دخپلواکۍ شهیده !
ګلګون کفن په وینو رنګ د خپل ارمان شهیده
آرزو د پــاکه د حــــق لارې قهــــرمــان شـهیـــــده
په حـــقه لارکې تا د فتحې او وطــــــن په خـــاطر
په ســــــرښندنه د خپل ځان کړلو قربان شــهیده
ستا په مــزار اوس د بلبلو شور کې داسې اورو
درتـــــه راوړی دی موږ دغه ارمــــغان شهیــــده
د خـــپلواکـــۍ او آزادۍ مـــــــبارکي درکـــــــوو
موږ قاصـدان یو د سمسوره ګلستان شـــهیده
د تاآرزو ترســــــره شــوې دا پیغــــام لـــرو اوس
دغه آزاد هېواد کړي فخـــر ستا په شان شهیده
د وطن خـــاوره چـې د وتره کړه په وېــــنو د ځان
اوس هره خوا دي غوړېدلي پرې ګلان شــهیده
« اهتمام » ستا روح ته شـــاد باش او درودونه لېږي
ای ! پاک ارواحه ترابده ښاد روان شـــــــــهیده
سلامـونه
دګران هېواد
دخپلواکې «۸۹» يمه کالیزه تاسوته مبارکي وايم روغتيا او
خوشالي مـــــود تل له پاره غـواړو.
په درنــاوۍ
سمسور «ظفر زی اهتمام»
ظفـرخان« اهتـمـام »
۲۸\\۰۵\\۱۳۸۷
وروستي