
... یو ښه
زوی نه يم
... يو ښه
ورور نه يم
... يو ښه
پلار نه يم
... يو ښه
تره زوی نه يم
... يو ښه
تربور نه يم
... يو ښه
خوريه نه يم
... يو ښه
اوښی نه يم
... يو ښه
ماما نه يم
... يو ښه
ترورزی نه يم
... يو ښه
خپل نه يم
... يو ښه
ملګری نه يم
زه ...
... په
خبره نه پوهېږم
... چا ته
غوږ نه نيسم
... خبرې
ډېرې کوم
... د چا
په قدر نه پوهېږم
... مشر
کشر نه پېژنم
... زه په
خپلوۍ نه پوهېږم
... د
خپلو سپکه کوم
... د
کورنۍ عزت نه پېژنم
... خبرې
ډېرې کوم
زه ...
... ليونی يم
... جاهل
يم
... سپک
يم
بلاخره زه
د خپلوۍ نه يم
هو!
دا ټولې
خبرې زه هره ورځ اورم او راته ويل کيږي، دا ځکه چې ....
که هر
څومره:
”په عقل د
اسمان ستوري راکوز کړم
چې غريب
يم خلک وايي ليونی دی“
خو ...!
او هاغه!
... زما
خوله وړه ده، زه يې نوم په خوله اخيستی
نشم.