تش په نامه اپوزيسيونيان يا وطن فروشان

له ډېرو ناخوالو سره سره د افغانستان اوسنی دولت له یو بل خنډ او ویر سره مخامخ دی، هغه دا چې دولت یو مصلحتی دولت دی او پر مسلکیت ندی ولاړ، له همدې لامله ښاغلي ولسمشر تر ډېره هڅه کړې چې په دې مصلحتي حکومت کې ټول راضي وساتي، په ځای یې بولم چې ووایم له شک پرته دا وضیعت په افغانستان کې د میشتو نړیوالو ځواکونو د ګټو پربنا په مخ روان دی.
دا چې په مصلحتي حکومت کې د ملت بیلې بیلې خواوې هم یوازې او یوازې خپلو ګټو ته ګوري، سیستم پر قومي پولو ولاړ وي، او په هېواد کې پراته قومونه هم خپل چارواکي شمیري، بیا نو هغه چارواکي چې د ملیت په اساس ګومارل شوي وي ډیری د ملیت پرستۍ بعد ته توجه کوي.
له ټولو ستونزو سره سره د دولت لپاره یو بل سرخوږی هغه دا چې کله ښاغلی رییس جمهور یو کس وګوماري نو ګومارل شوی کس یې یوازې په څنګ کې ولاړ وي او کله چې له دندې ګوښه شي بیا نو د اپوزیسیونیانو ډلې سره یو ځای شي، یانې کله چې په دولت کې وي نو یوازې وي او چې کله د دولت په مخالفت کې ودریږي بیا نو یې تر څنګ نور مادونان هم راپیدا شي.
چې دې کار په دولت کې لاضعف رامنځ ته کړی او تش په نوم اپوزیسیون هم د دولت لپاره دومره مهم ښکاري چې فکر کوي د ټول ملت رایه همدا ده، دا په داسې حال کې ده چې دا اپوزیسیون په بیلابیلو نومونو باندې خلک راټول کړي او یا هم کله چیرته مهمه غونډه وي دوی یې له مایک ګټه اخلي، چې ناستې ته راغلو خلکو رایه دا نه وي او نه غواړي په غونډه یا ناسته کې څوک دا ډول خبرې وکړي.
ښه راته یاد شي په یو هوټل کې د تجارانو په شخصي لګښت یو مذهبي ناسته جوړه شوې وه، د غونډې رهبري ډلې هر څوک را دعوت کړي وو چې، په رابللو کسانو کې یو هم عبدالله عبدالله ؤ، د غونډې رهبري ډلې په دې ټینګار کولو چې غونډه باید سیاسي نشي، د غونډې په بهیر کې عبدالله عبدالله د ناستې ویاند ته یوه پرزه ورواستوله، چې ګواکې زه هم غواړم مذهبي خبرې وکړم. د غونډې په ترڅ کې یې ښاغلي عبدالله عبدالله ته بلنه ورکړه چې د  نن ورځې د اجنډا سره سم خپله وینا وکړي. کله چې ښاغلی ستیج ته ورسید نو له درود او مقدمې وروسته یې ټاکنو ته اشاره وکړه چې موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې راروان انتخابات دې په عادلانه توګه ترسره کړي، یانې دا چې موږ ته د زمینه برابره کړي چې د ولسمشرۍ مزه وڅکو! په دې سره د ناستې ګډونوال هک شول او ښاغلي ته یې پاڼه کښېوده چې لطفا د موضوع نه بهر خبرې مه کوئ.
دا په داسې حال کې ده چې ښاغلی عبدالله عبدالله په لومړیو کې د ښاغلي کرزي تر ټولو زیات نیږدې کس ؤ، او په ۲۰۰۳ کال کې یې له امریکايي ځواکونو سره داسې د بردګۍ تړون لاسلیک کړ چې له لامله یې په هېواد تر زرګونو زیاتې وژنې، چاپې او بې ګناه انسانان د مرګ کومي ته واستول شول، او د قاتلینو محاکمه هم شونې نه ده چې په خپله په افغانستان کې محاکمه شي.
دا په داسې حال کې ده چې همدا ښاغلی ورسره مله کسان ملي ګټو ته هیڅکله هم پاملرنه نه کوي، بلکې د خپلو شخصي ګټو لپاره غواړي که ټول ملک هم تبا کیږي کومه پروا یې نلري، ښه مثال یې په کندهار ولایت کې بې رحمه وژنې وې چې په اړه یې هیڅ کوم نظر نه درلود بلکې په هماغه ورځ یې د خپلې چوکۍ لپاره له پردي سیتج کټه واخیسته.
د افسوس وړ خبره خو دا ده چې ځینې سیاستوال او د چارو شنونکي چې تر پرونه یې په خلکو کې له دې لامله محبوبیت درلود چې کله کله به د ملي فکر له دیده په رسنیو کې را جوتېدل خو نن د څو پیسو په خاطر یوازې د یو شخص په ګټه چې په هیڅ ډول د کوم ملت د برخي استازیتوب نه کوي، له ټولو خپلو ټولو معنویاتو تیریږي او په رسنیو کې د یوه لوی قوم په سترګو کې خاورې شیندي او خپل څو کسیز ګروپ ته د ملي جبهې نوم ورکوي.