کې مې تاته بيان کړ .
      زما ګرانې ! ته مه ژاړه ، دا اوښکې چې زما لپاره دې تويې کړې ؛ ارزښت يې له ټولې نړۍ ډېر دى حتى له هغه شېبې هم چې زه او ته  دلومړي ځل لپاره سره مخ شوو پداسې حال کې چې روحونه مو له پخوا ديو او بل دپيدا کولو تږي وو خو په دې شېبه کې دغه تندي وهلي او ناليدلي مساپر دوصل او درنښت په سپېڅلو اوبو خړوب شول .
       زما په زړه کې لا  اوس هم ستا داوښکو هغه تصوير پاتې دى چې بې واره دې په سترګو کې د اوښکو تم شوي بندونه را مات شول او هغه شېبه دې زه هم له ځان سره يوه ډېر لرې منظر ته يوړم  هغه منظر چې له اوښکو ، سلګو ، فرياد ، درد ، زګېروو او سلګو جوړ و خو تر شا يې ديوې مړاوې موسکا تته رڼايې  هم حس کېدله .
     ته مه ژاړه  ، زما هر سفر ټول ستا په لور دى ، زه چې په هره لاره ځم نو په دغه دايروي سفر کې مې يوازې ته مخ کې ولاړه يې او زما هر کلى کوې ، زما دعا داده چې داسې شېبه در ورسېږم چې په ښکلو سترګو کې دې داوښکو سره يو ځاى په سترګو او شونډو موسکا هم خوره وي ، دا هغه مقام دى چې زما ستړى او نا ارام روح به په کې دمه کوي او دماشوم غوندې به  ستا په غېږ کې سر ږدي .
 
٢٠١٢ اپرېل ٢٢ _  کابل