
ای زما د نیکمرغۍستوریه
ای زما د امیدونو ستو ریه
ای زما غیب شویه ستو ریه
نه پو هیږم !ته چیر ته رانه ورک یې ته چیرته!؟ رانه پناه
شوی یې!ولې مې څنګ ته نه راځې ولې رانه تښتې!
ای زما د امیدنو سپوږمۍ!
ای سپینې سپوږمۍ تا زما امید ونه څه کړ؛زما ارمانونه
زما هر امید ، هره هیله ټول له خا ورو سره خاورې شول زما هغه
خو بونه!
هو!هیڅ فکر نشم کولای دا کومه بلا وه ،او د کومې ګنا ه سزا وه
ای لویه خدایه!
زما خوبو نه رښتیا کړې، زما هره هیله را ژوندی کړې،او هر
نفس ته مې نفس راکړې
ای زما خا لقه!
ای زما لویه ربه!
زما د ژوند ستو ری وځلوې ځلا ور وبښې او رڼا ور کړې،
زما د ارما نونو ډیوه روښانه کړې
ای زما څښتنه!
ماته متره راکړې ، ماته قوت راکړې ، اودژوند دهرې شیبې خپګان مې په خوشحالۍ بدل کړې او دژوند هر څه مې ښکلي کړې .
زه تانه خوشحالي غواړم ، هو ! خوشحالي ! خپګان مې ښه نه ایسې زه نیکمرغې غواړم مرسته راسره وکړه ، ای زما څښتنه ! ستا له درباره خوشحالي او آرامي غواړم اوسوکالي .
هو! تاته دخیر ځولۍ غوړوم ، دشرله تو فانونو مې وژغورې ، هرڅه مې آسان کړې .
ای زما پادشاه !
ته مهربان یې ، ته رحم کوونکی یې ، ته حق داریې دټول مخلوق ، ته زما صاحب یې .
ای لویه خدایه ! ای لویه خدایه !