ستا يادونو ليونی كړمه جانانه
بس غمونو ليونی كړمه جانانه
هره شپه درپسې ژاړم تر سهاره
فريادونو ليونی كړمه جانانه
بس تر اوسه چاته حال ويلي نشم
دي فكرونو ليونی كړمه جانانه
نه په زور نه په رضا دې مينه وكړه
ستا دې بدو عادتونو ليونی كړمه جانانه
نور بهيره چې پرچا باور ونه كړې
د يارانو دې چلونو ليونی كړمه جانانه
وروستي