غزل


  ستا د ښــــكلا دخپلولو هيله هم نه لرم
د خپلو سترګو د ساتلو هيله هم نه لـــرم په ويدو سترګو دې زمازړه لكه خوب وړى دى
اوس مې د ما ت زړه د ژغور لو هيله هم نه لرم چې ته رانه شې،تيارې راشي،نا اميـــده شمه
دبل څراغ د بلولـــــــو هيله هم نه لرم كه بې مقصده هر څوك زړه راوړي نو زړه وركوم
داسې هم نه ده صرف د ښكلو هيله هم نه لرم در تلاى هم نه شم ،د ويلو جرات هم نه لرم
والله چې ستــــا دهيرولــو هيله هم نه لرم
                      ۱۰ / ۶/ ۱۳۸۷                  
                          لمر ټلویزیون